زه يوه ورځ ژوند پر خپلو وزرونو كېنولم او د ځوانۍ غره ته يې يوړم. بيا يې ځان ته نږدې وغوښتم او د وروسته كتو اشاره يې راته وكړه. ما چې كله په شا وكتل نو عجيب و غريب ښار مې تر سترګو شو. له هغه ښاره رنګارنګ دود پورته كېده او ورو ورو د هسك په لور روان و. يوې وړې وريځ پرده جوړه كړه او هغه ښار يې زما له سترګو پناه كړ.
د لږ وخت چوپتيا څخه وروسته مې ژوند ته وويل: (( ژونده! زه دا څه وينم؟))
ژوند ځواب راكړ: (( دا د ماضي ښار دى. دا ښه وګوره او فكر پرې وكړه.))
ما هغه عجيب و غريب منظر كته.  ماته پكې بې شمېره څيزونه تر سترګو شول. په هغه كې لوى لوى هالونه ښكاره شول چې انسان د لويو كارونو لپاره اباد كړي وو او اوس يې د خوب د وزرنو لاندې د خپل زړښت ثبوت وركاوه.
هلته د خبرو * (( مندر )) و چې په يو وخت كې پكې د مايوسئ څخه ستړي شوي او د خوښيو هيله مند روحونه په نظر راتلل.
بيا هغه عبادتځاى هم تر سترګو شو چې يقين اباد كړى و او شك بېرته نړولى و. 
ما د هغو ورېځو شاته دفكر دلوړوالي مينار هم وليد چې د سوالګرو غوندې يې خپل لاسونه اوږده كړي وو.  بيا راته د حرص او هوس لارې تر سترګو شوې چې په درو كې د سيندونو په څېر غزېدلې وې.  بيا زما نظر د رازونو په هغو ګودامونو ولګېد چې پيره دار يې ساتنه كوله او ځاى ځاى پرې د پرمختګ غلو يادګارونه جوړ كړي وو. 
ما هغه څلى هم وليد چې زړورتيا اباد كړى و خو وېرې نړولى و.  ما د خوبونو مندرونه هم وليدل چې ويدتوب ښكلي كړي وو خو ويښتابه له منځه وړي وو. 
ما د كمزورئ او بې وسئ جونګړې هم وليدې او يو لور ته ناست د مړو نفسونو عبادت كوونكي مې هم تر سترګو شول.
ما د پوهې په ښوونځيو كې د حكمت بلې شمې وليدې او دناپوهئ او جهالت په تيارو مې هم نظر ولګېد.
ما د مينې ميخانې وليدې چېرته چې به مينه كوونكي د مينې په شرابو مستېدل. 
ما هغه ميدان وكته چېرته چې ژوند ډېرې لوبې ليدلې وې او اوس مرګ په ډېرو دردونو بدل كړى و.
دا د ماضي ښار دى چې موږ ته لرې ښكاري خو په رښتيا دومره لرې نه دى. دا ښار موږ ته تت ښكاري، خو ښكاري.
 موږ دا د تورو ورېځو شاته هم ليدلى شوو.
له دې وروسته ژوند يو ځل بيا زما پام د ځان په لور كړ او راته يې وويل: (( اوس ما پسې راځه.  موږ دلته ډېر ودرېدو . . . ))
ما ترې وپوښتل: (( اې ژونده! اوس موږ چېرې ځوو؟ ))
ژوند ځواب راكړ: (( اوس موږ د (( راتلونكي ښار)) په لور روان يوو. ))
ما وويل: (( اې ژونده! پر ما رحم وكړه. زه ډېر ستړى شوى يم، پښې مې تڼاكې دي او د مخكې تللو وس نه لرم.))
خو ژوند وويل: (( اې ملګريه!  ګام راپسې اخله، پر نيمه لاره پښه نيول او پر ځاى ناسته بې غيرتي ده. هر وخت د (( ماضي ښار )) پسې ستړي كېدل بلكل كم عقلتوب دى. 
وګوره! هغه مخامخ د راتلونكي ښار دى چې موږ د ځان په لور رابولي.))
  * مندر : دهندوانو عبادتځاى