رپوټونه
يوې ميرې دخپلې بنزيۍ ژبه غوڅه کړه
د جوزجان ولايت د مينګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې يوې مېرې مور د خپلې اته کلنې بنزيۍ د ژبې يوه برخه پرې کړې ده .
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل امين زاده د وږي په ٥مه، وويل چې دغه پېښه نن د منګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه چې له اته كلنې نجلې څخه خپل پلار او ميرې مور د ژبې يوه برخه پرې كړې ده.
د نوموړي په وينا، دغه نجلۍ (اوليمه) د خپل ماما په مرسته د جوزجان روغتون ته راوستل شوې وه ، چې د نجلۍ په پلار اودهغې په ميرې يې تور لګاوه چې ژبه يې ورته پرې كړې ده.
امين زاده وويل چې د نجلۍ د ژبې د پرېكولو په تور يې ميره نيول شوې او پلار يې تښتېدلى دى.
د جوزجان د عامې روغتيا رييسې كيميا عزيزي وويل چې د نجلۍ د بدن په بېلا بېلو برخو كې ټپونه د دې څرګندونه كوي چې هغه ډېره وهل شوې ده.
نوموړې زياته كړه چې د نجلۍ پر ستوني زور شوى او د ژبې د يوې برخې ټپ يې څرګندوي ، چې د ژبې له منځه وړلو هڅه يې شوې ده.
ډاكټرې كيميا وويل چې د ژبې د ټپ له امله اوليمې په پيل كې هېڅ خبرې نشوې كولى، خو اوس له يو څه درملنې څخه وروسته ګونګه ګونګه غږېږي.
د نوموړې په وينا، د اوليمې پلار شرابي دى ، چې د هغې مور ته يې طلاق وركړى او بله ښځه يې كړې ده.
د هغې په وينا، اوليمه د خپل شرابي پلار او خپلې ميرې د خپل منځي اختلاف ښكار شوې ده
مل پاسوال امين زاده وويل چې دغه ډول پېښې له كورنۍ ستونزو څخه رامنځ ته كېږي او زياته يې كړه چې دوى ورسره په لومړي ځل مخ شوي دي.