يو كليوال د غره لمنه كې خپل سمڅې ته ورته كور كې ژوند كوه. د كور د وره تر څنګ يې يو بت پروت و چې ده ته د پام وړ نه و.
يوه ورځ، يو ښاري د كليوال د كور تر څنګ تېرېده او په بت يې سترګې ولګېدې. بت ورته ډېر په زړه پورې وبرېښېد، نو د پېرېدلو لپاره يې د كليوال څخه د بت غوښتنه وكړه. كليوال ورته په حيرانتيا وويل چې دا خو بې ارزښته څيز دى، په دې تاسو پيسې وركوئ !؟
ښاري ورته كړه: (( زه يې په بدل كې يو درهم دركوم، دا بت ماته وسپاره. ))
كليوال په ډېرې خوښئ يو درهم واخيست او بت يې ښاري ته وسپاره.
ښاري بت له ځانه سره واخيست او ښار ته يې وېوړ. څه موده وروسته كليوال ښار ته لاړ. د ښار په يوه څنډه كې يې د خلكو ګڼه ګوڼه تر سترګو شوه او وايې ورېدل :
(( راشئ! يو په زړه پورې او نه پيدا كېدونكى څيز د دوه درهمو په بدل كې وګورئ.))
كليوال هم دخلكو بهير ته ورنږدې شو او د دوه درهمه په بدل كې يې د هغه بت ننداره وكړه، كوم چې ده پخپله په يو درهم پلورلى و.