كه تاسوخپل كور جوړوئ،دژوند دكړنو تګلاره برابروى اويا كوم نوى كار پيل كوئ نو بايد څه وكړئ؟يقيناً تاسوبه له هر څه مخكې دخپل ژوند امكانات ارزيابي كوئ او بيا به يوه نوې تګلاره برابروئ. هغه هم داسې تګلاره چې يوازې دكاغذ پرمخ پاتې نه شي بلكې دحقيقت دنيا كې هم تر سترګوشي او بيا به د ماڼۍ جوړولوڅخه مخكې دهغې تهداب ږدئ.
دژوند پروګرام) (program of life تيارول هم همداسي دي لكه دكوم بل كارلپاره چې لارې چارې لټوې. موږ ته په عام ډول دڅوكلونو دضايع كولو څخه وروسته ددغه حقيقيت درك هغه وخت كيږي چې په خپل ژوندكې د شته څيزونو ارزيابي كول، دپروګرام تيارول، دتهداب كېښودل او له ډېرو هڅو وروسته دماڼۍ دجوړولو وخت رارسېږي.
ستاسو دماغي او جسماني ښېګڼې اوتر اوسه مو چې ورڅخه كوم كار اخيستى، ستاسو موروثي ښېګڼې او روزنيزې كړنې اويا هغه مادي وخت په كوم كې چې تاسو اوس ژوند تېروئ يا كار كوئ، دا ټول ستاسو دژوند امكانات دي.
ستاسو پلان داوږدې مودې لپاره هم كېدى شي اودلنډې مودې لپاره هم. يوخو بايد تاسو هغه منزل وټاكئ كوم ته چې تاسو په لس، پنځلس كلونوكې رسېدى شي او بل هغه ځاى كوم ته چې تاسو په راتلونكو څوكلونو كې رسېږئ. ددغه ټاكل شوي منزل انتخاب بايد تاسودخپل شته امكاناتوپه نظر كې نيولو سره وكړئ اودهغه دبنسټ په جوړونه كې بايد ستاسو د امكاناتو نوى والى هم شامل وي په دې توګه به ستاسو د ماڼۍ د ودانولو كار له زړوسامانونو سره پيل نشي. ځينې وخت پر يوځاى دښوېدو يا د پرمختګ د ودرېدولامل د سرمايې يا د وخت د نشتوالي پرځاى دلاروي د كړنو د نېمګړتياو او د هغه د بېځايه مزل له امله وي، په اصل كې دژوند ډېرى نېمګړتياوې زموږ د تنبلۍ او د اسوده توب د خوښولو له امله منځ ته راځي، چې له همدې امله موږ له هغو ژورو تفصيلاتوڅخه ډډه كوو چې د برياليتوب لپاره اړين وي.
راځئ چې خپل ځان د زړه له تله ارزيابي كړو چې موږ څوك يوو، څه شى يوو، چېرته يوو او همداسې له دې بېغورۍ څخه كومې چې موږ راګير كړي يوو، دځان وېستو هڅې وكړو.
خپل ځان وپېژنئ:
دا هم پرخپل ځاى يو حقيقت دى چې له موږ څخه هر يو كس په پوره باور دا احساسوي چې هغه په خپله هغه دى.
تاسواوس همدا ويلى شئ چې له دې پرته هغه نور څه كېدى شي، سمه ده، خوولې دا خبره د ستايلو وړ نه ده! چې په زرګونوانسانانوكې چې له يوې اوږدې مودې څخه يې دځمكې پر كره ژوند تېر كړى يا يې تېروي، هر كس له نورو څخه بېل دى.
له موږ څخه هر يو كس په جسماني توګه تقريباً يو جوړښت لري او د هر كس كړنې دهغه د هيلو اوتاثيراتو په نظر كې نيولوسره جوړې شوي دي چې په نورو كې هم وي. دانساني نسل له حد څخه وتي هم رنګي ( يو شان والى ) دحيرانتيا لامل كېدى شي او موږ دغه حيرانتيا پوره څېز ګڼو. پردې هر څه سربيره دا هم ښكاره ده چې له موږ څخه هر يوكس له نورو سره پر يو شان والي برسېره بيل هم دى. داچې موږ څه شى يوو؟ دا د دوه بېلو، جسماني، زهني او نسبي كرښو له درعمل څخه پرته په ځانګړې توګه زموږ دشخصي تجربو پر تاثراتو باندې ولاړه خبره ده.
په ډېرو نږدې خپلوانو كې هم د هغوئ پيدايښت اوروزنيز حالات ددې مخالفو تاثراتو د تاثير لاندې كېدى شي چې د هغوئ وده با لكل له يوبل سر توپيرولري، دغه حقيقت د يو موراوپلار په اولادونوكې چې هېڅ ورته والى سره نه لري، كتلى شوو.
تاسو په يو وخت كې (( ځان ته)) يو شخصيت هم يې او عمومي هم. تاسو په خپل شخصيت د وياړ كولو پوره حق لري او د نورو د شخصيت په مخ كې د عاجزۍ دښودولو لپاره يو منلى دليل هم لرئ، دا دژوند او مخلوق په ټولوحالتونوكى دجوړه اوصولو يوه پيدا كېدونكې بېلګه ده. تاسو څو امتيازي صفتونو په موروثي ډول ترلاسه كړي دي چې دهغود ودې پر دوران ستاسو حالاتو، ارادي قوت او هوښيارتيا هغه برابر( ښه) كړي دي.
دبېلګې په توګه يو كس په مورثي توګه تنهايي خوښوونكى او د خپه طبعيت درلودونكى وي، كه تاسو د هغه روزنه له مينې لرې په كوم خپه اوزړه تنګي چاپيريال كې ترسره كړ ئ نود هغه دغه خوى لاپخيږي او په راتلونكي ژوند يې اثر كوي او دراتلونكي ژوند يوخوى يې جوړېږي، خوكه چېرې يې روزنه له مينې څخه ډك چاپېريال كې ترسره شي نو دنوموړي كس په دغه بنيادي خوى كې دومره توپير رامنځ ته كېږي چې له هغه څخه يومناسب شخصيت جوړېدى شي.
په نابرابرو وختونو كې هم داسې حالات رامنځ ته كېږي چې په لاشعور كې د بدل اخيستودكړنې په واسطه پر بدې ورثې اوحالاتو مخالف طبعي خوځښت زورور شي، خو ډېرى وخت ددې امكانات وي چې په داسې نابرابرو حالاتوكې ذات والا كس، په دې شرط چې په هغه كې دومره ځيركتوب وي چې هغه له يوڅه مودې وروسته دا احساس كړي چې د كړنوځينې خواوې يې د هغه د پوره او بريالي شخصيت جوړونې پر لاره يو خنډ دي او له دې وروسته كه دهغه ارادي زور دومره مظبوط وي چې هغه خپلې عقلي فيصلې ته دعمل جامو پراغوستلو بريالى شي نو ددې خبرې پوره امكانات شته چې هغه په دې مرحله كې هم دخپلې ورثې اوچاپېريال اثرات برابر(ښه ) كړي.
موږ اوس يو بل څه احساسوو او دا د جبر او اختيار فلسفه ده چې په عمومي توګه د يو بل پرخلاف ښكاره كېږي.
مذهبي اوصوفي مفكرين په عمومي توګه د خپلې ارادې اختياراو فلسفې مننونكي دي. هغوئ وايي چې هر كس دخپلو كړنو پوره زمه واردى، خوماديت خوښوونكي ((materialist ))وايي چې نه يوازې د هركس كړنې بلكې د هغه، هغه خيالونه چې د دغو كړنو لامل ګرځي، دحالاتواوچاپېريال پيدايښت وي.
نوله دې مخې ويل كېږي چې دخپلې ارادې اختيار د ((علم الاخلاق)) ضروري عقيده ده او ((جبر)) دساينس.
ښكاره ده كه چېرې پر شخص باند ې د هغه دكړنو كومه اخلاقي زمه واري نه واى نو د ((علم الاخلاق)) كوم نظام به هم منځ ته نه راته. همداسې دساينس به هم كوم نظام نه پاتې كېده چې بنياد يې ((دعلت ومعلول)) (*) پرقانون نه وي. پردې سربېره موږ يقين لرو چې يو داسې سيمه هم شته چېرته چې دغه ښكاره متضاده فلسفه يوځاى كېږي او زموږ په خيال دغه سيمه دانساني روح سيمه ده. د جسماني اوذهني بېماريو پرته يوداسې ځاى هم شته چېرته چې پر وراثت اوچاپېريال برسېره زموږ شخصي وده د ارادي قوت د ازادو فيصلو پر مخ پاتې راځي. دا پوښتنه پاتې شوه چې داځاى چېرته دى اوڅوك خپله وده ترې كولى شي چې تر دغه ځايه ورسېږي، نودا خبره له حالاتوڅخه زياته په دې كې ښه رانغښتى شو چې موږ خپل ځان څومره پېژنواو د ځان په اړوند په سمه رايې وركولوباندې بريالي كېدى شواو يا نه.
بيا هم ددې خبرې دسمې فيصلې لپاره چې تاسو څوك ياست، تاسو بايد دخپل موروثي خويونو ارزيابي وكړئ. له دې وروسته بايد تاسو خپل بېل چاپېريال او اوسنى حالت وګورئ چې هغه تركومه ځايه ستاسو د موروثي خويونود پوخوالي يا برابرتيا(ښه والي) لپاره كافي دى.
په پاى كې تاسو پرته له دې چې خپل جذبات په نظركې ونيسئ ددې خبرې په دوه برخو كې ارزيابي وكړئ چې ددې ورثې اودچاپېريال دګډوډئ څخه د امكان ترحده پورې داسې شخصيت راپيداكېږي چې په هر لحاظ د ډاډ وړ وي. دانساني ژوند دغه مقام ستونزمن دى چې د پوهېدنې لپاره يې د انساني پيدايښت دنفسياتي كيفيت څخه خبرتيا ډيره اړينه ده.