غزل
ذبيح الله احساس
بنګړو سره مستي كه زولنو سره غورځنګ
يه ځوانه ته به غواړي له كوم شرنګ سره ژوندون
زما د لوى كاله د ګلالي پېښور ياره
درځمه او كوم تا غنمرنګ سره ژوندون
بابا اوس د غيرت تعريف په نورو كرښو كېږي
بابا لږ راته وښايه اورنګ سره ژوندون
يو خان د پېښور به راشي لاس به ورته اوږد كړي
كوي به د لرغوني بلخ ملنګ سره ژوندون
اوس پوه دي ستا د تورې كلا سيوري نه جګېږي
راځي راته پرېږدي به ستا قلنګ سره ژوندون
د مرغومي ۳مه، ۱۳۹۰لمريز
پښتونخوا
31.12.2011
- kho
په كابل كې د ويښ ځوانانو لخوا د خان شهيد د سيمينار په وياړ
د ليندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۰لمريز
ليكوال: ذبيح الله احساس
ويښ ځوانان؛ د يو څنګ ته شوي فكر د بيا ژوندي كېدو په لټه كې له نن څخه څو كاله مخكې د سياسي غورځنګ په توګه راپورته شول. هغه فكر، چې د خوشال بابا او مېرويس نيكه په فكرونو كې يې غځونې وكړې او احمد شاه بابا يې حقيقي تصوير د نړۍ پر هينداره څرګند كړ:
له امو تر اټكه د يو افغان خاوره او يو خلك.
درست پښتون له كندهاره تر اټكه...