ذبيح الله احساس

كورنى نوم: بهرام خان

مدني حالت: واده كړى

اولادونه: يوه لور- بلهيكا

استوګنه- بلخ- مزارشريف

 

له ۱۳۷۹لمريز را په دې خوا د شعر د ليكلو له لارې له ادب سره اشنايي او تر دې ورسره مينه چې د ژوند په ټولو چارو كې لومړيتوب وركول..

زده كړې: د بلخ پوهنتون له اينجينري پوهنځي څخه فارغ- ۱۳۸۷لمريز

دنده: په بلخ كې د پژواك خبري اژانس خبريال

له شماله د خپرېدونكې سياسي مجلې (پسرلى) چلوونكى

د شمال د لومړۍ پښتو خپرونې (پرخه) كتونكى

فرهنګي كړۍ: د بلخ ادبي خوځښت غړى

سياسي كړۍ: ويښ ځوان- د ويښ ځوانانو د غورځنګ غړى

چاپ شوي كتابونه:

  • يوه نجلۍ- لنډې كيسې
  • هغه- شعري ټولګه
  • زما له غرونو پناه ياره- ناول/ ژباړه
  • ښكليه كه دا غواړې چې حمزه څه دى- حمزه پېژندنه/ ژباړه
  • دوه ښارونه- نثري ټوټې (د استاد الفت او جبران خليل نثرونه)/ ژباړه

 

له ۱۳۸۲لمريز را په دېخوا له يو شمېر پښتنو ملګرو سره په بلخ ولايت كې د پښتو ژبې د پياوړتيا په موخه د بلخ ادبي خوځښت په چوكاټ كې په فرهنګي هڅو بوخت.

له ۱۳۸۵لمريز را په دېخوا د ويښ ځوانانو د غورځنګ د منځ ته راتګ سره سم دغه غورځنګ ته لار پيدا كول او په دې موخه ورسره ګډېدل، چې د لوى افغانستان د فكر د پاللو او منځ ته راتګ لپاره كار كوي.

وياړنه:د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا د هېواد په كچه د فرهنګي هڅو له امله د ۱۳۸۷لمريز د كال غوره فرهنګيالي په نامه د خوشال بابا په نامه د سروزرو مډال

 

اړيكې:

۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸

Zahsass.2@gmail.com