(د هجرت الله اختيار پر ژپاړل شويو كيسو، ليكل شوې سريزه)


د هرې ژبې د پرمختګ لپاره تخليق او څېړنه  مهم توكي ګڼل كېږي، خو د دې تر څنګ ژباړه هم د ژبې په بډاينه كې مهم رول لري. ژباړه د فكري لېږدونې يوه ښه وسيله ده او همدا ده چې ژباړن باېد د ژباړې په مسلكي او فني مهارت باندې پوه وي، ځكه چې له همدې وروسته موږ د ژباړې له لارې فكرونه په سهي توګه لېږدولى شوو.
خو د پښتو نثر په اوسني ادبي بهير كې د هغو ځوانانو ونډه ډېره تر سترګو كېږي چې وروسته د شعر ليكلو يې په غير مسلكي توګه  نثر  ته مخه كړې خو ښې نثري بېلګې يې وړاندې كړي دي او همدا ده چې اوسنى ادبي بهير ډېرى ځوانانو ته د يو ښوونځي حيثيت لري.
ما پخپله په زياتره ادبي ناستو كې له استادانو اورېدلي چې د ښه نثر ليكلو لپاره ژباړې ته مخه كړئ، نو ځينې ځوانان پر دې لار روان دي او همدا لاره ماته هم سهي ښكاري.
  (( كله چې توره چادري سوځېده)) د همدې لارې د يو لاروي ژپاړل شوى كتاب دى چې له اردو ژبې څخه يې د دې كتاب د څلورو كيسو پښتو كول لومړۍ تجربه ده، خو ښه ده.
دغه ځوان هجرت الله اختيار نومېږي چې په لغمان كې د ستر نابغه ګل پاچا الفت د كلي اوسېدونكى دى او د ځينو فرهنګي فعاليتونو تر څنګ له همدې سيمې د ((ورښت)) په نوم د يوې مهالنۍ خپرونې د چلولو چارې هم ورپه غاړه دي.
نوموړي هم د ځينو ځوانانو په څېر تر دې دمه د ژوند ډېره برخه په پېښور كې تېره كړې، هلته يې په اردو ژبه لوستل كړي او ښه ورسره اشنا دى. د دې تر څنګ پخپله ژبه د كيسو ليكلو تجربه هم لري او تر يو ځايه يې له تخنكي اړخونوسره بلد دى. 
دغه كيسې يې د ژباړې لومړۍ بېلګه ده خو د يوې داسې موضوع كيسې يې ژباړلي چې په پښتو ادب كې يې تشه  له ورايه ښكاري، د ده په ژباړل شوي كتاب كې ټولې كيسې پوليسي دي، چې په دغه برخه كې موږ د ګوتو په شمار ليكل شوې او يا ژباړل شوې كيسې لرو.
د (( ښځې ويښتان)) په نوم كيسه يې د  پوليسو لخوا د يو قاتل په پلټنه راڅرخي، كيسه د اردو ژبي ليكوال احمديارخان ده چې د مسلمانانو او هندوانو ګډه ټولنه پكې تصويروي.
اختيار كيسه په روانه ژبه ژباړلې ده، پرته له ځينو جملو يې پاتې كيسه داسې نه برېښي چې ژباړل شوې دې وي او د ښې ژباړې يو ځانګړنه همدا ده.
د كيسې يوه برخه را اخلو:
((په ګوته كې د نښتو وېښتانو معما داسې حل كېده، چې هلك كله خپله خور له زاهد سره ليدلې، نو هغه به يې له وېښتانو نيولې وي او د هلك ګوتې به د شانتي په وېښتانو كې تاوې شوې وي. زاهد به يې د خلاصولو هڅې كړې وي، له ستوني به يې خپه كړى وي او له همدې به مړ شوى وي. په همدې كش وګير كې د شانتي وېښتان شكېدلي او د هلك په ګوته كې پاتې دي. زه اوس پوى شوم چې كله د وژل شوي كورته تللى وم، نو شانتي ولې بې پروا وه.))
په دغه كيسه كې لوستونكى تر پايه له يو ډول كشمكش سره مخ كېږي، پر تلوسې سربېره ښه پيل او قانع كوونكى پاى لري. د يوې وژنې د پېښې د څېړلو تر څنګ پكې د مينې څرك هم تر سترګو كېږي. د يو نېك مسلمان ځوان څخه د يوې هندوې پېغلې متاثيره كېدل او تر دې مينتوب چې تر خپل مذهبه هم ور تېرېږي.
دغه ټولې د كيسې هغه خواوې دي چې لوستونكى ستړيا ته نه پرېږدي او ښه  كيسه هماغه وي چې د لوستونكي ورته زړه تنګ نشي او تر پايه يې ولولي.
د يو عام لوستونكي په توګه مې د يادې شوې كيسې دغو اړخونو ته ځكه پام شو او خوند يې راكړ چې  اخيتار يې په ژباړولو كې خواري كړې او تر يو ځايه يې ښې ژباړلې دي.
خو ځينو ځايونو كې يې د ليكوال د جملو پيروي كړې، له كيسې اخيستل شوى پيغام او مطلب يې د دې پر ځاى چې پخپله يې بيان كړي، د هرې جملې پابند پاتې شوى. همدا لامل دى چې ځاى ځاى د كيسو د ځينو برخو ښكاليزه بڼه زيانمنه شوې ده.
هجرت الله اختيار تكړه ځوان دى او ګمان نه كوم چې د همدې كيسو په ژباړلو به بسنه وكړي، هغه به پر پښتو ادب د نورو كيسو د ژباړلو پېرزو هم كوي او ورسره به يې تجربه هم پخېږي.
د (( د ښځې ويښتان)) كيسې سربېره درې نورې كيسې، (( هغه د مسلمان زوى و))، (( غوږوالۍ، دسمال او ګورناتهه)) او (( كله چې توره چادري سوځېده)) د دغه كتاب منځپانګه ده.
تاسو يې هم ولولئ.
په پاى كې ځوان اختيار ته د كتاب د خپراوي د مباركۍ تر څنګ د ده د نورو كيسو د ژپاړلو په هيله.

درنښت
ذبيح الله احساس
مزارشريف
د پرخې او پسرلى خپرونو دفتر
د وري يوويشتمه، ۱۳۸۷ لمريز