داحمد پلار په داسې حال كې چې ليك يې په لاسونو كې اړوه راړوه دكور په دروازه ورننوت اوپه ډېره ليوالتيايې احمد ته غږ كړ : ((احمده واحمده زويه! ته راشه چې دخان ماما زوى ميرويس له پوهنتونه خط رالېږلى!))
ميرمن يې ورغږ كړ: ((احمد خو وښو ته تللى، د څه شي خط دى؟))
_  ((نور به دڅه شي خط وي داحمد دنتيجې احوال به يې رالېږلى وي.)) 
_ ((وئ شكرخدايه! زوى مى پوهنتو ن ته كامياب شو ، لكه چې خداى مودعاګانې قبولې كړې.))
_  ((ليونۍ كېږه مه! زه لا تراوسه خبرنه يم. كاشكې مې سبق ويلى واى اوس خوبه مې داخط لوستلاى و، وى وى...))
_  (( ښه  ځه خير، دغه ارمان دې خداى په زو ى پوره كړه ، زما زړه دربيږ ي احمد به خدايزده له وښو كله راشي لاړ شه ماجت كې به يې ملاصيب درته ولولي.))
_ ((ښځې! رښتيا دې وويل هملته به لاړشم.))
داحمد پلار لاروان شوى نه و چې احمد له پنډوښو سره دكور په وره راننوت اومور يې دهغه په ليدو غږ كړ : (( شكر زوى جانه چې راغلې، زردې پنډ كېږده چې له پوهنتونه درته ميرويس خط رالېږلى.))
احمد چې دپوهنتون نوم واورېد نوستړيا يې هېره شوه اودمور اوپلار په لوريې منډه كړه وې ويل: (( خط چېرې دى؟ ))
 پلاريې وويل: (( هه! واخله زويه دغه دى، زر يې ولوله څه يې پكې ليكلي؟))
احمد په ډېرې ليوالتيا ليك پرانيست اوله ځانه سره يې زر ، زر په لوستلو پيل وكړ . احمد لا ليك لوسته چې مور يې پرې غږ كړ: ((زويه په زوره يې ووايه چې موږيې هم واورو.))
 خواحمد هماغسې دليك په لوستلو اخته و چې پلار يې هم ورغبرګه كړه : (( زويه څه يې ليكلي كامياب شوى يې كنه ! ))
دپلاردپوښتنې سره سم يې احمد دليك ددې جملې لوستلو ته راورسېد: (( په دوه سوه دري پنځوس نمرو دبلخ پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځي ته كامياب شوى يې، مباركي درته وايم څومره زر چې كولاى شي پوهنتون ته راشه.))
احمد چې په خپل برياليتوب يقيني شو نوپه رنګ كې يې سورخي پيدا شوه او مور ته يې وويل: (( ادې! زه د حقوقو  پوهنځي ته كامياب شوى يم.))
_ ((وى  زويه! سرلوړى اوسې، څنګه ښه زيرى دې راباندې وكړ، خداى دې تل كامياب لره، خو زويه پدې حقوقو پوه نه شوم ، حقوق څرنګه سبق وي. داچې له خيره ووايې نوڅه شى به درنه جوړيږي.))
_ ((ادې جانې! حقوق چې څوك ووايي نوبيا والي ترې جوړېږ ي، ولسوال، څارنوال، دغه خلك ترې جوړېږ ي.))
پلار يې ور زياته كړه: (( ښه، زويه جانه! دا خو بېخي ښه ده، خو ته به دې ماليمانو  ته وايې  چې له تاسره ښه كوښښ وكړي.))
_ ((پلار جانه! هلته بايد سړ ى خپله كوښښ وكړي.))
مور يې كړه: ((بس هرڅنګه چې كېږي، چې له خيره سره د بغلان په نوي ښار كې راته ولسوال شي نو بيا به دې كاكا ته هم په جګو سترګوستا لپاره د تورپېكۍ غوښتلو ته ځم.))
د تورپېكۍ دنوم په اورېدو احمد  ته د نن څخه يوكال مخكې هغه خوږې شېبې ور په زړه شوې چې دكاكا كور يې د هجرت څخه وروسته بېرته وطن ته راستون شوى و. داهماغه شېبې وې چې داحمد زړه كې يې يوستر ارمان ته ځاى وركړى و ، دتورپېكۍ ښايستوكې څېره يې په لومړي ځل ترسترګوشوې وه اودمينتوب ترحده رسېدلى و.
خودغه هيله يوازې د احمد په زړه كې نه وه بلكې د احمد پلار  هم غوښتل چې خپله ورېره يې نګور جوړه شي.  همدا لامل و چې د وروردكور دځاى پرځاى كېدوڅخه يې يوڅه موده وروسته خپلې ميرمنې سره دتورپېكۍ دريبارۍ لپاره دوروركره  ورغلى و.  دتورپېكۍ پلار ورته ((نه)) نه و ويلي خو د (( هو)) څخه يې وړاندې داحمد په پلار داسې شرط ايښى و: (( ترهغې چې ستا زوى پوهنتون  نه وي لوستى زه نه شم كولاى خپله لور ستا دزوى ته دركړم.))
همدا وه چې پر احمد سربېره يې ټوله كورنۍ برياليتوب ته خوشاله وه.
 د احمد پلار د خپل  كور ورځني لګښتونه دخپلو غواګانو د شيدو د پلورلو له لارې ايله ايله پوره كول.
د زوى د پوهنتون لګښت ورته يو څه دروند بار ښكارېده. له خپلې مېرمن سره پرې د مشورې كولو سر بېره هم كومې نتيجې ته ونه رسېد.
احمد دشپې خپله غوټه برابروله  ترڅو سهار وختي پوهنتون ته روان شي . مور يې ورسره د څيزونو په برابرولو كې مرسته كوله او پلار يې څنګ ته ناست و. د ده دپوهنتون دلګښت په فكر كې و، ترې وې پوښتل: (( زويه ! يو ځل به دې مالومات كړى و چې پوهنتون كې دې د مياشتې څو افغانيو ته ضرورت دى چې يوه لاره خومو ورته سنجولې واى.))
احمد په موسكا ځواب وركړ: ((پلاره په پوهنتون كې په سړي دومره لګښت نه راځي.))
_ ((څنګه نه راځي زويه خوشې خو نه ويل كېږي.))
_ ((نه مطلب مې داو چې په پوهنتون كې خو ليليه وي كنه.))
پلار يې غلى و . احمد وزياته كړه: ((په ليليه كې ډوډۍ، برق، كوټه او هر څه وي نور دومره مصرف نه راځي.))
مور يې چې داحمد جامې په بېك كې ايښودلې ورغږ كړ : (( ځه شكر دى زويه ! دپلار دې ورته ډېره سودا وه )) او بيا يې مېړه ته وويل: ((اوس خو دې زړه ډاډه شو!))
د احمد پلار وويل: ((ځه! خداى دې همداسې كړي.))
په سبا يې پلار له احمد سره تر سړك پورې لاړاو پوهنتون ته يې رخصت  كړ چې كله بېرته راستنېده نو دكور د وره تر څنګ يې د ميرويس مشر ورور علي جان وليد . د احمد پلار له علي جان سره ستړې مشې وكړه او حجرې ته يې بوته . د حال احوال له پوښتنې څخه وروسته  علي جان وويل: ((كا كا  مبارك مو شه زوى مو پوهنتون ته بريالى شو.))
 داحمد پلار وويل: ((خيريوسې كوردې ودان خوته څنګه خبر شوې!؟))
_((ميرويس سره مې څه كار و زنګ مې ورته وهلى و هغه راته وويل، راغلم مالې مباركي دركړم.))
_ ((زويه سرخ رويه اوسې.))
علي جان له يو څه ناستې څخه وروسته دتلو وويل او ورسره يې زياته كړه : (( كا كا! احمد پوهنتون ته لاړ نو ضرور به څه پيسو ميسوته اړتيا وي، موږ درته هر وخت ولاړ يوو، يوازې غږ كوه!))
 داحمد پلار ورته په نرمه لهجه وويل: ((خداى دې درسره ښه وكړي والله اول خو  زه  هم  يو  څه وارخطا وم خو  احمد وويل  چې په پوهنتون كې ليليه وي او په ليليه كې هرڅه وركوي.
علي جان بيا وويل: ((بيا هم كاكا كه پيسو ته مو ضرورت شو نو بې دريغه به  يې راته وايي.))
داحمد پلار وويل: ((نه نه بچيه پوهېږم هر وخت مو لاس راكړى، احمد ويل چې ليليه كې دومره پيسوته ضرورت نه شته .))
 _ ((ښه نو زه درنه ځم))
داحمد پلار مخكې له دې چې مخه ښه ورته  ووايي وويل: (( زويه ! لږ پام كوئ كارمو يو څه خطر لري خداى مكړه ونه نيول شئ.))
 علي جان په تلو تلو كې وويل : (( كاكا ستا دوعا په كار ده، ټوله دنيا د تارياكو دقاچاق كار كوي . ))له همدې سره يې خداى په امان وويل اوروان شو.
احمد په پوهنتون كې د ميرويس په  مرسته په دوو ورځوكې د داخلې كارونه بشپړ كړل او دليليې په كار يې پيل وكړ . سږ كال دلوړو زده كړو وزرات بلخ  پوهنتون ته د دوه سوه محصيلينو دليليې مكتوب رالېږلى و چې پكې د حقوقو پوهنځي ته د اوولسو محصلينو برخه رسېدلې وه چې دكانكور په ازموېنې  كې د لوړو نمرو په نظر كې نيولو سره هغه څوك چې دليليې وړ دى ونيول شي .د حقوقو پوهنځي د كانكور دنمرو په نظر كې نيولو سره اوولس محصلين ليليې ته ونيول چې د اوولسم محصل نمرې دوه سوه څلورپنځوس وې او احمد په دوه سوه دري پنځوس نمبرو نوموړي پوهنځي ته بريالى شوى و نو همدا وه چې له ډېرو منډو ترړو څخه وروسته هم له لوړو زده كړو څخه دليليې د قانون پر بنسټ  پاتې شو.
 احمد چې د اقتصادي ستونزو له امله ورته له  ليليې پرته پوهنتون لوستل ناشوني برېښدل اوبل خوا يې د ژوند ډېرې هيلې په لوړو زده كړو پورې تړلې ښكارېدې نه پوهېده چې څه وكړي. له ډېر فكر كولو وروسته دې نتيجې ته و رسېد چې پوهنتون نه شي لوستلى اوبېرته به كورته ځي.
 احمدمخكې له دې چې كورته لاړشي په اخري ځل يې له ميرويس سره مشوره وكړه ميرويس له يو څه سوچ اوفكر څخه وروسته ورته وويل هيڅ خبره نه ده ته بايد تاجيل واخلې.))
احمد په بې پروايي ځواب وركړ: (( نو تاجيل به څه ګټه وكړي، يوكال وروسته چې راځم بيا به هم همدا خبره به وي.))
_ ((سمه ده ،همدا خبره به وي خوتا به په دې يوكال  كې ډېر څه كړي وي .))
_ (( ته هسې لګيا يې، په يوكال كې هېڅ هم نه كيږي.))
_ (( ګوره ماسره يوه لاره شته.))
_ (( څرنګه لار؟))
ميرويس په احمد ومنله چې هغه به دده له  ورونو سره يو كال د تارياكود قاچاق كار كوي په يو كال كې به دومره پيسې وګټي چې څلور كاله به پرې ښه په مستۍ پوهنتون ولولي. د ميرويس مشوره ورته په زړه پورې ښكاره شوه او له تاجيل اخستلو وروسته كورته روان شو. په كوركې يې د پلارله مشورې وروسته د ميرويس له ورونوسره د تارياكو د قاچاق كار پيل كړ احمد په پيل كې دميرويس له ورور علي جان سره څوپېرې همداسې وكړې چې په كار كې يې ښې سترګې سرې شوې نو دعلي جان څخه يې د يو څو افغانيو د پور ولو څخه وروسته له همدوئ سره په ګډه كار پيل كړ او ځينې وخت به يې يوازې پېرې هم كولې .
 احمد په خپل كار كې ورځ په ورځ ښه كېده، په ځان يې شپه او ورځ يوه كړې وه او خپل كار به يې كاوه . تر دې دمه يې دكور اقتصادي ستونزې په كافي اندازه پاى ته رسولې وې.
احمد له كوره د مزارشريف په لور وخوځېد تر څو له هغه ځايه د تارياكو پېره كابل ته وكړي.
د احمد له تګ څخه وروسته څلور شپې وتې وې، خولا كور ته نه و راغلى، مور  يې پرېشانه وه مېړه ته يې وويل: ((له علي جان دوئ نه به دې پوښتنه كړې وه چې احمد څنګه راښكاره نه شو.))
مېړه يې وويل: ((علي جان نشته، هغه هم چېرته پېره كړې ده. دومره وارخطا كېږه مه، رابه شي.))
_ ((هغه خو ويلي و چې د درې شپوخبره ده، دا دى څلور شپې يې ووتې او پينځمه راروانه ده.))
_ (( ځه! اوس خو ناوخته ده، سبا به يې پوښتنه وكړم.))
سبا لا د احمد پلار له كوره وتى نه  و چې د كور  دروازه  يې ټك ټك شوه. چې كله ورووت ګوري چې علي جان دى. دواړه حجرې ته راغلل، مخكې له دې چې د احمد پلار  پوښتنه وكړي، علي جان وويل: ((كاكا! احمد په كاركې ښه تكړه شوى و خو لكه چې چا  يې راپور وركړى و.))
د احمد پلار په وېره كړه: ((ولې خيريت خوبه وي؟!))
_: ((احمد په دوشي كې نيول شوى دى.))