هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــم
په ايينه كـــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــم
سپوږمۍ قربان دې شـــمه مستې وړانګې وغزوه
په توره شــــپه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم
باده! پلو ته يې څنډ وركړه چې را وخو ګـــــــــــوري
دې لــــــــــوپټه كـې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم
د زړه پتنګ مې ورنږدې شي خو ناګاره كړي ځـان
وايي ډيوه كـې يو تصـــــــــوير دى زه يې نه پېژنــــم
۲ – ۵ – ۱۳۸۰ لمريز
پېښور
21.08.2008
- kho
څوك يوازې تنهــــــــــا پرېږديچاته څومره ياران وركـــــــــړيڅوك بدرنګ باندې مين شيچاته ښكلى جانان وركـــــــړي
څوك هوس پسـې ګــــام اخليڅــــــوك د مـينې په نوم پـاييله چا نورې رشــــــــــتې پاتېتش د ويــــنې په نـوم پايــــــي
د چا يار د چا غــــــــــــــــلام ويد چا يار لـــــــــكه اغـــــــيار ويد چا يوسر ســـــــــل ســــوداوېپه چا يو جـــــــــانان هم بار وي
دلـــــــــــــــــــــته كركه حقيقت دهدلـــــــــ...
25.08.2008
- kho
پورتنى سرليك مې وليكه خو مخكې له دې چې په سريزه يې پيل وكړم، يا يې نېغ په نېغه شروع كړم، يو ښاغلي دوست مې په خپل راتګ زما د فكر او تصور مزى پرې كړ.هغه پوښتنه وكړه: (( څه دې ليكل؟))
ومې ويل: د ((بيان ازادي سرليك لاندې مې د څه ليكولو اراده درلوده او زړه مې و چې بيا يې خپرولو ته وسپارم.))وې ويل: (( د بيان ازادي د افراط تر حده رسېدلې او زه ترې ښه خاطره نه لرم. ))غو...