ليکنې


ويښ ځوانان او ملي وياړونه

په كابل كې د ويښ ځوانانو لخوا د خان شهيد د سيمينار په وياړ د ليندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۰لمريز   ليكوال: ذبيح الله احساس   ويښ ځوانان؛ د يو څنګ ته شوي فكر د بيا ژوندي كېدو په لټه كې له نن څخه څو كاله مخكې د سياسي غورځنګ په توګه راپورته شول. هغه فكر، چې د خوشال بابا او مېرويس نيكه په فكرونو كې يې غځونې وكړې او احمد شاه بابا يې حقيقي تصوير د نړۍ پر هينداره څرګند كړ: له امو تر اټكه د يو افغان خاوره او يو خلك. درست پښتون له كندهاره تر اټكه

31.12.2011 kho

زده كړې د ژوندانه لومړنى ارزښت

ليكوال: ذبيح الله احساس   د نورې نړۍ په پرتله افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې زده كړې پكې په ډېر اسانه تر لاسه كېدى شي. افغانانو ته په وړيا توګه د زده كړو اسانتياوې برابرې شوي؛ خو بيا هم زموږ خلك له د زده كړو په ارزښت هغه ډول پوه نه دي، څومره چې ورته اړ دي. سمه ده، چې زموږ د كلي ښوونځى به ودانۍ ونه لري، كتابونه به پكې كم وي، ښوونكي به يې هم د ښوونې پوره وړتيا نه لري او په مورنۍ

03.12.2011 kho

د ضمير څار پر يو غزل كره كتنه

مومند بابا ادبي بهير اوونيزه غونډه- كره كتنه                          &nb

02.12.2011 kho

راځى! كركټ ملي لوبډلې ته دوعا وكړو.

  كركټ ملي لوبډله نړيوالو لوبو ته د لار پيداكېدو په مزل كې داسې پړوا ته رسېدلى چې د خپلو هڅو او زيار تر څنګ د درنو هېوادواولو دعاوو ته هم اړتيا لري. ملي لوبډلې چې تر دې دمه د نړيوالو لوبو د غورواي په څلورم پړاو كې يې له څلورو شويو لوبو څخه دوه ګټلي او دوه يې بايللي دي، نو كه سبانى لوبه چې له متحده عرب اماراتو سره به وي ونه ګټي نو منزل ته رسېدل به يې له ټكنيتوب سره مخ شي. راځئ! ټول ورته دعا وكړو چې د هېواد د نوم او بيرغ اوچتولو په موخه له كورونو وتي زلميان بريالي ه

07.04.2009 kho

كله چې توره څادري سوځېده

(د هجرت الله اختيار پر ژپاړل شويو كيسو، ليكل شوې سريزه) د هرې ژبې د پرمختګ لپاره تخليق او څېړنه  مهم توكي ګڼل كېږي، خو د دې تر څنګ ژباړه هم د ژبې په بډاينه كې مهم رول لري. ژباړه د فكري لېږدونې يوه ښه وسيله ده او همدا ده چې ژباړن باېد د ژباړې په مسلكي او فني مهارت باندې پوه وي، ځكه چې له همدې وروسته موږ د ژباړې له لارې فكرونه په سهي توګه لېږدولى شوو.خو د پښتو نثر په اوسني ادبي بهير كې د هغو ځوانانو ونډه ډېره تر سترګو كېږي چې وروسته د شعر ليكلو يې په غير مسلكي توګه  نث

19.10.2008 kho

موږ سوله غواړو- په مزاشريف كې د ويښ ځوانانو لاريون

  موږ سوله غواړو، هر افغان د بل افغان ورور دى، زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ، سوله په افغانستان كې سوله د نړۍ په خاطر او ... د ويښ ځوانانو هغه شعارونه دي، چې د وږي په ۳۱ مه، (دسولې نړيواله ورځ)  يې د مزاشريف ښار سركونو كې يو ستر او تاريخي شور جوړ كړى و. د مزارشريف ويښ ځوانان د خپلو نورو ملګرو غږونه چې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو به

24.09.2008 kho

په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وكړئ

  د روان كال په تېره مياشت ( د زمري په ۳۰ مه) ويښ ځوانانو په يوه خبري ناسته كې پر ۲۱ سيپتمبر د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو بهرنيو هېوادونو كې د سولييز لاريون د ترسره كولو خبر وركړ. ويښ ځوانانو له ټولو افغان ځوانانو وغوښتل چې په دغه سولييز لاريون كې ورسره ملتيا وكړي. ۲۱ سيپتمبر په ۲۰۰۱ كال د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. دغه ورځ د اوربند او عدم تشدد د رعايت لپاره ځانګړې شوې، چې د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سو

17.09.2008 kho

((په چينارونو دې لمبې پورې شي)) ته يوه كتنه

هايكو جاپانى شعر دى.د نوموړي صنف شاعران د خپل اواره توب او ګوشه نيشني له مخې د جاپان له نورو شاعرانو څخه بېل دي.يو څه وخت كېږي چې هايكو پښتو ادب ته لاره پيدا كړې ده.كه څه هم ځينې شاعران د وزن له مخې د نوموړي جاپاني صنف په ليكلو تر يو ځايه بريالي برېښي خو په اصل كې چې هايكو كوم روح لري، هغه روح ورته زموږ شاعرانو نه دى وربښلى.هايكو چې په جاپاني ادب كې كوم ازښت لري هغه يې په پښتو ادب كې تر لاسه كړى نه دى، خو بيا هم ځينو شاعرانو نوموړى صنف په طنزيه انداز كې ليكلى دى او دغه ډول هايكو يو څ

21.08.2008 kho

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more