پر لاره د تګ پر وخت مو د داسې خلكو په هكله فكر كړى!؟

29.08.2008
- kho
د جوزجان ولايت د مينګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې يوې مېرې مور د خپلې اته کلنې بنزيۍ د ژبې يوه برخه پرې کړې ده . د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل امين زاده د وږي په ٥مه، وويل چې دغه پېښه نن د منګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوې ده .هغه زياته کړه چې له اته كلنې نجلې څخه خپل پلار او ميرې مور د ژبې يوه برخه پرې كړې ده.د نوموړي په وينا، دغه نجلۍ (اوليمه) د خپل ماما په مرسته د جوزجان روغتون ته راوستل شوې وه ، چې د نجلۍ په پلار اودهغې په ميرې يې تور ل...
04.09.2008
- kho
داحمد پلار په داسې حال كې چې ليك يې په لاسونو كې اړوه راړوه دكور په دروازه ورننوت اوپه ډېره ليوالتيايې احمد ته غږ كړ : ((احمده واحمده زويه! ته راشه چې دخان ماما زوى ميرويس له پوهنتونه خط رالېږلى!))ميرمن يې ورغږ كړ: ((احمد خو وښو ته تللى، د څه شي خط دى؟))_ ((نور به دڅه شي خط وي داحمد دنتيجې احوال به يې رالېږلى وي.)) _ ((وئ شكرخدايه! زوى مى پوهنتو ن ته كامياب شو ، لكه چې خداى مودعاګانې قبولې كړې.))_ ((ليونۍ كېږه مه! زه لا تراوسه خبرنه يم. كاشكې مې سبق...