د دې ليکنې بشپړه بڼه پر:
http://eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=894&catid=3&Itemid=894 ولولئ
ولسمشر بوش د خپلې اته کلنې واکمنۍ په پای کې له خپلو دوو مستعمرو څخه د کتنې پرمهال د يو خبريال لخوا په بوټ وويشتل شو.
د بوش توقع دا وه چې د مخه ښې دغه سفر به يې د درنښت په ټولو مراسمو او شاباسیو بدرګه شي، خو په بغداد کې د عراقي ولس په استازيتوب د يوه خبريال د بوټونو په ګوزار بدرګه شو. کله چې ولسمشر بوش چې راتلونکي مياشت به خپله وظيفه پرېږدي د عراق له لومړي وزير نوري المالکي څخه د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې په عربي ژبه د 'شکرا جزيلآ' په ويلو سره مننه کوله، منتظر الزيدي خپل دواړه بوټان و ايستل او مخامخ يې په بوش ور وار کړل. بوش ونه لګېد، خو حيثيت يې سخت ژوبل شو.
د عراق ولسي خلک څوک نه پرېږدي چې بوش ته په داسې مخامخ ناستو کې خپل پيغام ورسوي، خو د دوی يو زړور خبريال په ښه توګه د پيغام په رسولو کې دا استازيتوب وکړی شو. پخوا به مو ويل جهاد به يا په توره او توپک کوې، يا په کلمه او خبره او يا هم په مال، خو منتظر الزيدي وښووله چې په ځينو فرصتونو کې په ډېرو ساده وسايلو او آن په بوټ باندې هم جهاد او مقاومت کېدی شي. هغه يوازې د بوټ په ګوزار اکتفا ونه کړه، بلکې بوش ته يې سپکې سپورې وويلې او هغه يې سپی وباله. دا هغه مجاهد دی چې په توپک او ټانک نه دی سمبال، بلکې په کامره سمبال دی، خو وسله يې ډېره ساده مګر خورا رسا او اغېزمنه وه.
په بم ويشتل متمدن کار دی، خو په بوټ وېشتل غير متمدن
انګرېزي مطبوعاتو د بوټ ګوزار بوش ته د عراقيانو لخوا د خدای پاماني مخ لګونه goodbye kiss وبلله. شېبه وروسته د عراق د کېنول شوي حکومت يوه وياند بي بي سي ته ويل چې دا يو خورا وحشي او غيرمتمدن عمل وو چې دې خبريال وکړ، او ګواکې ټول عراقيان پرې خواشيني دي. خو وروسته له الزيدي څخه د عامو خلکو او د عراقي ژورناليستيکو اتحاديو او ټولنو ملاتړ وښوده چې هغه د ټول عراق ولس د خوښې کار کړی. په هماغه لومړيو ساعتونو کې د عربي نړۍ د شاوخوا ۱۰۰ څارنوالانو له الزيدي څخه د حقوقي دفاع او ننګې اعلان وکړ.
د عراقي حکومت وياند په بوټ باندې د يو چا ويشتلو ته غير متمدن عمل وايي، خو په بمونو د سلګونو زره کسانو وژنه بيا يو خورا متمدن عمل دی! کله چې خبريال د لومړي بوټ ګوزار کاوه ويې ويل: ''دا د عراقيانو لخوا تا ته د مخه ښې ډالۍ ده، سپيه!'' کله چې يې دويم بوټ پرې ګوزاراوه، هغه يې په دې جمله بدرګه کړ: ''دا هم د عراق د يتيمانو، کونډو او ټولو شهيدانو په استازيتوب درواخله چې وژل شوي دي. '' ښاغلی زيدي په قاهره کې د يو مېشت تلوېزيوني چينل البغدادية سره کار کوي، له خپلو ملګرو سره په نرم چلند او د امريکا د جنايتونو په مخالفت پېژندل شوی دی.
بوش وروسته په غبرګون کې په ټوکه وويل: ''حقيقت ويل همدا ډول د لس-نمبر بوټ په څېر دی چې ده پرې را ګوزار کړ. '' په اسيايي او عربي کلتور کې په بوټ وېشتل يو ډېر غټ سپکاوی دی، که څه هم ښايي امريکايان د دې سمبوليک عمل په ژوروالي پوه نه وي.
منتظر الزيدي يو بېلګه ييز خبريال
عربي ناپېيلي مطبوعات ښاغلی الزيدي له همدا اوس نه د يو اتل په توګه نمانځي. رښتيا چې الزيدي يو اتل دی، دی د ټولو مسلمانو خبريالانو لپاره يو وياړ دی.
ژورنالېزم ته زموږ ډېر خبريالان د داسې يو مسلک په توګه ګوري چې تر مذهبي او وطني پولو لوړ دی، مګر غربي خبريالان بيا ټول همداسې فکر نه کوي. د عراق او افغانستان جګړو ته تر امريکايي او برتانوي حکومتونو مخکې د هغوی ځينو ورځپاڼو او د فاکس Fox تلوېزيون په څېر متعصبو وطنپالو او اسلام ضد مطبوعاتو پلمې لټولې. خو خبريال که له مذهبي اړخه ليبرال هم شي، وطنپال خو بايد وي. د الزيدي ګوزار هم د وطنپالنې د مينې ښکارندوی وو. دا به ناوړه خبريالي وي چې يو څوک هم د وطن له وفادارۍ او هم د دين له وفادارۍ څخه خلاصوي. کاشکې موږ په افغانستان کې هم د الزيدي په څېر بېلګې ولرلی شو!
افغان حکومت د بوش پرځای د امان الله خان سپکاوی وکړ
په بوټ د بوش د وېشتو خبر په افغاني رسنيو کې په داسې وخت کې خپور شو چې هماغه شېبه دی په کابل کې کوز شو او په ورته خبري کنفرانس کې يې وروسته ګډون کاوه. ځينو عامو خلکو په خپل منځ کې سره ويل چې کاشکي بوش په افغانستان کې هم له ورته هرکلي سره مخامخ شي. خو وروسته خبر راغی چې مرېيانو يې د بوش نه، بلکې د افغانستان د ازادۍ د اتل غازي امان الله سپکاوی وکړ.
د داسې يو چا مېډال چې د افغانستان ازادي يې هر کال په نامه نمانځو، داسې چاته ورکړ چې دغه ازادي يې بېرته رانه واخيسته. موږ هم په عجيبو تناقضانو کې اوسو!
ضعف الطالب والمطلوب!
بوش ته په اسلامي نړۍ کې ډېرو واکمنانو د بنده ګۍ سر ټيټ کړی او هغه يې عملآ په خدايي نيولی، خو د بوټونو د ګوزار صحنې ته چې ګورم، د قرآن هغه آيت يې ډېر ښه تمثيل کړی چې د مشرکينو د خدايانو په اړه وايي: وإن يسلبهم الذباب شيئا لايستنقذوه منه ضعف الطالب والمطلوب (د دوی له خدايانو څخه که مچ هم څه شی يوسي، دوی يې ترې ژغورلی او بېرته اخيستلی نه شي. دغه عبادت کوونکي او خدايان يې دواړه سخت بې وسه دي. )
که د اسلامي نړۍ په لاسپوڅو واکمنانو کې چې امر او نهی له سپينې ماڼۍ څخه اخلي، لږ زره عقل هم وي، نو بايد د وروستۍ پېښې په څېر له ډېرو وړو پېښو څخه هم عبرت واخلي، او د بوش پر ځای د خدای پر لورې مخه کړي.