غزل
ســـــرتوره يوه پېغله يې ملــــــــــــــــګرو ته اوبه وړي
د ســــــــرولــــمبو په غېږه كې لښـــــكرو ته اوبه وړي
اف ! ســـــــــږ كـــال وچكـــالــــي ده بارانونه نه ورېږي
يو څو ماشــــــــــــومان لــپو كې ګورګورو ته اوبه وړي
بيا غرونه غرونه ورېځې وينم ســـــتا په لوري درومي
ســـــپين غره ســـــتا د غېږې ها نښــترو ته اوبه وړي
ګـــــــــــودره ! پام چې نجونې مرورې ســــتنې نه كړې
څـــــــــــو تږو لارويــوو مســـــــــــــــاپرو ته اوبـه وړي
احســــاســـــــه نه پوهېږم چې د كوم يو نظر مات كړم
ناپوهه ښــــــكلي هر وخت ســــــترګورو ته اوبه وړي
۱۳- ۷ – ۱۳۸۰ لمريز
پېښور
12.08.2008
- kho
نن يې بيا زوى ته وينې اړخ په اړخ اوښتې. دشپې ناوخته راتګ يې د زوى خوى ګرځېدلى و.
_((خدايه له دې زوى سره څه چل وكړم. په خبره مې خام پياز هم نه خوري )) له همدې خبرې سره كوټې ته ننوته او له ننوتو سره سم يې مېړه ته پام شو چې نيمايي بوتل ورته پر مېز ايښى او ګيلاس يې خولې ته كړى. په غوسه يې وويل: ((وخدايه له...
12.08.2008
- kho
يادونه: دغه ليكنه د ۱۳۸۶ لمريز د ادبياتو په څلورم جشن كې د مجيب الرحمان لحاظ لخوا په ننګرهار كې د جشن ګډونوالو ته اورول شوې ده.
په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې
له ۱۳۸۲ لمريز څخه راپدېخوا په شمالي ولايتونو كې په رسمي بڼه يو شمېر ادبي ټولنې او پښتو خپرونې منځ ته راغلې چې د ادب د لاپياوړتيا لپاره هڅې كوي.د شمال ځوانان وتوانېدل چې پرته له كومو د ياد وړ مرستو ادبي ټولنې جوړې كړي او په لومړي ځل سره ځينې پښتو خپرونې د هېواد له ادبي كاروان سره ملې كړي....