يادونه:
دغه ليكنه د ۱۳۸۶ لمريز د ادبياتو په څلورم جشن كې د مجيب الرحمان لحاظ لخوا په ننګرهار كې د جشن ګډونوالو ته اورول شوې ده.

په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې

له ۱۳۸۲ لمريز څخه راپدېخوا په شمالي ولايتونو كې په رسمي بڼه يو شمېر ادبي ټولنې او پښتو خپرونې منځ ته راغلې چې د ادب د لاپياوړتيا لپاره هڅې كوي.
د شمال ځوانان وتوانېدل چې پرته له كومو د ياد وړ مرستو ادبي ټولنې جوړې كړي او په لومړي ځل سره ځينې پښتو خپرونې د هېواد له ادبي كاروان سره ملې كړي.
په دغه راپور كې د شمال په هغو ولايتونو غږېږو چې تر دې دمه پكې د ياد وړ ادبي او ټولنيزې هڅې شوي دي.

بلخ:
پرخه دوه مياشتنۍ خپرونه:
پرخه د شمالي ولايتونو لومړۍ پښتو خپرونه ده، چې په ۱۳۸۲ لمريز د بلخ پوهنتون د ځينو پښتنو محصيلينو او د همدې پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواك په زيار او هڅو منځ ته راغله. لومړۍ ګڼه يې په اتو مخونو كې په همدې كال له چاپه راووته چې د چلولو چاري يې ذبيح الله احساس سرته رسولې.
پرخه په همدې كچه تر دوه كاله ټكني چاپ څخه وروسته د ځينو پښتون پاله سوداګرو په مالي مرسته چې د لګښت د راپيداكولو چاري يې ښاغلي غلام فاروق خپلواك پر غاړه اخيستې وې، په ۱۳۸۴ لمريز د مجلې په بڼه چاپ شوه.
د يادولو وړ ده چې پرخه د ۱۳۸۵ لمريز څخه راپدې خوا د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په امتياز خپرېږي چې د چلولو چارې يې ذبيح الله احساس او مجيب الرحمان لحاظ پر مخ وړي.

د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه:
په ۱۳۸۳ لمريز د بلخ ولايت ځينې مخور سپين ږيري او روڼ اندي ځوانان په لومړي ځل د يوې جرګې په توګه سره راغونډ شول او په رسمي بڼه يې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې بنسټ كېښود.
دغه جرګه چې تر دې دمه يې حاجي عبدالستار اسحق زى مشري پر غاړه لري، په خپل جوړښت كې لاندې څانګو ته ځاى وركړى:
د ارشاد او دعوت جرګګۍ
فرهنګي جرګګۍ
د شخړو د هوارولو جرګګۍ
او
د اړيكو جرګګۍ
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې تر دې دمه د هېواد د ټول شمال او په ځانګړې توګه دبلخ ولايت په سلګونو خلك جذب كړي او د جرګې د غړيتوب پاڼې يې وركړي دي.
د جرګې سترې لاس ته راوړنې:
په ۱۳۸۵ لمريز، په بلخ ولايت كې د ستر غازي محمد جان خان وردګ د قبر پيدا كول او د اطلاعاتو او كولتور وزارت سره يې ثبتول.
په ۱۳۸۵ لمريز، د بلخ ولايت د بېلا بېلو ولسواليو لسګونو زده كوونكو ته د كانكور د ازموينې د تياري لپاره په مزارشريف كې د اعاشې او اباطې برابرول.
په بغلان، كندوز، سرپل، تخار او سمنګان كې د سيميزو جرګګيو رامنځ ته كول چې لا يې هڅې په لومړني حالت كې دي.
د ۱۳۸۵ او ۸۶ كلونو په اوږدو كې د بلخ ولايت له چارواكو سره د كوكنارو د كر په  مخنيوى كې مرستې هم د جرګې يو له ياد وړ كارونو څخه ګڼل كېداى شي.
جرګه په هرو پنځلس ورځو كې يو ځل په مزارشريف كې غونډه كوي چې په لسګونو مخور سپين ږيري او ځوانان پكې برخه اخلي.
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه ناپيېلي ټولنيزه جرګه ده چې د كوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري او تمويل يې د جرګې د حق العضويت او د رهبري شورا په مالي مرسته تر سره كېږي.
دغه جرګه د ((د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه)) په نوم د عدليې وزارت سره ثبت ده چې ځانګړې تګلاره او كړنلاره لري او د خپل سپېڅلي منزل په لور ورو ورو ګامونه اخلي.

د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير:
په ۱۳۸۴ لمريز د پرخې او پسرلى خپرونو ادارې د ځينو ځوانانو په زيار او هڅو په مزارشريف كې نوموړى ادبي بهير جوړ كړ.
دغه ادبي بهير هره اوونۍ د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې غونډې كوي چې په لسګونو ځوانان  او د پوهنتون محصيلين پكې برخه اخلي.
د بهير د اوونيزو غونډو په لومړۍ برخه كې كره كتنه او په دويمه كې يې مشاعره كېږي چې لا يې د بلخ يو شمېر ځوانان هڅولي دي.

كندوز:
پسرلى ادبي او كولتوري ټولنه:
په ۱۳۸۴ لمريز د كندوزي ځوانانو په زيار پسرلى ادبي او كولتوري ټولنه منځ ته راغله چې هره اوونۍ د كندوز په ښار كې غونډې كوي.
د دغې ټولنې اوونيزې غونډې دوه برخې لري چې په لومړۍ كې يې كره كتنه او دويمه كې يې مشاعره كوي چې په لسګونو ځوانان پكې ونډه اخلي.
همدارنګه ددغه ولايت په امام صيب كې د شپون په نوم، په چاردره كې د څانګې په نوم او په ارچي ولسوالي كې هم ادبي ټولنې په كار بوختې دي چې پنځلس ورځنۍ غونډې كوي او په لسګونو ګډونوال لري.

سنځله مهالنۍ خپرونه:
سنځله مهالنۍ په ۱۳۸۵ لمريز د كندوز ميشتو ځوانانو په هڅو د مجلې په بڼه له چاپه راووته.
د سنځلې د چلولو چاري احمد الله ارچيوال پر مخ وړي چې تر دې دمه يې څلور ګڼې له چاپه راوتې او پنځمه يې د چاپ لاندې ده.
د يادولو وړ ده چې سنځله د كندوز لومړۍ پښتو خپرونه ده.

سوغات مياشتنۍ خپرونه:
سوغات مياشتنۍ خپرونه په ۱۳۸۴ لمريز د كندوز د فرهنګيانو په زيار د هېواد له ادبي خپرنيز كاروان سره يوځاى شوه.
د همدې كال د وري په مياشت كې يې لومړۍ ګڼه د ګل رحيم نيازمند په امتياز چې د چلولو چارې يې عزت الله پامير پر مخ بېولې خپره شوه.
خو ددغې خپرونې چلوونكي د ځينو ستونزو له امله دسوغات د دويمې ګڼې په چاپولو بريالي نشول.

بغلان:
 بغلان ادبي بهير:
په ۱۳۸۳ لمريز د بغلاني ځوانانو په زيار او هڅو د دغه ولايت په مركز ( نوي ښار ) كې د بغلان ادبي بهير بنسټ كېښودل شو.
دغه ادبي بهير په هرو پنځلس ورځو كې يو ځل غونډه كوي چې په لسګونو ځوانان پكې برخه اخلي.
بغلان ادبي بهير په ۱۳۸۴ لمريز د عبدالستار سعادت په زيار يو علمي كتابتون پرانست چې تر دې دمه د سلګونو پوهنيزو، ټولنيزو، سياسي، ادبي او هنري كتابونو لرونكى دى.
دغه كتابتون ته هره ورځ په لسګونو خلك د ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د لوستنې لپاره راځي.

پسرلى درې مياشتنۍ خپرونه:
پسرلى درې مياشتنې خپرونه د شمال ختيځو ولايتونو لومړۍ پښتو خپرونه ده. د دغې خپرونې لومړۍ ګڼه د ۱۳۸۴ لمريز د وږي په مياشت د مهالنۍ خپرونې په بڼه په دولس مخونوكې چاپ شوه او د ۱۳۸۵ لمريز څخه راپدېخوا يې د درې مياشتنۍ مجلې په بڼه خپرونې پيل كړي.
د پسرلى درې مياشتنې خپرونې تردې دمه ۸ ګڼې چاپ شوې او ۹ مه يې د خپرېدو په حال كې ده چې د چلولو چارې يې ذبيح الله احساس او مجيب الرحمن  لحاظ په مخ وړي.

چونغر ادبي بهير:
په ۱۳۸۵ لمريز د پلخمري د يو شمېر روڼ اندو ځوانانو په زيار او د پسرلى درې مياشتنۍ خپرونې د ادارې په هڅو په دغه ښار كې چونغر ادبي بهير په خپلو اوونيزو غونډو پيل وكړ.
ددغه بهير په هر ناسته كې په لسګونو ځوانان برخه اخلي چې تر دې دمه يې په لسګونو غونډې كړي او يو شمېر ځوانان يې را هڅولي دي.

تخار:
په تخار كې هم له يو څه مودې راهيسې د هېواد او اماني بنسټ په نوم فرهنګي ټولنې په كار بوختې دي چې هر يوه يې د كورسونو له لارې د ځوانانو په روزلو كې زيار وباسي او په دوه مياشتو كې يو ځل مشاعره هم كوي چې په لسګونو شاعران پكې برخه اخلي.

په شمالي ولايتونو كې د ځينو شمال ميشتو ځوانانو چاپ شوي اثار:

ستا په ياد وي او كه هېر به دې وي:
د ځوان شاعر عبدالستار سعادت شعري ټولګه ده چې په ۱۳۸۳ لمريز د بغلان ادبي بهير لخوا خپره شوې ده.
يوه نجلۍ:
د ذبيح الله احساس د لنډوكيسو ټولګه ده چې په ۱۳۸۵ لمريز د مدني ټولنې لخوا چاپ شوې ده.
زما د غرونو پناه ياره:
د ذبيح الله احساس ژباړل شوى ناول دى چې په ۱۳۸۶ لمريز د صميم ادبي ټولنې لخوا خپور شوى دى.
دوه ښارونه:
د استاد الفت او جبران خليل نثري ټوټې دي چې ذبيح الله احساس پښتو ته ژباړلي دي، دغه كتاب په ۱۳۸۷  لمريز د مومند خپروندويې ټولنې لخوا خپورشوى دى.