د رنګ بدلون بايد د جنس بدلون ونه ګڼو. وريجې كه د لغمان وي او كه د بغلان ،پلو وي او كه چلو، په خوند او رنګ كې به توپير ولري خو پدې كې شك نشته چې دواړه وريجې دي.
حكومتونه هم په ښكاره ډول په څېره او خبرو كې توپير لري خو د نوعيت له مخې يو دي او پيدايښت يې له يو جوهر څخه دى.
د حكومتونو تګلاره د تورو د طرز او سبك له مخې له يو بل سره توپير لري خو په عمل كې ټول چرګان  يو ډول پښې لري.
كه په خبرو باندې ونه غولېږو او د قال څخه حال ته پام وكړو نو په كړنو كې د ټولو حكومتونو تګلاره يوه ده چې په دوه كليمو كې رالنډه كېدى شي يعنې (( الحق القريب )). دغو حقوقي اصولو هېڅ وخت په هېڅ حكومت كې بدلون نه دى كړى او نه به يې وكړي.
ځينو كېدى شي په دې اساسي اصولو باندې څه زياتونه كړې وي  چې له دښمنانو سره سختي كول دي. د دنيا او اخرت تفسير په دې دوه تورو كې دى چې له دوستانو سره نرمي او له دښمنانوسره سختي.  زه د كابينې يو غړى پېژنم (( خو هغه ما نه پېژني )) چې دوستان او خپلوان يې لوړو څوكيو ته رسولي او ټول يې لكه هما د خپل وزر لاندې راټول كړي دي .
(( خدايار جانش )) د تابيعينو او تبع تابيعينو لست جوړ كړى او د (( الاقرب فالاقرب )) په اساس يې حق  حقدار ته ورسپارلى .
هغه وايي : (( د (( ذوى القربى )) جمله او د (( والاقربين )) جمله څو ځايه په قرانكريم كې ياده شوې چې زموږ پام د خپلوانو او دوستانو حق ته اړوي او د (( صله رحم )) غوښتنه همدا ده چې په (( ذوى الارحم )) باندې رحم وكړو.))
د هغه له خبرو څخه دي چې هر وخت وايي : (( چې خان په ياران يې. ))
 خوراك همغه دى چې په يارانو يې وخورې. ))
 (( الحق كه كلام الوزير وزير الكلام. ))
.....................................................................................................................................
دغه ليكنه د الفت صيب په مستعار نوم ( نو نويس ) د افغان جريدې د لومړي كال په ديارلسمه ګڼه كې په دري خپره شوې ده.
د ۱۹۷۱ د نومبر ۱۰ مه