د خيال په شپه كې ساتمه سپوږمۍ غوندې غزل
روڼ غوندې ښـــايسته غوندې جلۍ غوندې غزل
يو څـــــــــــو شــــــــــــډل لــفظونه سره وپييم په مينه
د غره لمن كې جوړه كـــــــــــړم كېږدۍ غوندې غزل
چې تنده د ســــــــــــــــازونو او نغمو كړمه پرې ماته
پر شـــــــــونډو باندې واخلمه شپېلۍ غوندې غزل
ســاده تورو كې ونغاړم رنګين غوندې ښــــــايست
انځور كـــــــــــړمه ګلـــــپاڼو كې غوټۍ غوندې غزل
احساس د شــــــاعرۍ مې شي ملګرى پسې لاړ شم
د قاف له غـــــــره نه راوړم ښـــــــاپېرۍ غوندې غزل
۲۵- ۸- ۱۳۸۲ لمريز
بلخ پوهنتون
13.08.2008
- kho
((كه پلار مې مور طلاقه كړې نه واى ،نو زه به داسې در په دره نه وم.)) دا د هغې نجلۍ ( خاطرې) له سوز او درد څخه ډک غږ دى ، چې لږ تر لږه ۸ كاله كېږي بې كوره شوې او له پنځلسو ورځو راهيسې د بلخ ولايت په مرکز( مزارشريف) كې د تعاون په مركز ( خانۀ امن) کې شپې او ورځې تېروي. ۱۸ كلنه خاطره لوړه ونه او غنم رنګه څېره ل...
13.08.2008
- kho
دخبرو پيل په داسې موضوع وكړئ چې خلك درسره پرې هم نظره وي او وخت پر وخت د نوموړې موضوع بيا بيا يادونه وكړئ. كه امكان ولري نو ووايئ چې زمونږ موخه يوه ده، خولارې مو سره بېلې دي . پيل داسې وكړئ چې مخامخ كس پرته د((هو))له ويلو بله چاره ونه لري. هڅه وكړئ چې مخامخ كس درته ((نه )) ونه وايي، منفي ځوا ب داسې ستونزه را ولاړوي چې ترې ځان خلاصول ستونزمن تمامېږي. كه دك...