كه غواړئ چې خلك له ځانه سره هم فكره كړئ نو لاندې ټكي په نظر كې ونيسئ._ تاسو له بحث څخه هېڅ هم لاس ته نه شئ راوړى.
_ د بل چا نظر ته په درنده سترګه وګورئ او كله يې هم غلط مه ثابتوئ.
_ خپلې تېروتنې ومنئ.
_ تل دوستانه لهجه كاروئ.
_ بل چاته د خبرو كولو ډېر وخت وركړئ.
_ نورو ته خپل نظر داسې څرګند كړئ چې هغه فكر وكړي،ګواكې دا زما خپل نظر دى.
_ د بل چا په مسله باندې ديو ملګري په توګه په پوره ايماندارئ غور وكړئ.
_ د نورو له خيالاتو او غوښتنو سره خپله همدردي ښكاره كړئ.
_ د خلكو لوړ جذبات متاثره كړئ.
_ خپل خيالات نورو ته په تمثيلي ډول وړاندې كړئ.
_ د نورو اهليت او استعداد راوپاروئ.
د چارلس شواب د يوې كارخانې د منېجرد لاس لاندې مزدورانو ونه شو كړاى، چې په ټاكلي وخت سره خپل كار په ښه توګه سرته ورسوي، نو چارلس شواب له منېجر څخه وپوښتل: (( څه لامل به وي چې ستاسو غوندې پوه سړى له مزدورانو څخه په كار اخيستلو كې بريالى نه شو؟ ))
منېجر ځواب وركړ: ((زه هڅه كوم په هغوئ ښه كار وكړم خو د ډېر محنت كولو په سپارښتنه ورته نور ستړى شوى يم. له كار څخه د ګوښه كېدو ګواښ هم ورته كوم، خو هېڅ طريقه مې كار نه كوي. بس هغوئ په نه زړه د كار كولو قسم خوړلى دى.))
دغه خبرې ماښام شوې وې او اوس د كار دويم وخت پيل شوى و. شواب وويل: ((ماته يو تباشير راكړه.))
او بيايې له يو نږدې مزدور څخه وپوښتل: ((نن تاسو ټولو څومره ماشينونه تيار كړي دي؟))
مزدور ورته ځواب وركړ: ((شپږ ماشينونه.))
شواب پر دېوال د شپږ ( ۶ ) عدد غټ وليكه او مخې ته يې ورته وليكل: ((د ورځې كار))
كله چې دشپې مزدوران راغلل نو پر دېوال د ليكل شوي عدد او ليكلو مطلب يې وپوښته. دورځې مزدورانو ورته وويل چې نن مشر صيب دلته راغلى و او د ورځې د كار اندازه يې پر دېوال وليكله.
په بله ورځ شواب يو ځل بيا له هماغه ځايه تېرېده چې پر دېوال يې دخپلو ليكلو لاندې د اووه ( ۷ ) عدد غټ ليكل شوى وليد، يانې د شپې مزدورانو ښودلې وه چې مونږ د ورځې له مزدورانو څخه په كار كولو كې تكړه يو.
بيا د ورځې مزدورانو له هغوئ سره سيالي وكړه او په همدې ماښام پر دېوال د لس (۱۰) عدد وليكل شو. همداسې د كارخانې كار ورځ په ورځ ښه كېده.
دغه تګلاره د چارلس شواب له خولې واورئ:
(( په كار كولو كې د نورو سره د سيالۍ رنګ پيدا كړئ. زه د لېونتوب تر حده د پيسو ګټلو خبره نه كوم بلكې د هغې سيالۍ خبره كوم چې دواړه خواوې پكې له يو بل څخه د ښه والي لپاره زيار وباسي.
هو! له يو بل څخه د ښه جوړېدو تكل د يوې غوره سيالۍ حيثيت لري او هره سيالي د غښتلو انسانانو په روح كې يو خوځـښت را پيدا كوي، هغوئ را پاروي چې د ژوند په چارو كې لا پرمختګ وكړي.
د فايټر سټون كمپنۍ بنسټ ايښودونكى، ښاغلى فايټر سټون وايي:
((يوازې د ښې تنخوا په بدل كې تاسو يو ښه كاركونكى په خپله دنده نه شئ ګومارلى. هغه ته خو په كار كې داسې په زړه پورې والي ته اړتيا ده چې هغه يې خوښ كړي.))
هر بريالي كس ته كار لوبه ښكاري. هغه ته په كار كې له چا سره سيالي كول يوه په زړه پورې لوبه ده، په كومه چې ده ته د خپل اهليت او استعداد په وسيله د برياليتوب لاره پرانيستل كېږي.
همداډول هر څوك ځان مهم ثابتولى شي.