
لكه اور لكه اوبه راته پكار يې
پوه شوې ياره! څومره ته راته پكار يې
له تا نه پوښتم چې څومره دې پكار يم
خو دا وايم لكه زړه راته پكار يې
تاته نه ګورم خو ستا له لارې ګورم
بس نږدې لكه ليمه راته پكار يې
د مغولو منځ كې اوسم ياره راشه
لكه ننګ د پښتانه راته پكار يې
احساس بدو پسې نه ګرځي ملګريه!
ته كه ښه يې نو ډېر ښه، راته پكار يې
03.12.2011
- kho
ليكوال: ذبيح الله احساس
د نورې نړۍ په پرتله افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې زده كړې پكې په ډېر اسانه تر لاسه كېدى شي. افغانانو ته په وړيا توګه د زده كړو اسانتياوې برابرې شوي؛ خو بيا هم زموږ خلك له د زده كړو په ارزښت هغه ډول پوه نه دي، څومره چې ورته اړ دي.
سمه ده، چې زموږ د كلي ښوونځى به ودانۍ ونه لري، كتابونه به پكې كم وي، ښوونكي به يې هم د ښوونې پوره وړتيا نه لري او په مورنۍ...
03.12.2011
- kho
وخت له افغانانو ډېر د سر سړي اخيستې خو د دسمبر ۲مه، هغه ورځ وه، چې خان شهيد (عبدالصمد خان اڅكزى يې ترې واخيست. راځى چې پر پله يې پل واخلو او د لوى افغانستان د بيا جوړېدو غورځنګ پيل كړو...