دنړۍ دجنت په خوښوونكو ترانو كې هغه راښكون نه شته اونه له رباب څخه وتونكې نغمې هغه خوږوالى لري. د غرييزو ابشارونو اواز دومره خوښوونكى نه دى اونه سمندري بادونو كې هغه نرمي شته. دڅوارلسمې سپوږمۍ ځلا دومره په زړه پورې نه ده اونه دښائسته ګلانو په ښكلاكې دومره زړه راښكون شته .دې مينه ګركي نوم سره دكايناتو ناز او اداګانې نه پرتله كېږي اوټوله جادو يې د مور دسپېڅلې موسكا په وړاندې داسې ده لكه يوه زره چې دلمر په مخ كې هېڅ ښكاري .
دنړۍ ټوله خوښي په هم دې يوه كليمه كې راغونډه شوې اوټوله مهرباني په همدې تورو كې رانغښتل شوې ده. دټولو نېكيو غونډ همدا سپېڅلې هستي ده اود ژوند په مجلس كې يې شتون له هغې نغمې څخه كم نه دى، چې په خاموشه او تيارو شپو كې دهر چا پام د ځان په لور اړوي او له سره يو نوى ژوند وربښي.
مور نعمت دى، يو نه پيداكېدونكى نعمت! بيا بيا موندل يې امكان نه لري. دځمكې غېږ دداسي غميو دبيا موندنې څخه بې وسه ده اواسمان هم داسې پرښتې بيانه رالېږي. هغه خلك ډېر بختور دي چې دداسې نعمت لرونكي دي، په سرونو يې د مور سپېڅلى سيورى دى اود هغې په خوږو، خوږو ساګانو كې رانغښتل شوى جنت ورته يوه لويه پېرزوينه ده.
خو دهغه بدنصيبه به څه يادونه وكړم، چې دمور له مهربانۍ څخه بې برخې وي اودژوند په پسرلي يې له وخته مخكې خزان تېرى كړى وي.