دخبرو پيل په داسې موضوع وكړئ چې خلك درسره پرې هم نظره وي او وخت پر وخت د نوموړې موضوع بيا بيا يادونه وكړئ. كه امكان ولري نو ووايئ چې زمونږ موخه يوه ده، خولارې مو سره بېلې دي .
پيل داسې وكړئ چې مخامخ كس پرته د((هو))له ويلو بله چاره ونه لري. هڅه وكړئ چې مخامخ كس درته ((نه )) ونه وايي، منفي ځوا ب داسې ستونزه را ولاړوي چې ترې ځان خلاصول ستونزمن تمامېږي.
كه دكوم كس له خولې څخه يو ځل ((نه )) ووتل نو هغه كوښښ كوي چې تر پايه پورې په خپله ((نه)) ټينګ ودرېږي، دهمدې لپاره بايد له پيل څخه د منفي ځواب پرځاى د مثبت ځواب لاسته راوړلو هڅې وكړو.
بريالي ويوونكي له پيل څخه دثبوت لپاره د مثبت ځواب دلاس ته راوړلو هڅې كوي. همداده چې له هغه څخه اورېدونكي دنفسياتي اعتبار له مخې متاثره كېږي او بيا يې له خبرو سره اختلاف نشي كولى.
كله چې انسان د ((نه )) كليمه ووايي نو دا يوازې د دوو تورو څخه يوه جوړه شوې كليمه نه ده، بلكې د هغه كس پر اعصابو او جسماني نظام باندې په پوره توګه يو منفي تاثير كوي او كله خو بالكل ښكاره او عموماً يو څه جسماني ګډوډ حركتونه تر سره كوي. خو كه چېرې كوم كس د((هو )) لفظ وكاروي نو بيا داسې حالت منځ ته نه راځي ځكه چې په دې وخت كې دهغه كس اعصاب دخپلې خوښې دساتلو لپاره كار كوي.
دخبرو له پيل څخه چې څومره درته مخامخ كس ((هو)) ووايي، هومره به دهغه ((هم نظره )) كول آسان وي.
داډېره اسانه طريقه ده خو ډېرى وخت ورته څوك پام نه كوي.
په عام ډول خلك دخبروله پيل څخه دلوړ احساس له امله دنورو خلكو خاطر نه كوي. سياستوال چې كله دخبرو مېز ته سره كېني نو زر يې تر منځه اختلافونه پيداكېږي.
نو اخر څه ګټه؟
كه هغه چېرې داكار دخپلې خوښې لپاره كوي نو يوڅه مانا لري خو كه داخيال لري چې له اورېدونكي څخه به څه لاس ته راوړي، نو دانفسياتي بې عقل دى.
كه له پيل څخه دكوم ګاك، زده كوونكي، ماشوم، خاوند(مېړه) يادښځې له خولې څخه د(نه) توري ووځي نوپه (هو) يې دبدلولو لپاره د پرښتوپه څېر له صبر اوسكون څخه كار اخيستل په كار دي.
د((ويسټنګ پاوس)) كمپنۍ پلورونكي ((جوزف ايلي سن)) راته كيسه وكړه:
زموږ په سيمه كې يوې كمپنۍ ديوكس دګاك جوړولو لپاره لس كاله هڅې وكړې. ما تر يوځايه كوښښ وكړ تر څو يې په حال ويلو مجبور كړم خو بريالى نه شوم. خو چې كله ما په دې كمنۍ كې كار پيل كړ، نو پر هغه د څو ما شينونو په پلورلو بريالى شوم. ماته مالومه وه كه چېرې يې وركړل شوي ماشينونه خوښ شي نو دڅو سوو ماشينونو غوښتنه به نوره هم كوي، نوهمدا وه چې زه په خپل پلورل شوي مال پوره باوري وم، كله چې زه د ماشينونو له پلورلو څخه يوه اوونۍ وروسته دهغه پوښتنې ته لاړم نو په زړه كې راسره ډېرې هيلې وې خو هلته د ورتګ سره سم مې رنګ ووهه، ځكه چې هغه صيب له پيل څخه وويل: ښاغلى ايلي سن! موږ له تاسو څخه نور مال نه اخلوو.
په حيرانۍ مې وويل: ((ولې؟))
_: ((ځكه چې دا ماشين ډېر زيات ګرمېږ ي، چې لاس مو پرې ولګېږي نوسوزوي يې.))
ماته مالومه وه چې دلته له دليل ويلو څخه څه نه جوړېږي، مخكې به هم زه د دليل ويلو له امله پاتې راتلم.
نو همدا وه چې ما په ((هو )) ويلو صبر وكړ، ومې ويل: (( زه هم له تاسره دامنم كه چېرې ماشين ډېرګرميږي نوبايدچې وا يې نه خلې .له ټاكل شوي معيار څخه بايد زيات ګرم نه شي ،سهي ده كنه ؟))
_ ((همداسې ده.))
هغه له ماسره ومنله، مالومړى ((هو))ويلي و نو زياته مې كړه: (( دموټرو دكمپنيو دګوند په قوانينوكې يې ليكلي دي چې ديو ښه جوړښت اومعياري ماشين دحرارت درجه دكوټې دحرارت درجې څخه ۷۲ درجې فارنهايټ زياته وي، له دې څخه زياته نه.))
_ ((هو، همدامعيار دى خو ستاسوماشين زيات ګرم دى.))
مادهغه خبره په نظر كې ونه نيوله او زياته مې كړه:(( ستاسې دكوټې دحرارت درجه څومره ده؟))
_ ((تقريباً ۷۵ فارنهايټ.))
_ ((نو پر دې ۷۲ درجې فارنهايت زيات كړه، يانې تر ۱۴۷ درجې فارنهايت پورې بايد ماشين ګرم وي، نو اوس تاسې دا ووايئ چې كه په دومره درجه حرارت باندې ګرمو شوو اوبو ته لاس ورغوبه كړئ نولاس به مو وسوزي كه نه؟))
يو ځل بيا د ((هو)) په ويلو مجبورشو.
ما په نرمه وويل: ((نودا به ښه نه وي چې تاسو له ماشين څخه لاس لرې وساتئ؟))
هغوئ راسره ومنله چې زه سهي يم.
بيا دواړو اخوا دېخوا خبرې وكړې، كله چې بېرته تللم نو هغه ماته د نورو ماشينونو اخيستلو لپاره يو لك او څلويښت زره روپۍ راكړې وې.
ما ترڅو كلونو پورې دګوتنيونې اوبحث له امله په سوداګرۍ كې په لكونو روپۍ له لاسه وركړي دي اوهمدا مې زده كړل چې ګوتنيونه اوبحث كول هېڅ ګټه نه لري، دبل كس په زړه خبرې كول او دهغه له خولې څخه د ((هو)) توري ښكل يوه ګټوره او په زړه پورې طريقه ده.
سقراط په انساني خيالاتوكې د يولوى بدلون درامنځ ته كېدو له امله په تاريخ كې مهم ځاى تر لاسه كړى دى.
دهغه دكار كولو لاره كومه وه؟
ايا هغه خلكو ته دا ويل چې ستاسو خبره سمه نه ده؟
نه، بلكې هغه يو صبر كوونكى اوزغموونكى انسان و، دهغه دخبرو كولو لاره دخپل مخامخ كس څخه د((هو)) پر ويلو بشپړه وه.
هغه به داسې پوښتنې كولې چې نه منونكو به هم په (( هو)) سره ځوابولې، تردې چې په پرله پسې توګه به يې د((هو)) له لاس ته راوړلو څخه وروسته داسې پوښتنې كولې چې نه منونكوبه په غيرشعورې توګه دهغه، هغه خيالات هم منل، چې څو شېبې مخكې به يې ورسره اختلاف و.
راتلونكي كې بايد موږ دبل چا غلط ثابتولو څخه مخكې سقراط هېر نه كړو چې پښې ابله به ګرځېد، هغه چې په څلويښت كلنۍ كې ګنجى شوى و او بيا يې د نولس كلنې پېغلې سره واده كړى و، خو پر دې سربېره بايد د هغه دخبرو كولو لارې چارې هېرې نه كړاى شي.
له خپل مخامخ كس څخه په داسې رويه پوښتنې وكړو چې هغه يې د((هو)) ځوابولو څخه پرته بله لاره ونه لري.
يو مشهور چينايي متل د ى:
(( ورو، ورو تلونكى تر لرې ځايه سفر كولاى شي.))
چينايانو تر څوكلونو پورې دانساني فطرت لوستنه كړې ده، دهغوئ په دې وينا د ختيځ والوپوهه ځلېږي ، تاسو هم همدا متل په نظر كې ونيسئ او له نورو څخه دخبرو په پيل كې ((هو)) لاس ته رواړئ .