په كابل كې د ويښ ځوانانو لخوا د خان شهيد د سيمينار په وياړ
د ليندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۰لمريز
ليكوال: ذبيح الله احساس
ويښ ځوانان؛ د يو څنګ ته شوي فكر د بيا ژوندي كېدو په لټه كې له نن څخه څو كاله مخكې د سياسي غورځنګ په توګه راپورته شول. هغه فكر، چې د خوشال بابا او مېرويس نيكه په فكرونو كې يې غځونې وكړې او احمد شاه بابا يې حقيقي تصوير د نړۍ پر هينداره څرګند كړ:
له امو تر اټكه د يو افغان خاوره او يو خلك.
درست پښتون له كندهاره تر اټكه
سره يو د ننګ په كار پټ او اشكار
خو د زورورې او سپين سترګې نړۍ سترګې دې پتمنې خاورې او ولس ته واوښتې او د وخت په تېرېدو يې په شيطاني كړنو د دې ستر ولس پر سينه كرښه راښكله او په مينځ يې دوه كړل.
كه څه هم د دغه دردېدلي بېلتون څخه وروسته په ټولنيزه او سياسي كچه د لروبر د يو كېدو خورا هڅې وشوې؛ خو لا هم دغه فكر د هر افغان ژوند ناارامه كړى دى.
له خان شهيد او فخر افغان باچاخان څخه راواخله له امو تر اټكه داسې هېڅ ذهن به نه وي، چې د دې كاغذي او مصنوعي پولې (ډيورنډ) د له منځه تلو فكر ورسره نه وي؛ خو
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسېزه دا توري قلمونه
ويښ ځوانان له همدې ټولنې په تش لاس؛ خو له يو سپېڅلي فكر سره يو څه را بېل شول او د همدې نړۍ د شيطانانو پر وړاندې يې د خپلې پرې شوې تنې د بيا پيوند كېدو چغه پورته كړه:
((لراو بر يو افغان))
د همدې فكر د پاللو او ژوندي ساتلو په موخه يې د ځنيو نورو هڅو تر څنګ د لروبر افغان خاورې د وياړونو د نمانځنې او پاللو لاره هم ونيوله، چې يوه ښه بېلګه يې د همدا نن (د ليندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۰لمريز) په كابل كې د لوى افغانستان د نه هېرېدونكي مشر عبدالصمد خان – خان شهيد په وياړ غونډه ده.
پر افغان خاوره د نورو تېرېو تر څنګ يوه د ياد وړ لاسوهنه او شيطاني كړنه د دې خاورې د ژبو له منځه وړل دي. د دې ستر ولس د دوه رسمي ژبو (پښتو او دري) چې په ژبنيز لحاظ سره خويندي دي. د ايران په ګډون ځينې ګاونډي هېوادونه هڅه كوي، چې دغه خپلوي سره وشلوي او دا ټبر له يو بله په ژبنيز لحاظ سره لرې كړي، چې خداى مه كړه سره پردى شي.
ويښ ځوانانو درك كړه، چې دغه لرې والى د لوى افغانستان او د يو افغان د فكر د پاللو پر وړاندې يو خنډ دى؛ نو پر وړاندې يې بې درېغه مبارزه پيل كړه.
د ۲۰۰۸ كال په اوږدو كې يې د هېواد په بېلا بېلو څنډو كې د ملي ترمنالوژي چې په هېواد كې د ټولو ژبو د پيوند نوم وركولى شو، د ننګې په موخه لاريون وكړ او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د ملي ترمنالوژي د ساتنې په موخه جدي هڅې وكړي.
همداراز د همدې كال په اوږدو كې ويښ ځوانانو له افغان كلتوري ټولنو جرګې سره په ګډه پر مورنۍ ژبه د زده كړو د لړۍ د پيل په موخه هڅې وكړې، چې تر ډېر دغو چارو ښې پايلې درلودې.
د همدې هڅو له مخې په كابل كې په زيات شمېر ښوونځيو كې په پښتو ژبې د لوست لړۍ پيل شوه او د هېواد په ځينو ولايتونو كې له زياتو خلكو په مورنۍ ژبه د زده كړو ارزښت ته پام شو.
د هېواد د امنيتي حالاتو په نظر كې نيولو سره لا هم د هېواد حالت په نسبي ډول دې ته نه دى چمتو، چې سرشمېرنه دې تر سره شي. په ځينو سيمو كې حالت سم دي؛ خو په ځينو ځايونو كې بيا امنيتي حالت د دې اجازه نه وركوي، چې سرشمېرنه دې وشي؛ وېره شته، چې د يو قوم حق بل ته وركړل شي او حقيقي سرشمېرنه د پردو تر شا پاتې شي.
نو ويښ ځوانانو د سر شمېرنې پروسې د شنډېدو په موخه هم د افغان كلتوري ټولنو جرګې سره په ګډه هڅې وكړې، چې په ترڅ كې يې په ۲۰۰۸ زېږديز كې، څو زره كسيزه غونډه په كابل كې جوړه كړه او د سرشمېرنې مخنيوى يې وكړ.
له بده مرغه كه مو تاريخ پخپله ليكلى او كه نورو پر موږ ليكل كړي؛ نو موږ يې يوازې د تورې او جنګ جګړو خلك ښودلي يوو، چې له حقيقت څخه لرې خبره ده. افغان كه جګړه هم كړې د اړتيا له مخې يې توره پورته كړې او د ځان تر څنګ يې د سيمې د كرارۍ او سولې په خاطر ټوپك ته لاس كړى؛ خو موږ يوازې د جنګي خلكو په توګه پېژندل شوي يوو، داسې خلك چې له سولې لرې وي.
اصل داسې نه دى، افغانان له پخوا سوله پال و او داسې سرونه يې لرل، چې په نړيواله كچه يې د سولې لپاره هڅې كړي دي.
له ټولو ستره بېلګه يې د افغان په رنګ د ټولې نړۍ د سولې په موخه د فخرافغان باچان خان سوله ايزه مبارزه ده.
په همدې موخه ويښ ځوانانو وپتيله، چې د افغان وياړونو د نمانځنې په ترڅ كې د ۲۰۰۸ كال د سپتيمبر ۲۱ مه، په دې موخه د سولې په نامه ونمانځي، چې افغانان سوله پال دي او سوله غواړي.
په همدې ورځ يې د هېواد او له هېواده بهر د سترو لاريونونو له لارې دوه نارې پورته كړې:
- افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي.
- ۲۰۱۰ زېږدېز كال دې د فخر افغان باچاخان په نامه ونومول شي.
همداراز د ۲۰۰۹ زېږديز په اوږدو كې يو ځل بيا ويښ ځوانانو په ننګرهار كې د فخرافغان پر مزار د ده د پېژندنې او وياړنې په موخه غونډه ونيوه او د بابا پر مزار يې ګلونه كېښودل.
د وياړونو نمانځنه په دې موخه نه، چې په پټو سترګو د خپلو تېر سرونو نمانځنه وكړو، بلكې ويښ ځوانانو پتيلې، چې د خپلو سوله پالو مشرانو پر پلونو به پل ږدي او د لوى افغانستان د بيا جوړېدو لپاره به خپله سوله ايزه مبارزه تر هغې ژوندۍ ساتي، چې سا يې چلېږي.
بيا هم ډاډه يوو او يقين لرو، چې د لوى افغانستان ګوټ ګوټ به د خپلې خاروې د اخيستنې په موخه د ويښ ځوانانو ليكې پياوړې كوي او هغه ورځ به لرې نه وي، چې پېښور ته مو تګ راتګ داسې وي، لكه له بلخه چې كابل ته راځوو.
وخت به راځي چې د هر تن احساس به داسې وايي
افغانستان پوره كول غواړي خيبر نه لري
د لوى افغانستان په هيله
بلخ- مزارشريف