بابا!
ښه دي و ويلي
اوس زه هم يوازې نه يم
د دې ښار يو څو ځوانان
چې ورو، ورو مې شو ياران
چې به خواته كله راغلل
د پښتون د مركو په شان به ناست وو
ستا د دور د جرګو په شان به ناست وو
يو به غږ كړ:
اې احساسه!
ولې غلى راته ناست يې
ته خو وكړه ها خبرې
ها خوږې لكه شكرې
دوى به غوږ شول
ما به پيل كړلې سندرې
بابا!
ښه دي و ويلي
اوس زه هم يوازې نه يم
اوس مې هغه ټول ياران
بس هر يو لري جانان
اوس چې كله سره كېنو
د پښتون دمركو غوندې را تاو شوو
ستا د دور د جرګو غوندې را تاو شوو
اوس نو دوى هم كړي زما غوندې خبرې
ها خوږې لكه شكرې
اوس نو ټول وايوو سندرې
بابا!
ښه دي و ويلي
كه خوشال سره يې تېر كړل يو څو كاله
دا د غره خټك به واړه شاعران شي
د غبرګولي۵مه، ۱۳۸۸لمريز
لرغونى بلخ
01.07.2009
- kho
دلته هر ځوان د پښتو ژبې كتاب دى
زما ملګرى دى د هر مغل ځواب دى
*بس غوټي پسې وهو په لاس به راشي
له ګوهرو ډك مو مخې ته درياب دى
لار اوږده ده خو منزل ته به رسېږو
يو ځاى تګ كړو پل مو يو بل ته حساب دى
د هغو مشرانو شمېر يو څه كم شوى
چې ويل يې پام كوئ وخ...
15.09.2010
- kho
جاويد څلى- بلخ ادبي خوځښت
په بلخ ولايت كې د وړوكي اختر په وياړ ((اختر د ټولو مبارك شه)) تر سرليك لاندې ستره مشاعره جوړه شوه،
دغه مشاعره د بلخ ادبي خوځښت له لخوا د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په ملاتړ د سلګونو ګډونوالو په ګډون د اختر په څلورمه ورځ (د وږي ۲۲مه) د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد هوټل كې ترسره شوه.
مشاعرې ته د بلخ د ولسواليو په ګډون له كندهار، كابل، غزني او بغلان ولايتونو څخه هم ځيني ليكوال او فرهنګيان راغلي وو.
&nbs...