((كه پلار مې مور طلاقه كړې نه واى ،نو زه به داسې در په دره نه وم.))
دا د هغې نجلۍ ( خاطرې) له سوز او درد څخه ډک غږ دى ، چې لږ تر لږه ۸ كاله كېږي بې كوره شوې او له پنځلسو ورځو راهيسې د بلخ ولايت په مرکز( مزارشريف) كې د تعاون په مركز ( خانۀ امن) کې شپې او ورځې تېروي.
۱۸ كلنه خاطره لوړه ونه او غنم رنګه څېره لري، چې د زنې په ښي خوا كې يې د چاقو داغ څېره يو څه بدرنګه كړې ده، او له څېرې يې بې وسې له ورايه ښكاري.
هغې په پاړ نيولو شونډو د مزارشريف د تعاون په مركز كې د خپل ژوند د كيسې په اړه وويل چې له نن څخه اته كاله مخكې يې د خپل مور او پلار او دوه خويندو سره د كابل په شهر نو كې ژوند كاوه.
دې بې سرپرسته نجلۍ د خپل بوګنوونکي سرګذشت په اړه وويل چې پلار يې مور ته د نور اولاد نه كېدو له امله طلاق وركړ او بل واده يې وکړ چې له همدې سره يې د ژوند ناكاره ورځې پيل شوې.
خاطره څرګندوي: (( مشره خور مې مور اخلي او پاتې زه او بله وړه خور ( فرح ناز) مې پلار اخلي))
نوموړې وايي چې پلار يې له نوې ښځې سره ايران ته لاړ، هغه او كشره خور يې دهمدې ښځې ورور ته چې د پروان ولايت په مرکز چاريكار كې اوسېږي،و سپارلې.
هغې چې د ميرې د ورور په كور كې له اوسېدو څخه يې ډېر نالښت كاوه، په ښي لاس د خپلې زنې داغ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د ميرې د ورور ښځې يې په چاړه وهلې وه.
خاطرې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل: (( فكر مې وكړ چې نن يې له ماسره داسې وكړل سبا به مې د وړې خور همدا ورځ وي، راځه ورته ووايه چې له دې ځايه وتښتي. ))
خاطرې همداسې وکړل او ددې په خوله، خپله ۷ كلنه خور د ميرې د ورور له كوره تېښتې ته مجبوروي اوهغه تښتي.
هغې دځان او د خپلې وړې خورد نامعلوم راتلونكي لامل د خپل مور او پلار طلاق ګڼي او زياتوي چې تر دې دمه له خپلې خورڅخه هېڅ ډول معلومات نه لري، نه پوهېږي چې هغه مړه ده او كه ژوندۍ!
دغه بې کوره نجلۍ د ميرې د ورور په كور كې د اوسېدو په هكله وايي چې د كور ډېر كار يې پر دې كاوه ، د كاسو او ځينو وخت د جامو مينځل، د ځاى جارو او كله كله له نږدې دوكانونو څخه سودا راوړل هم ددې پر غاړه وو په داسې حال كې چې په دې وخت كې لس كلنه وه.
خاطره څرګندوي : ((كه لږ به هم رانه كار خراب شو نو څه چې به مې د ميرې د ورور د ښځې مخې ته راغلل، وار به يې راباندې كاوه. ))
د هغې په وينا ، د ميرې د ورور د كور ستونزې يې ونشواى زغملاى او وروسته له دوه كلونو له دې كوره وتښتېده او په كابل كې له يو ناپېژندونكي كس سره د هغه كور ته لاړه.
نوموړې نجلۍ زياتوي ، چې د خپلوانو كورونه يې په كابل كې وو خو د ميرې د ورور په كور كې اوسېدلو يې د هر خپلوان له كوره زړه ور تور كړى و نو ځكه يې د يو ناپېژندلي تن كورته تللو ته زړه ښه كړ.
د خاطرې په خبره، په دې كور كې له پاكستانه راغلي مېلمه حاجي جنت ګل سره مخ شوه چې هغه ورته د پاكستان د تلو ست وکړ چې په كور كې ورسره د لور په توګه واوسېږي.
دغه نجلۍ د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې د جنت ګل خوږو خوږو خبرو او ورسره خپلې بې وسۍ دومره زړه وركړ چې له همدې سړي سره پاكستان ته لاړه او په پېښور كې ورسره د هغه په كور كې شپږ كاله پاتې شوه .
خاطرې له دې كوره هم نالښت وكړ ويې ويل چې ددې كور ډېر كارونه هم ددې پر غاړه وو.
نوموړې وويل: (( لكه مزدوره داسې كار مې كاوه، غوا مې ورته لوشله، خوشايي مې تپۍكول، له بېرونه مې پنډ پنډ واښه راوړل، څه به درته ووايم څه و چې ومې نكړل. ))
د خاطرې په خوله په دې كور كې هم تنګيږي او بېرته د كابل تلو ته زړه كوي تر څو د مور پلټنه وكړي او ورسره و اوسېږي.
هغې وړاندې وايي چې له ۳۰۰ كلدارو سره له دې كوره ووتله او بيا هم د يو كس په مرسته چې يوه بله ښځه هم ورسره وه او دا ورسره په تورخم كې د كابل په اډه كې په موټر كې يو ځاى شوه او كابل ته ځان رسوي.
خاطره زياتوي چې له كابله له يوې شپې تېرولو وروسته له همدې سړي سره دلته ( بلخ ) ته راغله.
په مزارشريف كې د افغانستان د تعاون مركز مسوول استاد سيد عبدالحميد د خاطرې په هكله وويل چې هغه لا په دې نه ده پوهه چې له كابل څخه وېستل شوې ده.
هغه وويل : (( دغه نجلۍ هېڅ پوه نه ده چې له قاچاقبر سره يو ځاى شوې ده او هغه بيا تر بلخ پورې او بيا د بلخ ولايت هدادي ولسوالۍ ته يې رسولې ده))
د دغه مركز مسوول زياته کړه چې خاطره په دې هم نه پوهېږي چې كابل او مزار شريف څومره فاصله لري او ګومان كوي چې مزارشريف د كابل يوه څنډه ده.
سيد عبدالحميد څرګنده کړه: ((كله چې خاطره دهدادي ته راوستل كېږي، نو همدلته له جنسي تېري سره هم مخ كېږي چې همدا يې د راتلونكي ژوند لپاره لويه ستونزه ده))
هغه د خاطرې د پيدا كولو په هكله وويل چې د مزارشريف د ښځو د چارو رياست په مرسته نوموړې تر دغه مركزه را رسېدلې ده.
د مزارشريف د ښځو د چارو رئيسې فرېبا مجيد د خاطرې په اړه وويل چې د دهدادي ولسوال محمد كريم ولايت ته خبر وركړ او د ولايت له لارې دوى ته خبر ورورسېد .
د دهدادي ولسوال محمد كريم ولايت ته د خاطرې په اړه خبر وركول تائيدوي خو وايي چې دى پردې نجلۍ له جنسي تېري څخه معلومات نه لري.
خو د ښځو د چارو رئيسه پر خاطرې جنسي تېرى تائيدوي او زياتوي چې له درې ورځو وروسته يې په مزارشريف كې د افغانستان د تعاون مركز ته سپاري.
خاطرې پر خپل ځان لګېدلى جنسي تور رد كړ او د خپلو كړاونو په هكله يې وويل: ((كه پلار مې مور طلاقه كړې نه واى نو زه به چېرته هم داسې در په دره او خاورې پر سر نه وم))
د بلخ د ښځو د چارو رئيسه وايي چې دوى د دهدادي له ولسوال څخه غوښتي چې ژرترژره ورته هغه كس چې خاطره يې له كابله مزار ته راوستې پيدا اودوى ته وسپاري.
د نوموړي په ګومان دغه كس د جوزجان داقچې ولسوالۍ اوسېدونكى دى، خو د نوم په اړه يې څه ونه ويل.
په مزارشريف كې د افغانستان د تعاون مركز مسوول وايي چې په دغه مركز كې د خاطرې په شان ډېرې بې برخليکه نجونې شته دي.
هغه زياته كړه چې دغه مركز په عمومي توګه د بشر د حقوقو په هكله كار كوي او په ځانګړې توګه د هغو مېرمنو په اړه پر كار بوخت دى چې د ټولنې لخوا ورته زيان رسېدلى وي.
د تعاون مركز مسوول په ډاګه کړه چې د ۲۰۰۶ ميلادى کال د مۍ له مياشتې يې په مزارشريف كې په كار پيل كړى چې همدا اوس په كې د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو ۲۸ مېرمنې چې ډول ډول زيان يې ليدلى له دوى سره دي او د ۲۲ مېرمنو ستونزې يې حل كړي او عادي ژوند يې پيل كړى دى.
هغه زياته كړه چې سربېره پر دې يې د شمال د نهو ولايتونو لکه بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان ، فارياب) ۲۷ زره ښځو ته حياتي زده كړې هم وركړي دي.
د تعاون د مركز مسوول په پاى کې وويل چې دغه مركز درې خپرونې تعاون، صدف او په انګليسي ژبه نيوز ريټور هم خپروي چې د مركز دكارونو سربېره هر يوه د بشر د حقوقو ، ښځو او ماشومانو په هكله مطالب چاپوي.