لاره د ســـــتړو هــوســـــونو وهي ســـــتړى نفس
په ژوندي تن كې مې اوســـېږي لكه مړى نفس
زمـــــونږه كلي كــــې هر چا لكه چې مينه كــــړې
د اســــــــــوېلي په رنګه اخلي هر وګـــــــړى نفس
لكه د دار تر ســـيوري لاندې چې تل ســـا اخلم
چې تر مــــــرۍ مې رارســــــــــېږي لكه پړى نفس
سـتا د راتلو او تلو تر منځ يوه شـــېبه ديدن مو
لكه د ژوند او مرګ تر منځه وي نيمګړى نفس
دومره په زغرده راته مه وايه چې ســـا دې باسم
دا واك د هغه دى چې چــا مـــــــاته راكـړى نفس
۲۸ – ۵ – ۱۳۸۳ لمريز
بغلان
26.08.2008
- kho
يو كليوال د غره لمنه كې خپل سمڅې ته ورته كور كې ژوند كوه. د كور د وره تر څنګ يې يو بت پروت و چې ده ته د پام وړ نه و. يوه ورځ، يو ښاري د كليوال د كور تر څنګ تېرېده او په بت يې سترګې ولګېدې. بت ورته ډېر په زړه پورې وبرېښېد، نو د پېرېدلو لپاره يې د كليوال څخه د بت غوښتنه وكړه. كليوال ورته په حيرانتيا وويل چې دا خو بې ارزښته څيز دى، په دې تاسو پيسې وركوئ !؟ ښاري ورته كړه: (( زه يې په بدل كې يو درهم دركوم، دا بت ماته وسپاره. ))كليوال په ډېرې خوښئ يو درهم واخيست ...
29.08.2008
- kho
د جوزجان ولايت د مينګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې يوې مېرې مور د خپلې اته کلنې بنزيۍ د ژبې يوه برخه پرې کړې ده . د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل امين زاده د وږي په ٥مه، وويل چې دغه پېښه نن د منګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوې ده .هغه زياته کړه چې له اته كلنې نجلې څخه خپل پلار او ميرې مور د ژبې يوه برخه پرې كړې ده.د نوموړي په وينا، دغه نجلۍ (اوليمه) د خپل ماما په مرسته د جوزجان روغتون ته راوستل شوې وه ، چې د نجلۍ په پلار اودهغې په ميرې يې تور ل...