دويمه برخه

:ايا د ژوند په موخه د فكر كولو څخه پرته مړه كېدل حيرانېدونكې خبره نه ده. كه دا خيال يې په فكر كې وي نو څوك به په بستره كې د اخوادېخوا اوښتلو پر ځاى پر كايناتو د غور كولو او ځان د هغه يو برخه محسوسولو باندې سوچ نه كوي؟
شاعره كيتلين رين ( kathleen Raine ) په (( كيمبرج )) كې ساينس لوستى و. په ساينس كې د تخصص د درجې لاسته راوړونكې نوموړې مېرمنې پخپل يو نظم كې دردونكى څرنګوالى داسې بيان كړى دى:. . .
Then the sky spoke to me in language clear,
familiar as the heart, then love more near.
The sky said to my soul. ‘You have what you desire!
‘Know now that you are born along with these
cloud, winds, and stars, and ever-moving seas
and forest dwellers, This your nature is.
‘Lift up your heart again without fear,
sleep in the tomb, or breathe the living air,
this world you with the flower and with the tiger share’
 Passion (1943)
ژباړه: او بيا راته اسمان په ښكاره الفاظو كې وويل، لكه زړه راسره اشنا شو او له نږدې يې راسره مينه وكړه. اسمان زما خاورې ته وويل: ته څه هيله لرې! زه اوس پوه شوم چې ته د ورېځو، بادونو، روان سمندر او ځنګليانو سره پيدا شوې يې او همدا ستا طبيعت دى.
يو ځل بيا دې پرته له وېرې زړه ونيسه، په هديره كې ويده شه او يا د ژوند لپاره سا واخله، دا ستا، د ګل او د پړانګ په شريكه نړۍ ده.
عشق ( 1943 )
په پورته بيتونو كې د اشنايي بې كيفي او ښكلايز نشتوالى ښكاري. موږ ته پكې د يو څه نيكي كولو زورونه تر لاسه كېږي چې د وجود څخه پورته د حيرانۍ احساس باندې غالبېږي. ښكاره ده چې له موږ څخه ډېرو ته شاعرۍ داستعداد نه دى وركړل شوى مګر دومره خو كولى شوو چې كله نا كله د غير ښكلايز څرنګوالي د پوهېدنې هڅې وكړو. موږ د ماشومتوب د ورځو څخه وروسته سفر كې زموږ هڅې ورځ په ورځ كمېږي او په تلو تلو كې دويم فطرت جوړېږي. د ژوند د جامد جوړونكي دغسې څرنګوالي مقابله څرنګه كېداى شي؟ كم تر كمه اوس داسې شونې نه ده چې موږ دې د بېلګې په توګه كومې سيارې ته لاړ شوو خو كه موږ ددې خپلې ځمكې كرې ته له يو نوي اړخ څخه وګورو نو د يوې نوې سيارې د ورتګ د څرنګوالي سره به يو څه اشنايي پيدا كړو. د ګلاب ګل او د بورا بېلګې به موږ ته په زړه پورې وي خو ښه دا ده چې موږ په نېغه د كومې بلې سيارې د مخلوق په څېر فكر وكړو. كلونه مخكې ماته د يو ډول سمندري ژوي چې اته پښې او لاسونه لري پر څېړنې بوخت د يو بيولوژي پوه د درس اورېدو موقع په لاس راغلې وه. د هغه له خپلې څېړنې سره سخته مينه وه. هغه د درس پر وخت له اورېدونكو څخه وپوښتل چې ايا هغوى كله squid ( ماهي ته ورته سمندري ژوى ) د رنګ بدلېدو په حال كې ليدلى دى؟ مطلب يې و چې ژوي د هغه لپاره دومره په زړه پوري دي لكه د عامو خلكزو لپاره چې د مريخ اوسېدونكي وي.
ځيني وخت د تلويزون د تصويرونو ښودلو لپاره  ( Light Emitting Diodes ) كارول كېږي. اليكتروني او فلوريسنټ سكرين څخه د جوړ شوي تصويري ټيوپ اپوټه ليډ سكرين د كوچنيو كوچنيو پلپونو څخه تيار شوى وي. له دغو څخه هر بلپ په ځانته ځانته لګول كېدى او مړ كېدى شي. د بلپونو رڼا داسې كمه او زياتېږي چې له لرې څخه ليدونكي ته بېل بېل بلپ نه بلكې يو ګرځېدونكى تصوير ښكاري. د Squid د پوستكي رنګ د ليډ غوندې كار كوي. د سكويډ پر پوستكي د بلپونو پر ځاى په زرګونو كوچني كوچني ځلېدونكي سوري وي. د هر سوري سره يوه نرۍ عضله نښتې وي. د هغه عصبي نظام پر عضلې د كنټرول له لارې د سوري شكل او د هغه د ښكارېدو جوړښت ته بدلون وركوي.
په نظرې توګه دا كېدى شي چې د عصابو پر ځاى د برېښنا مزي ولګول شي او ځلېدونكي سوري د كمپيوټر په مرسته حركت وركول شي، نو د سكويډ پر پوستكي د چارلي چاپلين فلم كتل كېداى شي. په سكويډ كې د كمپيټر پر ځاى دماغ كار كوي. د هغه پر پوستكي د يو بل پسې د روانو رنګينو څپو بېلګې د هغه حالت ښكاره كوي.
ځينې پوهان په زور و شور سره د فكر كولو په عمل باندې كار كوي چې دا پخپل ځاى كې څه شى دى. له دغو پوهانو څخه د عصابو امريكايي پوه ويليم كيلون ( William Calvin ) د يادونې وړ دى. د نورو تكړه پوهانو غوندې ويليم هم پوهېږي چې د فكر كولو عمل د دماغو په كومه ځانګړې برخه كې نه پيداكېږي بلكې د دماغو له سطحې سره ځاى بدلونكې كړنه ده. د دماغو په يوه سطحه كې كېدونكې بوختياوې هڅه كوي چې د څنګ حجرو بوختياوې هم دهغو لاره ونيسي او دا رنګه يو فكر منځ ته راشي. د دماغو د بېلا بېلو سطحو په بېلا بېلو ځايونو كې كېدونكې پوختياوې د نورو نيورانونو په ولكه كې راوستو په خاطر سره سيالي كوي. موږ دغه په تېزۍ سره بدلېدونكې بېلګې نشو ليدى خو كه يو فعال نيوران رڼا وركړي نو ليدل يې زموږ لپاره شوني دي.
كله چې د سكويډ رنګ يو په يو بدلون مومي نو فكر كېږي چې د هغه په خوى كې بدولون منځ ته راغلى او يا يې كوم ملګري ته پيغام لېږدول غواړي. د رنګ د ناڅاپه بدلون لامل، يو خوى... د بېلګې په توګه له ټپي كېدو څخه راواخله  د ځان ساتنې سفر هم كېدى شي.دغه نظر داسې هم څرګندولى شو چې سكويډ خپل پوستكي د فكر كولو لپاره كاروي او د رنګ بدلون يې هم جنسو ته د پيغام رسونې دنده پر مخ وړي. كه دا سمه نه وي چې له پوستكي د فكر كولو لپاره كاروي نو بيا هم د بدلېدونكو رنګونو څپې د پېژندنې احساس د ختمولو لپاره كافي دي.
كه موږ لږ فكر وكړو نو يواځې سكويډ يو عجيبه مخلوق نه دى، د ژورو سمندرونو ماهيان او عام چينجى هم دغه ډول حيرانونكى احساس راپيدا كولى شي. د چينجي په هكله ويلى شو چې د هغه جسامت دوره غټ نه دى.
موږ دغه هر څه د نورو حيواناتو پر ځاى پخپل ځان كې هم تجربه كولى شوو. د نورو ژوو په څېر زموږ د بدن بنسټ هم د يوې حجرې څخه پيل شوى دى. حجره يواځې يوه روانه كڅوړه نه ده بلكې ډېر نرۍ نرۍ پردې هم پكې دي او ډېر زيات واړه واړه كلك جوړښتونه هم لري. انساني بدن له نږدې سل ميليونه حجرو څخه جوړ شوى دى. د دغو حجرو په جوړښت كې د شته نرۍ پردو اندازه په زرګونو مربع ته رسېږي.
دغه پردې د څه لپاره پكار دي؟ په ښكاره خو د حجرې ساتونكي دي او ځانګړى جسامت او شكل يې په يو حال ساتي خو په اصل كې يې دنده ډېره زياته ده. د دغو پردو ډېرى برخه د كيمياوي ماليكولونو د ساتنې كار كوي، د دغې ساتنې سره سره يو مزى ګرځي چې په هره مرحله كې يې د ماليكول جوړونې يوه نه يوه برخه پوره كېږي. د ماليكول جوړونې دغه لړۍ له څو برخو جوړه شوې وي او په يو ځانګړي ترتيب سره پر مخ ځي. دلته به د ورېښمي جامو جوړونې ماشين مثال پر ځاى وي. كه د دغه ماشين نږدوالى ورسره يو څه څرګند كړو نو د ورېښمي جامو جوړونې ماشين د نهه غاښونو درلودنكې ګرارۍ لرونكې پايې خيال پرې كېداى شي. زموږ د بدن ډېرى انرژي پيدا كوونكي ماليكولونه په همدې كې جوړېږي. دغه پايه په يوه دقيقه كې نږدې سل وارې تاوېږي. په هره حجره كې دغه ډول ماليكول جوړونكي ماشينونه د (( مايټو كانډريا)) په نوم شتون لري.
حيرانونكې خبره خو دا ده چې مايټو كانډريا د جحرو په عمومي وېش كې نه تقسيمېږي بلكې له خپله ځانه په خپله شمېره كې زياتوالى راولي. مايټو كانډريا او ځينې نور حجروي جوړښتونه (( باكتريا )) ته پاتې كېږي. په عمومي توګه دا خبره د منلو وړ ده چې دغه جوړښتونه  بيليونونو كاله مخكې پخپله يو ناپيېلى حجروي ژوى و چې د نورو ژوو په حجرو كې دننه شو او يو ګډ ژوند يې پيل كړ. زمونږ انسانانو په هره حجره كې يو ښار اباد دى او په هره حجره كې د باكتريا جوړښتونه دي. موږ ټول د بې شمېره حجرو يوه ستره ابادي يوو. نو ايا زموږ د حيرانېدو د احساس د ختمولو لپاره دغه خبرې بسنه نه كوي!
د خوردبين له لارې موږ د حجرو پردې ليدلى شو او  دوربين موږ ته كهكشان رانږدې كوي. د تصور په سترګو د ځمكې د دورونو ليدل د حيرانۍ احساس د بې حسۍ د لرې كولو يوه بله طريقه ده.
يوه بله طريقه هم شته، فرض كړئ چې زموږ نظر د فوسيل( د لرغونۍ زمانې د حيواناتو او نباتاتو پاتې شوني ) د نندارې پر وخت پر ( trilobite ) لګېږي. په كتابونو كې راغلي چې نږدې ۵۰۰ كله پخواني دي، نو موږ د تېر وخت په اړه هم هغومره لرې پورې فكر كوو خو ناكام پاتې كېږو. زموږ دماغ همدومره وس لري چې د خپل اوسني زوند زمانه تر غور لاندې راولي. زموږ لپاره د سانيو، دقيقو، ساعتونو، ورځو او كلونو په اصطلاحاتو باندې فكر كول اسان دي، د پېړيو په هكله هم غور كولى شو خو چې كله د د لكونو كلونو خبره رامنځ ته شي نو بيا دماغ ځواب راكړي.
هومركارزميه، زيوس، اپالو او د نورو  يوناني ديوتاګانو كارنامې او د پخواني مصري لمري ديوتا( را) داستانونو د سلګونو شاعرانو او اديبانو پر تخيل ازغى لګولى دى. د دوى ليكل شوې هنري ټوټې موږ ماضي ته بيايي خو دغه كړنه د ټرايلوبايټ پر پيمانه نه كېږي. موږ د كلونه مخكې ځمكې د ممكنه خدوخال په اړه تصور كولو څخه تر ډېره عاجز يوو.
موږ انسانانو د خپلې اسانتيا په خاطر تر يو حده پورې د ماضي د كتو لپاره لارې ټاكلي دي خو راځى د خپل ژوند د يو كال تاريخ پر كاغذ باندې ليكو نو ښكاره ده چې دومره ډېره توري به ونه ليكى شو. دا د يو عامې خپرونې كلنۍ كتنه جوړېږي چې په كب په ۲۹ مه، چاپېږي. د هرې مياشتې په برخه كې په ډېره ستونزه څو سانيې راځي.
د هر تېر شوي كال تاريخ پر يو مخ باندې وليكئ، ليكل شوې پاڼې را يوځاى او كتاب ترې جوړ كړئ.
د ګبس كتاب، د روما سلطتنت پرمختګ او په شاتګ ( rice and fall of the roman empire ) د ديارلس پېړيو داستان دى او په شپږ ټوكو كې ليكل شوى دى. كه په دې حساب فكر وشي نو د كتاب لس سانتي متره پېړوالى زر كلونه رانغاړي. د دغې اندازې څخه وروسته يو ځل بيا د خپلو ځمكنيو دايرو كتنې ته ور ګرځوو. موږ پر نږدې ماضي ليكل شوى كتاب پر غولي ږدو او په همدې تاريخي ترتيب ورباندې نور تاريخي كتابون دپاسه ږدو. فرض كړئ چې د موسى عليه السلام په اړه څه ګورو، موږ ته پكار كتاب له غولي څخه نږدې شل سانتي متره پورته په نظر راځي، دغه جګوالى زموږ د بجلكې سره برابر دى...

نور بيا