داحمد پلار په داسې حال كې چې ليك يې په لاسونو كې اړوه راړوه، دكور په دروازه ورننوت اوپه ډېره ليوالتيايې احمد ته غږ كړ: ((احمده واحمده زويه! ته راشه چې دخان ماما زوى ميرويس له پوهنتونه خط رالېږلى!))
ميرمن يې ورغږ كړ: ((احمد خو وښو ته تللى، د څه شي خط دى؟))
_ ((نور به د څه شي وي د احمد دنتيجې احوال به يې رالېږلى وي.))
_ ((وئ شكر! زوى مى پوهنتو ن ته كامياب شو، لكه چې خداى مودعاګانې قبولې كړې.))
_ ((ليونۍ كېږه مه! زه لا تروسه خبرنه يم. كاشكې مې سبق ويلى واى اوس خوبه مې داخط لوستلاى و.))
_ (( ښه ځه خير، دغه ارمان دې خداى په زو ى پوره كړه، زما زړه دربېږ ي، احمد به خدايزده له كله راشي، لاړ شه ماجت كې به يې ملاصيب درته ولولي.))
_ (( ښځې! رښتيا دې وويل، هملته به لاړشم.))
داحمد پلار لاروان شوى نه و چې احمد له پنډ وښو سره دكور پر وره ننوت. مور يې د هغه په ليدو غږ كړ: (( شكر زوى جانه چې راغلې، زر دې پنډ كېږده چې له پوهنتونه درته ميرويس خط لېږلى.))
احمد چې دپوهنتون نوم واورېد نوستړيا يې هېره شوه اودمور وپلار په لور يې منډه كړه، وې ويل: (( خط چېرې دى؟))
پلاريې وويل: (( هه! واخله زويه دغه دى، زر يې ولوله، ژما خو ورته ډېره سودا ده.))
احمد په ډېرې ليوالتيا ليك پرانيست اوله ځانه سره يې زر ، زر په لوستلو پيل وكړ . احمد لا ليك لوسته چې مور يې پرې غږ كړ: ((زويه په زوره يې ووايه چې موږ يې هم واورو.))
خواحمد هماغسې دليك په لوستلو اخته و چې پلار يې هم ورغبرګه كړه: (( زويه څه يې ليكلي، كامياب شوى يې كنه!))
دپلار دپوښتنې سره سم يې احمد د ليك دې جملې لوستلو ته ورسېد: (( په دوه سوه دري پنځوس نمرو د بلخ پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي ته كامياب شوى يې، مباركي درته وايم، څومره زر چې كولاى شي پوهنتون ته راشه.))
د احمد په رنګ كې سورخي پيدا شوه او مور ته يې كړه: ((ادې! زه دحقوقو پوهنځي ته كامياب شوى يم.))
_ ((وى زويه! سرلوړى اوسې، څنګه ښه زيرى دې راباندې وكړ. خداى دې تل كامياب لره، خو زويه پدې حقوقو دې پوه نه شوم.))
_ ((ادې جانې! حقوق چې څوك ووايي نو بيا ترې والي جوړېږ ي، ولسوال، څارنوال، دغه خلك ترې جوړېږ ي.))
پلار يې ور زياته كړه: (( ښه، زويه جانه! دا خو بېخي ښه ده، خو ته به دې مالېمانو (معلمانو) ته وايې چې له تاسره ښه كوښښ وكړي.))
_ ((پلار جانه! هلته بايد سړ ى خپله كوښښ وكړي.))
مور يې كړه: ((بس هرڅنګه چې كېږي، چې له خيره سره د بغلان په نوي ښار كې راته ولسوال شي، نو بيا به دې كاكا ته هم په جګو سترګو د تورپېكۍ غوښتلو ته ځم.))
دتورپېكۍ دنوم له اورېدلو سره احمد ته د نن څخه يوكال مخكې هغه خوږې شېبې ور په زړه شوې چې دكاكا كور يې د هجرت څخه وروسته بېرته وطن ته راستون شوى و . دا هماغه شېبې وې چې د احمد زړه كې يې يو ستر ارمان ته ځاى وركړى و، د تورپېكۍ ښايستوكې څېره يې په لومړي ځل تر سترګوشوې وه اودمينتوب ترحده رسېدلى و.
خودغه هيله يوازې داحمد په زړه كې نه وه، بلكې داحمد پلار هم غوښتل چې خپله ورېره يې نګور جوړه شي. همدالامل و چې د ورور دكور دځاى پرځاى كېدوڅخه يې يو څه موده وروسته د خپلې مېرمنې سره د تورپېكۍ د ريبارۍ لپاره ورغلى و. د تورپېكۍ پلار ورته ((نه)) نه و، ويلي خو د (( هو)) څخه يې وړاندې د احمد په پلار شرط ايښى و چې تر هغې يې زوى پوهنتون نه وي لوستى، لور به ورنكړي.))
همدا وه چې پر احمد سربېره يې ټوله كورنۍ برياليتوب ته خوشاله وه.
د احمد پلار د خپل كور ورځني لګښتونه دخپلو غواګانو د شيدو د پلورلو له لارې ايله ايله پوره كول.
د زوى د پوهنتون لګښت ورته يو څه دروند بار ښكارېده. له خپلې مېرمن سره پرې د مشورې كولو سر بېره كومې نتيجې ته ونه رسېد.
احمد دشپې خپله غوټه برابروله ترڅو سهار وختي پوهنتون ته روان شي. مور يې ورسره د څيزونو په برابرولو كې مرسته كوله او پلار يې څنګ ته ناست و او د زوى دپوهنتون د لګښت په فكر كې و، ترې ويې پوښتل: ((زويه! يو ځل به دې معلومات كړى و چې پوهنتون كې دې د مياشتې څو افغانيو ته ضرورت دى چې يوه لاره خو ورته وسنجوو.))
احمد په موسكا ځواب وركړ: ((پلاره په پوهنتون كې دومره لګښت نه راځي.))
_ ((څنګه نه راځي زويه! خوشې خو نه ويل كېږي.))
_ ((نه مطلب مې دا و چې په پوهنتون كې خو ليليه وي كنه.))
پلار يې غلى و. احمد وزياته كړه: ((په ليليه كې ډوډۍ، برق، كوټه او هر څه وي نور دومره مصرف نه راځي.))
مور يې چې داحمد جامې په بېك كې ايښودلې ورغږ كړ: (( ځه شكر دى زويه! د پلار دې ورته ډېره سودا وه.))
او بيا يې مېړه ته وويل: ((اوس خو ډاډه شوې!))
د احمد پلار وويل: (( ځه! خداى دې همداسې كړي.))
په سبا يې پلار له احمد سره تر سړك پورې لاړ او پوهنتون ته يې رخصت كړ چې كله بېرته راستنېده، نو دكور د وره تر څنګ يې د ميرويس مشر ورور علي جان وليد. د احمد پلار له علي جان سره ستړې مشې وكړه او حجرې ته يې بوته. د حال احوال له پوښتنې څخه وروسته علي جان وويل: ((كا كا مبارك موشه زوى مو پوهنتون ته بريالى شو.))
_ (( خير يوسې كوردې ودان خوته څنګه خبر شوې!؟))
_((ميرويس سره مې څه كار و زنګ مې ورته وهلى و هغه راته وويل، راغلم مالې مباركي دركړم.))
_ ((زويه سرخ رويه اوسې.))
علي جان له يو څه ناستې وروسته د تلو وويل او ورسره يې زياته كړه : (( كا كا! احمد پوهنتون ته لاړ نو ضرور به څه پيسو ميسوته اړتيا وي، موږ درته هر وخت ولاړ يوو، يوازې غږ كوه!))
داحمد پلار ورته په نرمه لهجه وويل: ((خداى دې درسره ښه وكړي، والله اول خو زه هم يو څه وارخطا وم خو وروسته راته احمد وويل چې په پوهنتون كې ليليه وي او په ليليه كې هرڅه راكوي.))
_ (( بيا هم كاكا كه پيسو ته مو ضرورت شو نو بې دريغه به يې راته وايي.))
_: (( نه نه بچيه پوهېږم هر وخت مو لاس راكړى، احمد ويل چې ليليه كې دومره پيسوته ضرورت نه شته او د كور روزګار د خداى په فضل روان دى.))
_ ((ښه نو زه درنه ځم.))
داحمد پلار مخكې له دې چې مخه ښه ورته ووايي وويل: ((زويه! لږ پام كوئ كار مو يو څه خطر لري خداى مكړه ونه نيول شئ.))
علي جان په تلو تلو كې وويل: (( كاكا ته دوعا كوه، ټوله دنيا د تارياكو قاچاق كوي.))
له همدې سره يې خداى په امان وويل اوروان شو.
احمد په پوهنتون كې د ميرويس په مرسته په دوه ورځو كې د داخلې كارونه بشپړ كړل او دليليې په كار يې پيل وكړ . سږ كال دلوړو زده كړو وزرات بلخ پوهنتون ته د دوه سوه محصيلينو دليليې مكتوب رالېږلى و چې پكې د حقوقو پوهنځي ته د اوولسو محصلينو برخه رسېدلې وه چې دكانكور په ازموېنې كې د لوړو نمرو په نظر كې نيولو سره هغه څوك چې دليليې وړ دى ونيول شي. د حقوقو پوهنځي د كانكور دنمرو په نظر كې نيولو سره اوولس محصلين ليليې ته ونيول چې د اوولسم محصل نمرې دوه سوه څلورپنځوس وې او احمد په دوه سوه دري پنځوس نمبرو نوموړي پوهنځي ته بريالى شوى و نو همدا وه چې له ډېرو منډو ترړو څخه وروسته هم له ليليې څخه پاتې شو.
احمد چې د اقتصادي ستونزو له امله ورته له ليليې پرته پوهنتون لوستل ناشوني برېښدل او د ژوند ډېرې هيلې ورته په لوړو زده كړو پورې تړلې ښكارېدې، نه پوهېد چې څه وكړي. له ډېر فكر كولو وروسته دې نتيجې ته و رسېد چې پوهنتون نه شي لوستلى اوبېرته به كورته ځي.
احمدمخكې له دې چې كورته لاړشي په اخري ځل يې له ميرويس سره مشوره وكړه ميرويس له يو څه سوچ اوفكر څخه وروسته وويل: ((هيڅ خبره نه ده، ته بايد تاجيل واخلې.))
_ (( نو تاجيل به څه ګټه وكړي، يوكال وروسته چې راځم بيا به هم همدا خبره به وي.))
_ ((سمه ده، همدا خبره به وي خوتا به په دې يوكال كې ډېر څه كړي وي.))
_ ((ته د مړې ګېډې پارسي وايې، په يوكال كې هېڅ هم نه كېږي.))
_ ((ګوره ماسره يوه لاره شته.))
_ ((څرنګه لار؟))
ميرويس په احمد ومنله چې هغه به دده له ورونو سره يو كال د تارياكو د قاچاق كار كوي. په يو كال كې به دومره پيسې وګټي چې څلور كاله به پرې ښه په مستۍ پوهنتون ولولي. د ميرويس مشوره ورته په زړه پورې ښكاره شوه او له تاجيل اخستلو وروسته كورته روان شو. په كوركې يې د پلارله مشورې وروسته د ميرويس له ورونوسره د تارياكو د قاچاق كار پيل كړ احمد په پيل كې دميرويس له ورور علي جان سره څوپېرې همداسې وكړې چې په كار كې يې ښې سترګې سرې شوې نو دعلي جان څخه يې د يو څو افغانيو د پور ولو څخه وروسته له همدوئ سره په ګډه كار پيل كړ او ځينې وخت به يې يوازې پېرې هم كولې.
احمد په خپل كار كې ورځ په ورځ ښه كېده، په ځان يې شپه او ورځ يوه كړې وه او خپل كار به يې كاوه . تر دې دمه يې دكور اقتصادي ستونزې په كافي اندازه پاى ته رسولې وې.
احمد له كوره د مزارشريف په لور وخوځيد تر څو له هغه ځايه د تارياكو پېره كابل ته وكړي.
د احمد له تګ څخه وروسته څلور شپې وتلې وې خولا كور ته نه وراغلى مور يې پرېشانه وه مېړه ته يې وويل: (( له علي جان دوئ نه به دې پوښتنه كړې وه چې احمد څنګه راښكاره نه شو.))
مېړه يې وويل: ((علي جان نه شته، لكه چې چېرته يې پېره كړې ده، دومره وارخطا كېږه مه رابه شي.))
_ ((خو هغه ويلي و چې د درې شپوخبره ده، دادى څلور شپې يې شوې او پينځمه راروانه ده.))
_ ((ځه! اوس خوناوخته دى سبا به يې زه پوښتنه وكړم.))
سبا لا د احمد پلار له كوره وتى نه و، چې د كور دروازه يې ټك ټك شوه چې كله ور ووت ګوري چې علي جان دى. دواړه حجرې ته راغلل مخكې له دې چې داحمد پلار ترې پوښتنه وكړي، علي جان وويل: ((كاكا احمد په كاركې ښه تكړه شوى و خو نه پوهېږم چې څه ټكه راولوېده.))
د احمد پلار په وېره وويل: ((ولې خيريت خو به وي!))
علي جان ځواب وركړ: ((په دوشي كې نيول شوى دى.))