څوك يوازې تنهــــــــــا پرېږدي
چاته څومره ياران وركـــــــــړي
څوك بدرنګ باندې مين شي
چاته ښكلى جانان وركـــــــړي
څوك هوس پسـې ګــــام اخلي
څــــــوك د مـينې په نوم پـايي
له چا نورې رشــــــــــتې پاتې
تش د ويــــنې په نـوم پايــــــي
د چا يار د چا غــــــــــــــــلام وي
د چا يار لـــــــــكه اغـــــــيار وي
د چا يوسر ســـــــــل ســــوداوې
په چا يو جـــــــــانان هم بار وي
دلـــــــــــــــــــــته كركه حقيقت ده
دلـــــــــــــــــــته مينه مجاز شوې
دلــــــــته هر يو زړه بدرنګ دى
بس كــــــــينه ده اغاز شـــــــــوې
۱۳۸۱ لمريز
پېښور _ جلوزو
21.08.2008
- kho
هايكو جاپانى شعر دى.د نوموړي صنف شاعران د خپل اواره توب او ګوشه نيشني له مخې د جاپان له نورو شاعرانو څخه بېل دي.يو څه وخت كېږي چې هايكو پښتو ادب ته لاره پيدا كړې ده.كه څه هم ځينې شاعران د وزن له مخې د نوموړي جاپاني صنف په ليكلو تر يو ځايه بريالي برېښي خو په اصل كې چې هايكو كوم روح لري، هغه روح ورته زموږ شاعرانو نه دى وربښلى.هايكو چې په جاپاني ادب كې كوم ازښت لري هغه يې په پښتو ادب كې تر لاسه كړى نه دى، خو بيا هم ځينو شاعرانو نوموړى صنف په طنزيه انداز كې ليكلى دى او دغه ډول هايكو يو څ...
23.08.2008
- kho
هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــمپه ايينه كـــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــمسپوږمۍ قربان دې شـــمه مستې وړانګې وغزوهپه توره شــــپه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــمباده! پلو ته يې څنډ وركړه چې را وخو ګـــــــــــوريدې لــــــــــوپټه كـې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــمد زړه پتنګ مې ورنږدې شي خو ناګاره كړي ځـانوايي ډيوه كـې يو تصـــــــــوير دى زه يې نه پېژنــــم
۲ – ۵ – ۱۳۸۰ لمريزپېښور...