يو ځوان د لارې پر سر د سوال كولو لپاره كېناست.
تندرست او قوي ځوان چې ولږې بې حاله كړى و او د سړك پر سر تېرېدونكو ته غزېدلى لاس ناست و. په ډېرې عاجزۍ به يې له خلكو څخه سوال كوه او د خپلې بدمرغۍ كيسې به يې اورولې.
نور يې د ولږې د زغملو وس نه درلود او ژړا يې پيل كړه.
شپې خپل بيرغ ودراوه. د ځوان شونډې وچې او ژبه يې ټپي شوه خو لاس يې د ګېډې په څېر خالي پاتې شو.
اخر پورته شو او له ښاره ووت. چېرته د ونو لاندې كېناست او ښه په سلګو سلګو يې وژړل. سترګې يې چې د اوښكو پردې پرې پرتې وې د هسك په لور ونيولې، په داسې حال كې چې ولږې يې نور په ځيګر چكونه لګول، وويل: (( خدايه! زه د خان خواته د كار كولو لپاره لاړم خو هغه چې په ګډوډ حالت كې وليدم نو له كوره يې وشړلم.
ما د ښوونځي ور وټكاوه خو د تش لاس له امله يې دننه پرې نه ښودم.
يواځې د دوه وخته ډوډۍ لپاره مې كار كول غوښتل خو دا به زما بدمرغي وي چې له دې هم بې برخې پاتې شوم.
له مجبوريته مې سوال كولو ته هڅه وكړه خو يا الله! ستا بندګانو ماته راوكتل او په دې ويلو راڅخه تېر شول: دا خو ښه ځوان جان دى، داسې هډور ته څه وركول ناروا دي.
يا څښتنه! زه مې مور ستا په امر وزېږولم او اوس دادى ستا په قدرتونو ژوندى يم!
نو خلك راته ولې يوه ټوټه ډوډۍ نه راكوي چې هغه هم ستا په نوم غواړم.))
د دردېدلي ځوان په څېره كې بدلون راغى، سترګې يې د لمبو په څېر سرې شوې. پورته شو او له وچو څانګو څخه يې يوه راپورته كړه، د ښار په لور يې ګوته ونيوه او په لوړ غږ يې وويل:(( ما د تندي د خولو د تويولو په بدل كې ژوند وغوښت خو تر لاسه مې نه كړ، اوس به يې د خپلو مټو په زور خپلوم!
ما د مينې په نوم ډوډۍ وغوښته خو انسان راته هېڅ پام ونه كړ، اوس به زه د ظلم او بغاوت په نوم ډوډۍ څه چې ډېر څه تر لاسه كړم او هغوئ به يې په راكولو مجبورېږي!))
يو څه وخت تېر شو.
ځوان به د امېلونو لپاره برابر سرونه پرېكول او د خپل حرص ودانۍ جوړولو لپاره به يې پرله پسې روحونه له منځه وړل، تر دې چې دولت يې بې اندازې ډېر او زړورتيا يې عامه شوه. د هېواد بدورږو به خپل اتل ګڼه او د دولت كاركونكي به ترې ډارېدل.
اخر باچا په هماغه ښار كې خپل استازۍ وټاكه، د خپلو نږدې خلكو په ډله كې يې حساب كړ او د امارت يو منصب يې وروبښه.
انسان په همدې ډول په خپلې كنجوسۍ له مسكين څخه بدمعاش او په سخت زړيتوب له امن خوښونكي څخه وژونكى جوړوي.