ژباړې
پوښتنه او ځواب
پوښتنه : هغه مرستيال چې د لومړي وزير سره مخالف و، ولې يې له ګوښه كېدو څخه وروسته خلف الصدق شو او د يو بل لومړي وزير مرستيال چې پوره اطاعت يې كوه، بې برخې پاتې شو؟
ځواب : د خلف او خلاف تر منځ تجنيس او لفظي مناسبت موجود دى .
پوښتنه : هغه څه دي چې د نېكو خلكو د پاتې كېدو قانون له منځه وړي او د بدو خلكو خوښوي ؟
ځواب : شخصي واك .
پوښتنه : زموږ سياست ولې چپ او د ملت له نظره پټ دى؟
ځواب : دا چې پټ او اريستوكرات روزل شوى دى.
پوښتنه : ولې دولت ته د اعتماد د رايې وركړې غونډه تصويب شوه خو ونه شوه؟
ځواب : هغه چې ښكاره دي نو ويلو ته يې څه اړتيا ده .
...................................................................................................................................................
دغه ليكنه د الفت صيب په مستعار نوم ( نو نويس ) د افغان جريدې د لومړي كال په اتلسمه ګڼه كې په دري خپره شوې ده.
د مرغومي ۶ مه، ۱۳۵۰