لومړۍ برخه:

پېژندنه او ښكلاييزه بې پروايي:
موږ مړه كېږو او همدا زموږ خوش قسمتي ده. ډېرى خلك يوازې ددې په خاطر له مرګ سره نه مخ كېږي چې هغوئ له سره پيدا كېږي نه. د داسې خلكو شمېر، كه چېرې پيدا شوي واى نو زما ځاى يې نيولى شواى، د عربي دښتو د زراتو له شمېر څخه هم ډېر دى خو هغوئ د نړۍ پر مخ څرګند نه شول. د منلو وړ خبره ده چې هغه خلك چې هېڅ پيدا شوي نه دي په هغو كې به د (( كيټس )) څخه ستر شاعر او د (( نيوټن )) څخه لوى ساينسدان وو. دغه خبرې په دومره يقين سره ځكه كولى شوو چې زموږ (( ډي، اين، اې )) چې څومره خلك پيدا كولى شول په اصل كې له شته خلكو څخه څو برابره زيات دي. زما او ستا د پيدا كېدو ډېر كم امكانات وو خو بيا هم پيدا شوو او اوس دلته شتون لرو.
د اخلاق او الهياتو ماهرين ګمان كوي چې روح د نطفې د تم كېدو پر وخت منځ ته راځي، همدا لامل دى چې د هغوئ په نظر دا شېبه ډېره مهمه ده. كه زما په شان تاسو باندې هم دغه خبرې تاثير نه كوي نو د خپل پيدايښت څخه نهه مياشتې مخكې شېبې باندې غور وكړئ، كله چې ستاسو د قسمت له ټولو غوره فيصله شوې وه. هغه شېبه چې ستاسو شعور كې يې انقلابي بدلون راوست او دا د ثانيې د لومړۍ زرمې برخې په پرتله په ټرېلينونو ځله ډېره كارګره شوه، خو اوس ستاسو جنين له ډېرو ستونزو سره مخ كېدونكي دي. ډېرى نطفې د تم كېدو څخه څو شېبې وروسته له منځه ځي او ميندې پرې هم نه خبرېږي. خودا زما او ستا خوش قسمتي ده چې له دې شېبې هم روغ ووتوو. غبرګوني ماشومان د هګيو له باروري څخه وروسته بيلېږي. ددې لوستنه ثابتوي چې د كس تشخيصول يوازې د جينينو معامله نه ده. د يو كس د نطفې تم كېدل په اصل كې په يوې ځانګړې هګۍ كې د يو ځانګړي تخم د ورننوتلو كړنه ده. د دې ځانګړې كېدنې د كېدو امكانات تر ډېره كم وي خو يو ځل چې نطفه ودرېږي نو منطقي منزل ته يې د رسېدو امكانات كافي ډېرېږي.
د يو ځانګړي كس په څېره كې د پيدا كېدو دوره د نطفې د تم كېدو څخه مخكې پيل كېږي. له ټولو مخكې خو د مور او پلار په څېره كې د پيداكېدو امكانات ډېر دي او ددوي په تېر وخت كې د دوه ځانګړو جوړو نږدې والى لرې خبره ده. همداسې دا لړۍ له شاته څخه د شاته په لور روانه وي. (( مورس )) د خپلو ليكل شويو سوانحو ((Animal days )) ۱۹۷۹ چاپ، پيل داسې كوي:
((دا كارونه ټول نپولين پيل كړي وو. كه هغه شروع كړي نه واى نو ما به اوس دغه توري نه ليكل. په ((Peninsular )) جنګ كې د هغه مرمۍ زما د غور نيكه مټ له منځه وړى و او له دې سره زموږ په كورنۍ كې انقلابي بدلون راغلى و.))
مورس موږ ته په تفصيلي توګه وايي چې د هغه نيكونو كومې كومې لارې خپلې كړې او د هغوئ بېلابېلې هڅې څرنګه بريالۍ نه شوې. هغه دا خبره كول غواړي چې خپل ذات ته د يو ځانګړي رنګ په وركړه كې د هغه هېڅ لاس نشته. په يقيني توګه د هغه د وجود لامل نپولين دى. زما او د ډېرو نورو خلكو همدا خيال دى چې نپولين هېڅ داسې مجبوري نه درلوده چې هغه دې د ((ډيسمنډ مورس)) پر قسمت د مهر لګونې لپاره په (( جيمز مورس)) ډز وكړي.د نپولين خو غټه خبره ده، د ((ازمنا وسطا)) يو معمولي كروندګر (( چينهك))، كه د معمولي بدلون څخه تېر شوى  واى نو د هغه، هغه اولاد به هېڅ كله زېږېدلى نه واى چې وزېږېد او په دنيا كې به د تېر نسل د كړنو له امله د راتلونكي نسل د ډېرو خلكو پر ځاى نور پيدا واى. ما ددغې نتيجې د لاسته راوړنې لپاره د پېچلې نظريې يا د انتشار په څېر كومه نظريه ونه كاروله بلكې موږ د لومړنيو درجو د شمارلو په مرسته هم دې نتيجې ته رسېدلى شوو.
(( اې باچا!
كه د ناڅرګندو زمانو پراختيا ته ځير شو نو پر ځمكه د انسان ژوند دهغې مرغۍ په څېر دى چې ستا د دربار كوټې ته له يو لوري ننوځي او له بل لوري وځي. د ننوتو او وتو تر منځ شېبې يې د انسان عمر دى. تر هغې چې مرغۍ په كوټه كې وي نو دبهر هلاكونكى طوفان ورته هېڅ زيان نشي رسولى خو د ارام دغه دوره د سترګو په رپ كې تېرېږي او مرغۍ بېرته د هغه ځاى په طوفان كې وركېږي لكه كوم ځايه چې راغلې وه او د تل لپاره زموږ د سترګو نه پناه كېږي. د انسان ژوند هم دغې مرغۍ ته پاتې كېږي. له موږ څخه مخكې څه و او وروسته به څه كېږي. په پوره توګه زموږ له پوهې څخه لرې خبره ده))
A History of English Church and People))  
موږ د يو بل باور له مخې هم خوش قسمته يوو. د كايناتو عمر تقريپا سل ميليونه سليزې دى. همدومره وخت نور تېرېږي چې لمر په سرې سيارې بدل شي او له دې سره به بيا زموږ ځمكه وخوري. دغه په سلګونو ميليونه سليزې په خپل وار سره منځ ته راغلې او د راتلونكې زمانې سليزې د وخت په راتلو منځ ته راځي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې ځينې طبيعت پوهان د اوسني تېرېدونكي وخت دغه خيال نه خوښوي.  هغوئ فكر كوي چې دا هر څه د انسان موضوعي تجربه ده او د همدې په خاطر دې مظهر ته په مساواتونو كې ځاى نه وركول كېږي خو زه چې كوم دليل وړاندې كوم هغه په حال كې ښه موضوعي دى. موږ او تاسو غوندې عامو خلكو ته اوسنۍ زمانه د تېر څخه د راتلونكي په لور روانه ښكاري. كه موږ د تېر او راتلونكي تر منځ وخت د خطكش يوه څنډه فرض كړو نو اوسنۍ زمانه ددغې څنډې سره تلونكې د رڼايي يو نقطه ده. نقطې شاته يوازې تيارې پرېښې دي چې په اصل كې زموږ مړه شوې ماضي ده او له دې نقطې څخه مخكې د راتلونكي تياره ده ځكه چې موږ ترې خبر نه يوو.
ستا د پيدايښت او پاتې كېدو ټول لږ امكانات په خپل ځاى، خو اوس ته ژوندى يې. په چا چې د رڼا نقطه تېره شوې ده يا ځينو خلكو ته تر دې دمه نه ده رسېدلې، دا كتاب هغوئ نه شي لوستلى. په پورته دوه يادو شويو خوش قسمتيو يوه بله هم زياتوو. هغه خوش قسمتي دا ده چې زه د دې كتاب د ليكلو په حال كې يم او داهم امكان لري چې كله تاسو دا كتاب لولئ نو زه مړ شوى اوسم. خير بيا هم زه بايد هيله ولرم چې تاسو مړه كېږئ نو زه به هم مړ شوى اوسم. پر ما مه بد ګومانه كېږئ، زه له ژوند سره مينه لرم او هيله مند يم چې لا خو به تر يو وخته ژوندى اوسم، خو د هر ليكوال په څېر زما هم دا يوه هيله ده چې زما ليكنې دې د ډېرو خلكو تر نظره تېرې شي. پر كومه سياره چې موږ ژوند كوو هغه د زموږ په شان ژونديو لپاره مثالي سياره ده. دا نه ډېره ګرمه ده او نه هم ډېره سړه. پر دې د لمر نرمې وړانګې لګېږي او دې ته په برابره توګه اوبه وركوي. هو په همدې ډول له دښتو او د خامو كليو له شتون څخه هم انكار نشي كېدى خو كه دې ته هم د نورو سيارو له نظره وكتلى شي نو همدا سياره جنت ده. د دې نو څومره امكان دى چې د ټولو شته سيارو څخه دې يوه سياره د داسې بې مثاله جنت جوړونې لپاره غوره كړاى شي؟ كه د هيله مندۍ څخه كار واخيستلى شي، ددې ځانګړې سيارې د ژوند لپاره د غوره كېدو امكان له يو ميليون څخه يوازې يو دى.
 په يوې روانې خلايي الوتكې باندې غور وكړئ. په هغې كې ټول خلا ته تلونكي په ژور خوب ويده دي. په ژور انجماد كې ډوب شوي خلك چېرته لرې د كور ابادولو په موخه روان دي. پر دې الوتنې د كوم ممكن كېدونكي ګواښ د مخنيوي لپاره يوه لېږدېدونكي ډله سپره ده. دغه ګواښ د كوم زورور ستوري له لاسه منځ ته راتلاى شي. همداسې يوې سيارې د ځمكې له مخ څخه د ډايناسارنو شتون له منځه وړى و. ددې  سيارې مساپرو د ژور خوب له ورتګ څخه مخكې ددې امكاناتو حساب كتاب كړى و چې د ژوند كولو لپاره وړ سيارې ته د رسېدو امكانات څومره دي. كه موږ دا ومنو چې داسې پېښې په لس لكه سيارو كې يوازې له يوې سره كېدى شي او له يوې سيارې څخه بلې ته په تلو كې پېړۍ تېرېدى شي نو ددې خبرې امكانات د نه كېدوسره برابرېږي چې هغوئ ته دې د ځمكې په شان كومه سياره په لاس ورشي.
فرض كړئ چې د خلايي الوتكې پيلوټ ډېر زيات خوش قسمته وځي او د ژوند لپاره د وړ چاپيريال سياره پيدا كوي. د سيارې د تودوخې درجه د ځمكې د هغې په شان ده او پكې د لمر د نرمو وړانګو نه پرته اكسېجن او اوبه هم شته. د څو مليونو كلونو ويده انسان راويښېږي او خپلې شاوخوا ته په شنو جلګو كې د رڼو روانو اوبو ويالې په نظر ورځي. د خلا پلټونكى په خپل دې قسمت حيران بېرون راوځي.
ما مخكې هم وويل چې دداسې پېښو امكانات دومره كم وي چې كله هم نه پېښېږي. خو د ځمكې د كرې پر مخ موږ اوسېدونكو انسانانو سره هم همداسې شوي دي. موږ خو هم د ډېرو كمو امكاناتو له مخې منځ ته راغلي يوو، دا نو بيا بېله خبره ده چې موږ په هوايي الوتكې كې نه يوو راغلي بلكې پيدا كړاى شوي يوو. زموږ انفرادي شعور هم يو ناڅاپه منځ ته نه دى راغلى، بلكې د ماشومتوب له وخته را لوړېدونكى دى. دا نړۍ زموږ په مخ يوناڅاپه راخلاصه شوې نه ده بلكې موږ يې ورو ورو پته لګولې ده. پر دې ټولو كړنو زموږ د حيرانۍ په احساس كې كوم كمى نه راځي.
بې له شكه ما تر اوسه پورې په تصادف باندې ټينګار كړى دى. دا يوازې تصادف نه دى چې موږ په يوې داسې سياره كې اوسېږو چې د تودوخې درجه او د هوايي كرې تركيبي توكې يې زموږ ژوند ته برابر دي. كه د ځمكې حالت څه بل ډول واى نو پرې به كوم بل ډول ژوند پر مخ وړل كېده خو د خلكو په توګه بايد موږ دغه څو ډوله خوش قسمتي ومنو، يوازې دا نه چې موږ د خپلې سيارې له برابرو حالاتو څخه ګټه اخلو بلكې موږ ته پر دې معاملې د پوهېدو وخت هم راكول شوى چې زموږ سترګې ولې بېرته دي او د تل لپاره د بندېدو څخه مخكې پرې د لنډ وخت لپاره څه، څه وينو او ولې يې وينو.
ډېرى خلك پوښتنه كوي چې ساينس څه ګټه لري. زه پوهېږم چې پر پورته شوې پوښتنې باندې  غور او فكر كول پخپله د ساينس ګټه ده. د (( فارادي )) په اړه ويل كېږي چې هغه هم ددې پوښتنې سره مخ شو، په ځواب كې يې وويل: (( ښاغليه دا ووايه چې نوى زېږېدلى ماشوم څه ګټه لري؟ )) دا ځواب كه فارادي وركړى وي او كه (( بنجمن فرينكلن)) خو موخه يې دا وه چې نوى پيدا شوى ماشوم بې ګټې سهي خو په راتلونكي كې په كارېداى شي، خو زه پوهېږم چې دا پوښتنه يو بل اړخ هم لري. كه يو ماشوم دنيا ته له راتګه وروسته پرته له ژوند تېرولو بل څه نه كوي نو دنيا ته ولې راوړل كېږي؟
كه د هر څه د شتون جواز د هغه په ګټه كې ولټول شي نو هسې د يو بې پايلې چكر وهلو سره مخ كېږو. يوازې د ژوند تېرولو پر ځاى د څه كولو زياتوالى هم ضروري دي. زموږ هڅې بايد د وجود پر ګرځېدو رالنډې نه وي. زموږ د هڅو يوه برخه بايد د ژوند د ژوندي پاتې كېدو لپاره ځانګړې كړاى شي. همدا ده چې د لاسته راوړنو يوه لويه برخه علوم و فنون باندې لګول كېږي. د ښكلو ودانيو، نباتاتو او حيواناتو د پاتې كېدو لپاره چې كومې پيسې لګول كېږي د هغو هم همدا جواز دى. د ځنګلي فيلانو او تاريخي ودانيو د ساتنې كړنې چې څوك  بې ګټې كار بولي هغوئ  ته هم همدا ځواب وركول كېداى شي. پر ساينس د لګول شويو پيسو جواز هم همدا دى. بې شكه ساينس ګټه رسوونكى او ارزښتمند دى خو نور هم ډېر څه دى.
موږ د سلګونو ميليونو پېړيو خوب څخه وروسته سترګې بېرته كړي دي. زموږ مخې ته په رنګ او بوى ښكلې شوې نړۍ ده او زموږ سترګې يو ځل بيا د تل لپاره بندېدونكي دي.  د نشتوالي څخه راواخله د تلپاتې وركېدو پورې داسفر زيات نه زيات د لسګونو كلونو كېداى شي. د ژوند د لمر د وړانګو لاندې د لنډې دورې غوره هڅې څه كېداى شي؟
ايا د لمر د وړانګو پيروي، د كايناتو د جوړښت او څرنګوالي او زموږ د پيدا كېدو د پوهېدنې لپاره كم ثپوت دى؟ كله چې څوك زما په سهار وختي جګېدو باندې حيرانېږي نو زه ورته همدا ځواب وركوم. همدا خبره داسې هم كېداى شي: ... نور بيا