که درې لسيزې وړاندې د افغانستان اشغال او دلته د سوسياليستې شوروي ماتېدل په نړۍ کې د کمونيزم د پای پيل وو، ليرې نه ده چې د امريکا ماتې هم په ټوله نړۍ کې د امپرياليزم او د هغې په طرز د ولاړې دموکراسۍ د پای پيل وي. ***** امريکا خلک تر پخواني شوروي اتحاد هوښياره ګڼي، خو که يې په دې تله وتلو چې 'هوښيار يې په بل ازمويي او احمق يې پر ځان'، نو شک نشته چې متحده ايالات هم د هوښيارۍ په ازموينه کې خورا پيکه را خېژي او په دې پرتله کې ها د چا خبره خړی هم له برګي نه کم نه دی.*** پر افغانستان باندې د پخواني شوروي يرغل چې له يوې لسيزې خونړۍ جګړې وروسته ورته په شرمېدلې ماتې تمام شو د امريکې لپاره يو ليدلی درس وو، خو بيا هم اتازوني د خپل ځان ازمويلو ته زړه ښه کړ او پر افغانستان يې يرغل وکړ. دا به ښايي ځينې خلک د امريکا ساده توب بولي چې د شوروي له ماتې څخه يې عبرت ونه خيستلی شو،‌ هماغه وو چې د قطبي خرس له ماتې وروسته د اتازوني بيزو زموږ پر بېوسې او بې وزلې هېواد را ودانګل. دا چې ولې امريکا د شوروي له تجربې درس وانه خيستل، ښايي يو دليل يې دا وي چې متحدو ايالاتو خپل ځان تر هغه موقعيت لوړ او مسلط ګاڼه چې شوروي پکې وه، او طبعآ افغانستان يې هم د يرغل پرمهال د هغه وخت له افغانستانه بدل باله چې کله پرې سرې لښکرې راتلې.*** مګر سره له دې چې هم د امريکا موقعيت اوس تر شوروي بدل وو او هم د افغانستان، ګڼ داسې مشترک ټکي وو چې د امريکې لپاره د درس وړ کېدای شوای، خو بيا هم د سپينې ماڼۍ مغرورو واکمنانو ورته پام ونه کړ. شوروي مات شو ځکه له انګرېزانو څخه يې عبرت ونه خيست، امريکا چې له تېرې ماتې څخه درس نه اخلي معنا يې همدا ده چې دا يو پر بل پسې مات شوي زبرځواکونه د يو بل له تجربې ګټه نه اخلي، او که په يوې مشهورې لنډۍ کې لږ ادلون بدلون راولو، ويلی شو چې::::::: که مات له ماته شرمېدلی **** په کابل به نه راتلل جوړه جوړه پوځونه**** لاندې هغه درسونه په لنډو ټکو يادوو چې امريکا او ورسره همکار ايتلاف يې بايد په افغانستان کې د شورويانو له تجربې څخه زده کړي وای::::: نور دلته د جدي د شپږم په ځانګړې پاڼه کې ولولئ:::: http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=965&catid=3&Itemid=965