پورتنى سرليك مې وليكه خو مخكې له دې چې په سريزه يې پيل وكړم، يا يې نېغ په نېغه شروع كړم، يو ښاغلي دوست مې په خپل راتګ زما د فكر او تصور مزى پرې كړ.
هغه پوښتنه وكړه: (( څه دې ليكل؟))

ومې ويل: د ((بيان ازادي سرليك لاندې مې د څه ليكولو اراده درلوده او زړه مې و چې بيا يې خپرولو ته وسپارم.))
وې ويل: (( د بيان ازادي د افراط تر حده رسېدلې او زه ترې ښه خاطره نه لرم. ))
غوښتل مې څه ووايم خو وخت يې رانكړ، خپلې خبرې يې اوږدې كړې او په منځ كې به يې زه پوښتلم خو د ځواب ويلو وخت به يې نه راكوه. ښه ده د هغه خبرې زړه نه تنګوي او يو څه تلوسه هم لري.
ما د يو تېز ليكوال غوندې د هغه ټول توري ونه ليكل مګر د هغه په زړه پورې جملې دا دي :
(( زموږ په ګران هېواد كې د بيان ازادي انتها ته رسېدلې او پرته له اندېښنې او فكر څخه هر څوك چې هر څه وايي ويلى يې شي. په هېڅ  مخكښو هېوادونو كې د بيان ازادي پدې اندازه نه ده او هېڅ ديموكرات هېواد موږ سره د بيان ازادي كې سيالي نه شي كولى.))
د هغه له خبرو څخه دي:
(( لاړ شئ او وګورئ، هلته چې ديموكراسي ځان ته څه وايي څوك ددې جرات نه لري چې د مشرانو په مخ كې په چاپلوسۍ سره د حقيقت خلاف څه ووايي.  مګر دلته دا زړورتيا شته ده. زموږ خلكو د چاپلوسۍ خوى خپل كړى او كوم تاوان يې هم ترې ليدلى نه دى. 
بد ويل او سختې خبرې د اخلاقو له نظره په هر ځاى كې منع دي، مګر زموږ ځينې مشران څه دي چې نه يې وايي. ټول ديموكرات شخصيتونه د دروغو اجازه نه وركوي خو دلته ډېر ويل كېږي او خجالت پرې هم نه كوي. د شريعت له مخې مسلمان ته كافر ويل روا نه دي مګر دلته يې په وار وار ويلي او وبه يې وايي.
كه موږ نه يوو، نو څوك دي چې ناپوه ته ارسطو يا افلاطون، لټ ته كاركوونكى او نالايق ته لايق وويلى شي؟
 يوازې موږ يوو چې له ډېرې مبالغې څخه سپين ته تور وايوو او په رڼا ورځ سپوږمۍ او ستورو ته اشاره كوو. دلته داسې نېك خلك شته چې پرته له فكر كولو څخه  چې څه يې په خوله راځي وا يي يې او دا اندېښنه هم ورسره نه وي چې د كم عقلتوب څخه به عصاب له لاسه وركړي او د بدنامۍ داغ به پرې ولګېږي. ))
ښاغلي دوست مې د بيان ازادي د ثبوت لپاره ډېرې بېلګې څرګندې كړې، وې ويل:
(( كه يوازې په حق ويلو او د حقيقتونو په بيانولو كې نيمګړتيا ولرو او هغه ونه ويلى شو، زموږ ديموكراسي ته څه زيان نه رسوي او زموږ دغه د بيان ازادي بايد د انكار په لوري نه وي.))
......................................................................................................................................................
دغه ليكنه د ( ظ ) په نوم د ولس جريدې د لومړي كال په دويمه ګڼه كې په دري خپره شوې ده. ( ظ) د الفت صيب د مستعار نوم ( ظريف) لنډيز دى.
د غبرګولي ۴ مه، ۱۳۳۰