ليكوال: ذبيح الله احساس
د نورې نړۍ په پرتله افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې زده كړې پكې په ډېر اسانه تر لاسه كېدى شي. افغانانو ته په وړيا توګه د زده كړو اسانتياوې برابرې شوي؛ خو بيا هم زموږ خلك له د زده كړو په ارزښت هغه ډول پوه نه دي، څومره چې ورته اړ دي.
سمه ده، چې زموږ د كلي ښوونځى به ودانۍ ونه لري، كتابونه به پكې كم وي، ښوونكي به يې هم د ښوونې پوره وړتيا نه لري او په مورنۍ ژبه د زده كړو اسانتياوې به هم راته برابرې شوې نه وي؛ خو دا هر څه خو په دې مانا نه دي، چې موږ دې زده كړو ته شا كړو. زموږ په خپل ولايت كې داسې ډېرې سيمې شته، چې د زده كړو د اسانيتاو د لرلو په برخه كې له موږ هم وروسته دي؛ خو بيا يې هم اوسېدونكي د زده كړو د تر لاسه كولو لپاره هڅې كوي.
زموږ خلكو لا هم زده كړو ته د نورو اړتياو د پوره كولو په پرتله لومړيتوب نه دى وركړى. كه د زده كړو ارزښت پسې له ښارونو ووځو او كليو ته سر ورښكاره كړو، وبه وينو، چې په كروندو كې د لو او نيال پر مهال به په ښوونځيو كې د ناسوب زده كوونكو شمېر خورا ډېر وي. زموږ مشران ګومان كوي، چې د يوې يا دوه ورځو په ناسوبتيا كې به يې د زوى سبق څه ټكنى شي، ښه ده، چې له ده سره په كرونده كې كار وكړي او په ورځنيو چارو كې يې لاسنيوى وكړي. له همدې مشر مو دا هېره ده، چې د زده كړو په بركت به يې زوى د ټول عمر لپاره د ژوند په چارو كې داسې لاسنيوى وكړي، چې په ټولنه كې به يې هم خورا مثبت اغېز وي.
موږ ډېر وخت د خپلو اړتياوو د نه پوره كېدو پر مهال د ځان پړه هم پر نورو اچوو. كه چېرې په خپله سيمه كې د تېرو ولايتي شورا او ولسي جرګې ټاكنو ته لږ تم شو؛ نو دې پايلې ته رسېږو، چې د خپلې خوښې استازو په ټاكلو نه يوو بريالي شوي. ستونزه هم دلته ده، چې هغه سياسي پوه، چې د ټاكنو پر مهال موږ د سالمې سيالۍ لپاره جوګه كوي، له موږ سره نه وه؛ نو ځكه خو پاتې راغلوو، چې له امله يې نه په ولايتي شورا او نه هم په ولسي جرګه كې خپل استازي لرو.
كه چېرې موږ زده كړو ته د ژوند د لومړني ارزښت په توګه كتلى او په هر حالت كې مو د زده كړو د تر لاسه كولو لپاره هڅې كولى؛ نو لرې نه وه، چې په ورته سياسي حالاتو كې مو د نورو په څېر برياليتوب په برخه واى.
كه چېرې مو لږ تر لږه د تېرو لسو كلونو په ترڅ كې هم د زده كړو د تر لاسه كولو لپاره اړين ګامونه اخيستى واى؛ نو نن به مو د ځان تر څنګ په خپله سيمه كې هم خورا بدلون راوستى واى.
اوس د پخوا په څېر نه ده، چې چا به ليكل او لوستل كولى شول، نو باسواده به شمېرل كېده؛ خو نن هغه څوك چې لوړې زده كړې يې نه وي كړي، په باسوادو كې نه شمېرل كېږي.
د لوى افغانستان د لر او بر پښتنو له تېرو څو لسيزو را په دې خوا زده كړو ته شا كړې، چې د اوسنيو ناخوالو بنسټيز لامل يې ګڼلى شو. د زده كړو د نه كولو له امله له داسې ناپوهۍ سره مخ يوو، چې د ژوند په ټولنيزو، فرهنګي او سياسي چارو كې د كيڼ او ښي او د سپين او تور توپير نشو كولى. همدا ده، چې سربېره پر دې، چې جګړې ځپلي يوو، له جګړې مو زړه تور دى؛ خو بيا هم راباندې تپل كېږي. زموږ په لاسونو كې ځكه ټوپك په اسانه ايښودل كېږي، چې كتاب او قلم پكې نشته. بيا نو د همدې ټوپك د چلولو لپاره هغه شعوري سترګې هم نلرو، چې په دې پوه شو، چې د چا د ژوند د اخيستو تابيا مو كړې ده. په يو او بل نوم سره بېل شوي يوو، چې له همدې امله د كلي او ولايت تر څنګ د ټول هېواد په سياسي، ټولنيز او فرهنګي چوكاټ كې ځان نه وينو. كه چېرې د ژوند په سختو اقتصادي حالاتو كې هم د زده كړو د تر لاسه كولو هڅې وكړو؛ نو لرې نه ده، چې بيا يې هم په اسانه تر لاسه كړو. كه د ښو جامو، ښه خوړو او د ښه كور پر ځاى د ګوزارې تر حده ژوند پر مخ يوسو او د خپلو ماشومانو د زده كړو اړتياوې پوره كړو او هغوى ته اسانتياوې برابرې كړو؛ نو لرې نه ده، چې د ډېر لږ وخت په تېرېدو مو د ژوند نورې اړتياوې هم پوره شي او اولادونه مو هم د دې جوګه كړې وي، چې په خپله سيمه كې د وطن د ابادۍ په خاطر له نورو سره په سياسي او نورو برخوكې سالمه سيالي وكړي.