د kho kho لخوا خپرې شوې لیکنې


د بيان ازادي

پورتنى سرليك مې وليكه خو مخكې له دې چې په سريزه يې پيل وكړم، يا يې نېغ په نېغه شروع كړم، يو ښاغلي دوست مې په خپل راتګ زما د فكر او تصور مزى پرې كړ.هغه پوښتنه وكړه: (( څه دې ليكل؟)) ومې ويل: د ((بيان ازادي سرليك لاندې مې د څه ليكولو اراده درلوده او زړه مې و چې بيا يې خپرولو ته وسپارم.))وې ويل: (( د بيان ازادي د افراط تر حده رسېدلې او زه ترې ښه خاطره نه لرم. ))غو

25.08.2008 kho

غزل

هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــمپه ايينه كـــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــمسپوږمۍ قربان دې شـــمه مستې وړانګې وغزوهپه توره شــــپه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــمباده! پلو ته يې څنډ وركړه چې را وخو ګـــــــــــوريدې لــــــــــوپټه كـې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــمد زړه پتنګ مې ورنږدې شي خو ناګاره كړي ځـانوايي ډيوه كـې يو تصـــــــــوير دى زه يې نه پېژنــــم ۲ – ۵ – ۱۳۸۰ لمريزپېښور

23.08.2008 kho

په چا يو جانان هم بار وي ( نظم)

 څوك يوازې تنهــــــــــا پرېږديچاته څومره ياران وركـــــــــړيڅوك بدرنګ باندې مين شيچاته ښكلى جانان وركـــــــړي څوك هوس پسـې ګــــام اخليڅــــــوك د مـينې په نوم پـاييله چا نورې  رشــــــــــتې پاتېتش د ويــــنې په نـوم پايــــــي د چا يار د چا غــــــــــــــــلام ويد چا يار لـــــــــكه اغـــــــيار ويد چا يوسر ســـــــــل ســــوداوېپه چا يو جـــــــــانان هم بار وي دلـــــــــــــــــــــته كركه حقيقت دهدلـــــــــ

21.08.2008 kho

((په چينارونو دې لمبې پورې شي)) ته يوه كتنه

هايكو جاپانى شعر دى.د نوموړي صنف شاعران د خپل اواره توب او ګوشه نيشني له مخې د جاپان له نورو شاعرانو څخه بېل دي.يو څه وخت كېږي چې هايكو پښتو ادب ته لاره پيدا كړې ده.كه څه هم ځينې شاعران د وزن له مخې د نوموړي جاپاني صنف په ليكلو تر يو ځايه بريالي برېښي خو په اصل كې چې هايكو كوم روح لري، هغه روح ورته زموږ شاعرانو نه دى وربښلى.هايكو چې په جاپاني ادب كې كوم ازښت لري هغه يې په پښتو ادب كې تر لاسه كړى نه دى، خو بيا هم ځينو شاعرانو نوموړى صنف په طنزيه انداز كې ليكلى دى او دغه ډول هايكو يو څ

21.08.2008 kho

مجرم

 

21.08.2008 kho

يو تصوير يو خبره: (۲ )

كه فكر كوى چې غريب ياست نو د دې ماشومې په هكله څه نظر لرئ!

19.08.2008 kho

غزل

څــــــو خـــــوږې خـــــــوږې خــــبرې مې راوړيســـــــندربول يمه ســـــــــــــــــــندرې مې راوړياې د ښـــــــــار پېغلې د غرونو هلك راغلــــــــمپلـــــو ونيســــــه ګــــــــورګـــــــــورې مې راوړيدوې لېمې مې ستړې شوي لاس را اوږد كړهپرې څــــو اوښــــــكې مرغلــــــــرې مې راوړيســــــــتا څېره كې به ځاى نيسي ته يې ګــــورهچـې د بــرنـــد نظـر لـښـــــــــــكـــــرې مې راوړيخوږ نظر او موسكې شـــــــونډې غېږ ته راشهدا يـــو څــــو هيلـې لـــــــــه

19.08.2008 kho

خلك له ځانه سره هم نظري كړئ

  كه غواړئ چې خلك له ځانه سره هم فكره كړئ نو لاندې ټكي په نظر كې ونيسئ._  تاسو له بحث څخه هېڅ هم لاس ته نه شئ راوړى._ د بل چا نظر ته په درنده سترګه وګورئ او كله يې هم غلط مه ثابتوئ._ خپلې تېروتنې ومنئ._ تل دوستانه لهجه كاروئ._ بل چاته د خبرو كولو ډېر وخت وركړئ._ نورو ته خپل نظر داسې څرګند كړئ چې هغه فكر وكړي،ګواكې دا زما خپل نظر دى._ د بل

18.08.2008 kho

يو تصوير يو خبره:

  كه فكر كوى چې ستونزې لرئ او خپه ياست، نو دا خلك وګورئ!  

18.08.2008 kho

لــيلــيه- لنډه كيسه

 داحمد پلار په داسې حال كې چې ليك يې په لاسونو كې اړوه راړوه، دكور په دروازه ورننوت اوپه ډېره ليوالتيايې احمد ته غږ كړ: ((احمده واحمده زويه! ته راشه چې دخان ماما زوى ميرويس له پوهنتونه خط رالېږلى!))ميرمن يې ورغږ كړ: ((احمد خو وښو ته تللى، د څه شي خط دى؟))_ ((نور به د څه شي وي د احمد دنتيجې احوال به يې رالېږلى وي.))  _ ((وئ شكر! زوى مى پوهنتو ن ته كامياب شو، لكه چې خداى مودعاګانې قبولې كړې.))_ ((ليونۍ كېږه مه! زه لا تروسه خبرنه يم. كاشكې مې سبق ويلى واى اوس خوبه م

17.08.2008 kho

پښتانه - غزل

وخت به راشي چې وختونه پښـــــــــتانه شيواړه ژبې او لفظونه پښــــــــــــــــــــــــــتانه شيدســــــــپوږمۍ په څېر وړيا رڼا پېرزو كـــړيدغو شپو ته څراغونه پښـــــــــــــــــــــــتانه شيخير دى خير دى چې ازغو سره يې ژوند دىيوه ورځ به ګلابونه پښــــــــــــــــــــــــــــــتانه شيمــــــــا لــــه ټولې نړۍ خپل كړي ما تنها كړيچې زما د يار يادونه پښـــــــــــــــــــــــــتانه شيزمــــا نظر يې شي مېلــــــمه دسترګو كور كېد جـانان چې سترګكونه پښــــ

17.08.2008 kho

مور

دنړۍ دجنت په خوښوونكو ترانو كې هغه راښكون نه شته اونه له رباب څخه وتونكې نغمې هغه خوږوالى لري. د غرييزو ابشارونو اواز دومره خوښوونكى نه دى اونه سمندري بادونو كې هغه نرمي شته. دڅوارلسمې سپوږمۍ ځلا دومره په زړه پورې نه ده اونه دښائسته ګلانو په ښكلاكې دومره زړه راښكون شته .دې مينه ګركي نوم سره دكايناتو ناز او اداګانې نه پرتله كېږي اوټوله جادو يې د مور دسپېڅلې موسكا په وړاندې داسې ده&nbsp

16.08.2008 kho

چې د كلي يو سړى په تا پېرزو كـــــړم- نظم

  ته د ښـــــــــــــــــــــــــار په رڼاګانو كې رالويهخو زما لا كلـــــــــــيوال غوندې ژوندون دىســــــــــــتا خبرې لـــــــــــكه زما د خيال غزلېتا او نورو كې بس دغه لـــــــــوى بدلون دى زه شرر يم زه ســــــــــــــــــــپرغۍ يم زه لمبه يمتـــه اوبو غــــوندې رڼــه يـــې تـــه چـيــنه يـــېســـــــتا ليدو راته پتنګ غوندې خوى راكړ

16.08.2008 kho

ساينس او شعري ښكلاوې-دويمه برخه

  دويمه برخه :ايا د ژوند په موخه د فكر كولو څخه پرته مړه كېدل حيرانېدونكې خبره نه ده. كه دا خيال يې په فكر كې وي نو څوك به په بستره كې د اخوادېخوا اوښتلو پر ځاى پر كايناتو د غور كولو او ځان د هغه يو برخه محسوسولو باندې سوچ نه كوي؟ شاعره كيتلين رين ( kathleen Raine ) په (( كيمبرج )) كې ساينس لوستى و. په ساينس كې د تخصص د درجې لاسته راوړونكې نوموړې مېرمنې پخپل يو نظم كې دردونكى څرنګوالى داسې بيان كړى دى:. . .Then the sky spoke to me in language clear,familiar as

16.08.2008 kho

له اقراره تر انكاره- لنډه كيسه

  كه څه هم اوس په ښار كې اوسېد خوخويونه يې كليوالي وو . ښايسته توربخنو سترګو به يې هر نظر دځان په لور اړوه . غنمرنګه څېره يې نوي خط وبريت لا په زړه پورې كړې وه. برابرې ونې يې ځواني ته يوډول ښكلاوربښلې وه . تل به يې هڅه كوله چې پرشونډو يې موسكا خوره وي . غوښتل يې د خپل كلي غوندې چاپير يال ځان ته جوړ كړي د خپلو كليوالو ملګرو په شان، ملګري پيداكړي چې زړه خواله ورسره وكړي. خ

16.08.2008 kho

الحق القريب

  د رنګ بدلون بايد د جنس بدلون ونه ګڼو. وريجې كه د لغمان وي او كه د بغلان ،پلو وي او كه چلو، په خوند او رنګ كې به توپير ولري خو پدې كې شك نشته چې دواړه وريجې دي.حكومتونه هم په ښكاره ډول په څېره او خبرو كې توپير لري خو د نوعيت له مخې يو دي او پيدايښت يې له يو جوهر څخه دى. د حكومتونو تګلاره د تورو د طرز او سبك له مخې له يو بل سره توپير لري خو په عمل كې ټول چرګان  يو ډول پښې لري.كه په خبرو باندې ونه غولېږو او د قال څخه حال ته پام وكړو نو په كړنو كې د ټولو حكومتونو ت

15.08.2008 kho

د افغانستان د خپلواكۍ د ورځې ( زمري ۲۸ مه) په وياړ

د افغانستان د خپلواكۍ د ورځې ( زمري ۲۸ مه) په وياړ

14.08.2008 kho

دخبرو په پيل كې ((هو)) لاس ته رواړئ.

  دخبرو پيل په داسې موضوع وكړئ چې خلك درسره پرې هم نظره وي او وخت پر وخت د نوموړې موضوع  بيا بيا يادونه وكړئ. كه امكان ولري نو ووايئ چې زمونږ موخه يوه ده، خولارې مو سره بېلې دي . پيل داسې وكړئ چې مخامخ كس پرته د((هو))له ويلو بله چاره ونه لري. هڅه وكړئ چې مخامخ كس درته  ((نه )) ونه وايي، منفي ځوا ب داسې ستونزه را ولاړوي چې ترې ځان خلاصول ستونزمن تمامېږي. كه دك

13.08.2008 kho

غزل

د خيال په شپه كې ساتمه سپوږمۍ غوندې غزلروڼ غوندې ښـــايسته غوندې جلۍ غوندې غزليو څـــــــــــو شــــــــــــډل لــفظونه سره وپييم په مينهد غره لمن كې جوړه كـــــــــــړم كېږدۍ غوندې غزلچې تنده د ســــــــــــــــازونو او نغمو كړمه پرې ماتهپر شـــــــــونډو باندې واخلمه شپېلۍ غوندې غزلســاده تورو كې ونغاړم رنګين غوندې ښــــــايستانځور كـــــــــــړمه ګلـــــپاڼو كې غوټۍ غوندې غزلاحساس د شــــــاعرۍ مې شي ملګرى پسې لاړ شمد قاف له غـــــــره نه راوړم ښـــــــا

13.08.2008 kho

خاطره: پلار مې در په دره کړم

    ((كه پلار مې مور طلاقه كړې نه واى  ،نو زه به داسې در په دره نه وم.)) دا د هغې  نجلۍ ( خاطرې) له سوز او درد څخه ډک غږ دى ، چې لږ تر لږه ۸ كاله كېږي بې كوره شوې او له پنځلسو  ورځو  راهيسې د بلخ ولايت په مرکز( مزارشريف)  كې د تعاون په مركز ( خانۀ امن) کې  شپې او ورځې تېروي. ۱۸ كلنه خاطره لوړه ونه  او غنم رنګه څېره ل

13.08.2008 kho

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more