د kho kho لخوا خپرې شوې لیکنې


بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان لاهم په عربي غږيږي

 د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې مېشتو پخوانيو راغليو عربانو که څه هم خپل عربي رواجونه له لاسه وركړي ، خو لاهم  په  خپل منځ كې په مورنۍ ژبه ( عربي) خبرې كوي . څه  د پاسه ۷۰۰ كورنۍ ، چې د خوشحال اباد او يخدان په نومونودعربانو پخوانيو دوو كليوکې  مېشت دي  وايي ، کله چې افغانستان د حضرت عثمان رضى الله عنه د خلافت په وخت کې فتحه کېده، له خپلو کورنيو سره  له عربستان څخه د اسلام د تبليغ په موخه  راغلي او تراوسه دلته پاتې دي. د خوشحال ا

13.08.2008 kho

دوه ښارونه

زه يوه ورځ ژوند پر خپلو وزرونو كېنولم او د ځوانۍ غره ته يې يوړم. بيا يې ځان ته نږدې وغوښتم او د وروسته كتو اشاره يې راته وكړه. ما چې كله په شا وكتل نو عجيب و غريب ښار مې تر سترګو شو. له هغه ښاره رنګارنګ دود پورته كېده او ورو ورو د هسك په لور روان و. يوې وړې وريځ پرده جوړه كړه او هغه ښار يې زما له سترګو پناه كړ.د لږ وخت چوپتيا څخه وروسته مې ژوند ته وويل: (( ژونده! زه دا څه وينم؟)) ژوند ځواب راكړ: (( دا د ماضي ښار دى. دا ښه وګوره او فكر پرې وكړه.)) ما هغه عجيب و غريب منظر كته. 

13.08.2008 kho

د دولت د نه پاملرنې له امله د بلخ د كوچيانو ډېرى څاروي د مرګ له ګواښ سره مخ دي

له تېر ژمي را په دې خوا د بلخ د كوچيانو په سلو كې نږدې ۴۰ څاروي له منځه تللي او پاتې ۶۰ يې د بېلا بېلو ناروغيو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي، خو لا هم نه دولت او نه  كومې مرستندويه موسيسې له دوى سره مرسته كړې. دغه څرګندونې د بلخ د كوچيانود مستقل امريت امر سيد محمد كوچي  وايي چې د تېر ژمي څخه راپه دې خوا د بلخ د كوچيانو د نږدې ۶ لكه څارويو څخه په سلو كې نږدې ۴۰ له منځه تللي او پاتې ۶۰ يې په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.د هغه په وينا د تېر سخت ژمي او د روانې وچكالۍ له ا

12.08.2008 kho

ماهرانه تېښته

  داسې كسان شته، چې د خبرو كولو په مهارت له دروغو څخه ماهرانه تېښته كوي، يعني نه دروغ وايي او نه رښتيا. دا مطلب مې هغه وخت ذهن ته راغى چې يو پوه ملګري مې راته كيسه كوله .يوه ورځ په يوه جريده كې په مستعار نوم يوه ليكنه خپره شوه چې د ډېرو نظرونه ورته واوښتل. يو له ملګرو مې را څخه پوښتنه وكړه: (( پوهېږې دا ليكنه د چا مال دى؟ ))نږدې و  ځواب كې ورته ووايم چې نه پوهېږم خو زر په دې ورسېدم چې دا ځواب به يو دروغ وي ځكه زه پوهېدم چې دا ليكنه چا كړې ده. دا چې ن

12.08.2008 kho

زما او ستا توپير نو څه دى!

اف بلا وختونه تېر شوللكه سيورى راسره يېته پر ما نه، زه پر تا باندې مين يمچې پېرزو د څښتن وشي او يو څو غيرانه راكړيزه هغه پر تا مصرف كړمپه پيسو باندې دې واخلمنو بيا ټول واك دې زما شيخپلې شونډې پر تا كېږدمشپه او ورځ كې دې څو وارې ښكلومهچې دې څومره ښكلومهستا ژوندون هومره لنډېږيزما بدن هومره دردېږيته زما لاس كې ايره شېزه د وخ

12.08.2008 kho

كه پدرام محاكمه نشي، په ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړو

د بلخ ولايت په مركز( مزارشريف) كې په سلګونو قومي مشرانو او ځينو ګوندونو د غازي امان الله خان په ننګه د لطيف پدرام د وروستيو څرګندونو پر ضد غونډه او  احتجاجي لاريون وكړ چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړل شي نو د ولشمشرۍ په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړي.د ملي كنګرې ګوند مشر پدارم په دې وروستيو كې په يوه تلويزوني مركه كې غازي امان الله خان ته (( پدرلعنت)) ويلي و او پر هغه يې بېلا بېل تورونه لګولي وو.په دغه  غونډه كې د بېلا بْېلو قومونو د مشرانو او مخ

12.08.2008 kho

ژوندپه نوې طريقې سره پيل كړئ!

 كه تاسوخپل كور جوړوئ،دژوند دكړنو تګلاره برابروى اويا كوم نوى كار پيل كوئ نو بايد څه وكړئ؟يقيناً تاسوبه له هر څه مخكې دخپل ژوند امكانات ارزيابي كوئ او بيا به يوه نوې تګلاره برابروئ.  هغه هم داسې تګلاره چې يوازې دكاغذ پرمخ پاتې نه شي بلكې دحقيقت دنيا كې هم تر سترګوشي او بيا به  د ماڼۍ جوړولوڅخه مخكې دهغې تهداب ږدئ.دژوند پروګرام) (program of life تيارول هم همد

12.08.2008 kho

په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې

  يادونه: دغه ليكنه د ۱۳۸۶ لمريز د ادبياتو په څلورم جشن كې د مجيب الرحمان لحاظ لخوا په ننګرهار كې د جشن ګډونوالو ته اورول شوې ده. په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې له ۱۳۸۲ لمريز څخه راپدېخوا په شمالي ولايتونو كې په رسمي بڼه يو شمېر ادبي ټولنې او پښتو خپرونې منځ ته راغلې چې د ادب د لاپياوړتيا لپاره هڅې كوي.د شمال ځوانان وتوانېدل چې پرته له كومو د ياد وړ مرستو ادبي ټولنې جوړې كړي او په لومړي ځل سره ځينې پښتو خپرونې د هېواد له ادبي كاروان سره ملې كړي.

12.08.2008 kho

غزل

غزل ســـــرتوره يوه پېغله يې ملــــــــــــــــګرو ته اوبه وړيد ســــــــرولــــمبو په غېږه كې لښـــــكرو ته اوبه وړياف ! ســـــــــږ كـــال وچكـــالــــي ده بارانونه نه ورېږييو څو ماشــــــــــــومان لــپو كې ګورګورو ته اوبه وړيبيا غرونه غرونه ورېځې وينم ســـــتا په لوري دروميســـــپين غره ســـــتا د غېږې ها نښــترو ته اوبه وړيګـــــــــــودره ! پا

12.08.2008 kho

د روضې چهارشنبه – لنډه كيسه

  نن يې بيا زوى ته وينې اړخ په اړخ اوښتې. دشپې ناوخته راتګ يې د زوى خوى ګرځېدلى و. _((خدايه له دې زوى سره څه چل وكړم. په خبره مې خام پياز  هم نه خوري )) له همدې خبرې سره كوټې ته ننوته او  له ننوتو سره سم يې مېړه  ته پام شو  چې نيمايي بوتل ورته پر مېز ايښى او ګيلاس يې خولې ته كړى. په غوسه يې وويل: ((وخدايه  له

12.08.2008 kho

ساينس او شعري ښكلاوې

لومړۍ برخه: پېژندنه او ښكلاييزه بې پروايي:موږ مړه كېږو او همدا زموږ خوش قسمتي ده. ډېرى خلك يوازې ددې په خاطر له مرګ سره نه مخ كېږي چې هغوئ له سره پيدا كېږي نه. د داسې خلكو شمېر، كه چېرې پيدا شوي واى نو زما ځاى يې نيولى شواى، د عربي دښتو د زراتو له شمېر څخه هم ډېر دى خو هغوئ د نړۍ پر مخ څرګند نه شول. د منلو وړ خبره ده چې هغه خلك چې هېڅ پيدا شوي نه دي په هغو كې به د (( كيټس )) څخه ستر شاعر او د (( نيوټن )) څخه لوى ساينسدان وو. دغه خبرې په دومره يقين سره ځكه كولى شوو چې زموږ (( ډي، ا

11.08.2008 kho

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more