مقالې
د استاد عبدالقیوم بیسد پېژندنه
د تیاتر او تمثیل دهنر او د ادب د ډګر نه هیریدونکی څیره، عبدالقیوم بېسد ارواښادعبدالقیوم بېسد په ۱۳۰۷ ل. کال کې د کابل ښار د( ده افغانان) په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسي دي، دښوونځي لومړنۍ دوره یې همالته او دلیسې دوره یي په ۱۳۲۴ل. کال کې د اسقلال لیسه کې پای ته ورسوله. له دې امله چې د تئاتر او تمثیل هنر سره یې مینه وه، د هماغه ښوونخي په دوره کې یې کله چې د (پوهنی ننداری)جوړه شوه، د ۱۳۲۱ ل. په ترڅ کې یې د تئاتر آزموینه ورکړه او په دغه اداره کې ومنل شو. ده د مکتب په دوره کې یوشمېر نندار
د ترکيې باندني سياست
د ترکيې باندنی سياست په وروستيو کلونو کې له جدي ادلون بدلون سره مخ وو خو د رجب طيب اردوغان په مشري حاکم (عدالت او پرمختګ Adalet ve Kalkınma Partisi) ګوند چې واک تر لاسه کړ، ترکيې هم د پرمختګ په لاره کې ګامونه ګړندي کړل او ترکيې نشلنيزم په رابيدارولو او له نورو هېوادونو سره د توکم، دين، ملي ګټو ، دوديزو اصولو ، اقتصاد او سياست په رڼا کې د اړيکو رغښت اعظمي کچې ته ورسېد. بل غټ لامل د ترکيې په خلکو کې د ملت پالنې حس او ټول ترک ملت تر يو چتر لاندې راغونډېدل او ملي ګرايي ده، دوی ته ترکيزم او ترک په
مفاهمه او پروژه
د پروژو د مدیرانو لپاره لارښود او مشاوره (په کوچنیو پروژو، اداری واحدونو اومحلي سازمانوکې مفاهمه) موږ تقریباً له پنځوسو کلونو رادېخوا داقتصاد پوهنځي کې د پروژو دمدیریت او تحلیل مضمون درلود، وروسته دا مضمون د کرنې دپوهنځی نصاب کی هم شامل شو او بیا بیرته لرې شو. خو محتوا یې دپروژې پېژندنه، سایکل، دپروژې پلان او مدیریت، بودجه، د تحلیل روشونه او محدودیتونه او دې ته ورته مسایل و، خو پروژه کې دمفاهمې بحث مو ندرلود. دا یوه نیمګړتیا وه. علت یې داو چې دغه مضمون اونۍ کې صرف دوه کریدیته و. د عام
نهم د کب / د نجات فرښتې بیرته راګرځي
د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت: د وسلوال فوځ د کشفي، امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو کارمندانو؛ په هیواد او هیواد والو قرباني ته حاضرو او په دې مقدسه دنده ویاړلو سرتیرو ته سلام ، نیکي هیلي او پیرزویني وړاندي کوم، اې ښاغلې، مټوره، زړوره، غیرتمنده، وفاداره، فداکاره او با تدبیره د افغان فوځ سرتیرې، ستا خدمت، شهامت، او برم ته نړۍ ګوته په غاښ ده، ستا له هیبته د سیمي دوښمنانو ارام نه درلود، ستا زور یوازي ستا دوښمن ته څرګند دی، بسنه کوي ووایم تا نه
ایا ریښتیا زیلینسکي باتور دی؟
فخر افغان پاچا خان د افغانانو ملي مشر، یو وخت ویلي ول چې د افغان پر خاوره جنګ پردی جنګ دی. د هغه د داسې حکم موخه دا وه چې افغانانو ته ووايی چې جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د لوېدیځ او د پخواني شوروي اتحاد تر منځ دی، افغانان پکې د سون لرګو پتوګه سوځول کیږي او افغان خاوره پکې د جګړې د ډګر پتوګه کاریږي. اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې د پاچاخان د دې معجزې وړاندوینې ریښتینولي ثابت شوې او حتی د اوکراین د جګړې په اړه هم د ده وینا صدق کوي چې هلته جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د ناټو او وروسیې ترمنځ ر
د مولوی محمد سرور واصف پېژندنه
مولوی محمد سرور واصف یو ملی دینی عالم او مشروطه غوښتونکی ( د مشروطیت د مخکښانو د شهادت د۱۱۴کال په مناسبت) مولوی محمد سرور "واصف" د مولوی احمد جان زوی د افغانستان په تاریخ کې یوه ځلانده څیره ده. نوموړی په اصل کی د ارغستان د (بری زړی) د سییمې اوسیدونکی او د آزاد خان الکوزایی لمسی و. پلار یی سوداګر او په فقه او ادبیاتو کی نامتوه عالم او هم شاعر و. د خپل پوخ قلم او رسا ادب له برکته د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې لوی اداري شخص و. مولوی محمد سرور واصف د خپل پلار تر لاس لاندی شاعر وروزل شو
د ایرو منګوټي او د تابوتونو سوداګر
موږ چې کله د مړ انسان د سوځولو خبر واورو، نو سمدستي مو د هندوانو مذهب، د اور غرغرې او د انساني غوښو څخه پورته شوې تورې لوخړې شعور را وتخنوي. خو څه وخت چې د نازیانو تاریخ لولو، نو د هولوکاسټ بټۍ او د ژوندو انسانانو وریتول مو ضمیر لک څک کړي؛ خو خبره دلته نه تم کیږي. د تیر کال د نومبر د احصائې له مخې، د نړۍ د اته ملیاردو نفوسو هر اتم کس، هندو دی. هندویزم د ارواو په بیا زیږون - Reincarnation of souls او د ګنګا سیند په سپیڅلتیا باور لري. هندوان وايي: (د دوئ له خدایانو څخه یو یې «شیوا» نومیږي چې د
دهوښیارمرییی کیسه
په ډېرو پخوازمانو کي هرکِلي به خپل یومشر درلود نوهغه ته به ئې دپاچا په سترګه کتل. پاچا به مریان اومینځي، څرنګه چي دپخوا په وختونوکي هم دود لاره؛ درلوده اوکار بې ځني اخست. په یوه کِلي کي یوپاچا وو چي یو وزیر اویو قاضي درلود. دغه پاچا یومرییی لاره چي ډېر هوښیار وو. دغه مرییی به پاچا ته مشوره ورکول،چي د وزیر نه وو خوښ؛ ولي چي دپاچا تر ډېره بريده مشوره له دغه مرییي سره وه. وزیر یوه ورځ پاچا ته وویل: چي ستامرییی خلکوته ستا دسر په سودا پورونه ورکوي؛ پاچا وویل ښه دا څنګه کاردی، چي زه نه یم خبر ب
کنګل شوې شتمنيfrozen assets
لومړی له هرڅه مخکې بايد يو لنډ نظر د شتمنيو په کنګل کېدلو واچوو چې د شتمنيو کنګل کېدل په څه مانا او څه شي ته ويل کېږي. کنګل شوې شتمني هغه پيسې او نور توکي چې يو وګړی، کمپنۍ، ګروپ، او يو حکومت یې مالک وي خو د سياسي ملحوظاتو، قرضدار کېدلو ، ورانکارو ډلو سره د اړيکو، د پيسو د نه پاکوالي او نورو ... له امله ترې ګرځولې شوې وي او نشي کولای اصلي مالک یې وپلوري، راکړه ورکړه پې وکړي او یا هم د ګټې وټې لپاره همدا شتمني استعمال کړي ځکه چې د بل لوړ شخص، ګروپ، ډلې ، بانک او دولت لخوا کولپ شوې دي او تر
دښځې اسلامی موقف
(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ) البقرة ایة ۱۸۷ که دښځې مقام،موجودیت،هستی،انسانتوب او دژوندانه امتیاز او اهمیت ته په انسانی علومو اوپه تېره بیا په اسلامی اصولو کې نظر واچول شی دومره عزت ، معنوی او مدنی حقوق چې دین مبین اسلا م ښځې ته ورکړی بل هېڅ دین نه دی ورکړی. اسلام یوازینی دین دی چې د«اقراء باسم ربک» په ویلو سره بې له توپیر ،کرکې، انحصار اوبندیزد ښځې ثبات ته بلنه ورکړه شوې چې دعلم اوپوهې ،قلم او چاپېریال ډګرته ځان چمتو کړی.داقراء مفهوم یوازې لوستل نه بلکې ډیر پراخ
څنګه پر مختګ ؟
څنکه پرمختګ؟زه اوس چي. ۲۰۲۲م کال دی ۸۴ کلن یم. شپږ کلن وم چي پلار په ښوونځي کي شامل کړم. خو لږ وخت وروسته په هغه کال کي مي پلار وفات سو او زما روزنه زما مور په غاړه واخیسته. هغې ته تر ما کشر بل زوی او ترما مشره لور هم پاته سول. څرنګه چي موږ په یوه لوی کور کي چي مشر یې زما نیکه و اوسېدلو نو زموږ د میاشتني خرڅ او لګښت پیسې به مي نیکه زما مور ته د هري میاشتي په سر کي ورکولې. په دې ډول زما مور خپل ټول ژوند موږ درو تنو ته وقف کړ او په ډېره مینه او زحمتونو یې لوی کړو او تر څو چي ژوندۍ وه له دې
نړيوال اقتصادي فورم (World Economic Forum)
د اقتصاد نړيوال فورم يا نړيوال اقتصادي فورم(World Economic Forum) چې د داووس د نړيوالې اقتصادي ناستې په نامه هم يادېږي د سويس هېواد په داووس ښار کې هرکال دايرېږي. په اقتصادي برخه کې له اقتصادي او سياسي پلوه نړۍ د د پرمختللو هېوادونو ، سوداګرو، تيوريسانو او بانفوذه اشخاصو يو سازمان دی چې هرکال د نړۍ په مهمو اقتصادي موضوعاتو د بحث کولو لپاره سره راټولېږي ، ددې ناستې کلنی عايد ۸۰ ميليونه ډالر دی ، هره کمپنۍ، هېواد، شخص د غړيتوب حق په ورکولو سره ددې سازمان غړی کېدای شي او هرې کلنۍ غونډې ته ورتګ ی
د شهزاده هري د خاطرو کتاب !
د شهزاده هري د خاطرو کتاب Spare مې ولوست ، په دې ليکنه کې یې ځينې هغه مهم او مشهور موضوعات او رازونه ليکم چې نوموړي ترې پرده پورته کړې او په نړۍ کې یې غوغا جوړه کړې وه. د برتانيا د اوسني پاچا (درېیم چارليز) د زوی شهزاده هري کتاب Spare چې د برتانيا د غير داستاني کتابونو په برخه کې یې د تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي کتاب ريکارډ خپل کړی دی او په نړۍ کې نن سبا ډېر مشهور شوی کتاب دی په لنډ وخت کې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته وژباړل شو او ځينو ژبو ته یې لا ژباړې روانې دي،. د شهزاده هري پوره نوم Prince Har
معرفی و تاریحچه ی رادیو افغانستان
(به مناسبت روزبین المللی رادیو-۱۳فبروری) اختراع رادیو توسط " گوگلیلمو مارکونی" در اواخر قرن نُزده صورت گرفت که انقلاب بزرگی را در جهان خبررسانی و توسعه فرهنگ ها بوجود آورد.. این اختراع باعث تحول، رشد و انکشاف آګاهی واطلاعات نیز گردید. او درسال ۱۹۰۱م. موفق شد تا نخستین پیام را از فراز اقیانوس اطلس به کانادا بفرستد. بعد رادیو به شکل امروزی طی سالیان طولانی از لحاظ تخنیک تکامل یافت. امروز از رادیو برای مقاصدی مختلف چون آگاهی بخشی، آموزش، تفریح، اخبار، اعلانات و تبلیغات استفاده برد. تجارب
په پښتوژبه کي نفي اونهي
په پښتوژبه کي دپښويي(ګرامر) له مخي د«نه» توری «نفي» توری دی. دغه «نفي» توری ترډېره بریده له افعالو څخه جلا یاني خپلواکه لیکل کیږي.استثناات سته خوهغه به بیا وروسته بیان سي. د«نه» لیکنه له هغه تورو سره چي ترمخ له هغونه راځي حتمي جلالیکل کيږي په عربي ودغه تورو ته «منفصله» وایي. لکه: (د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، او «و») که له دغو تورو څخه یوه «کړنه» په ویینه کي راسي؛ نو د«نه» نفي توری خپلواکه ورسره راځي. لکه: (نه ولاړی. نه راغی. نه ډاریږي. نه ژاړي. نه زوریږي. نه دریږي.) اودغسي نور. رحمابابا وايي: هسي
وروسته تر یوه لوی تاړاک څخه نوایی د بیارغاونی لوی متفکر
امیرالکلام علی شیر نوایی پنځه نیم سوه کاله مخکې د عمرانی کار لوی متفکر او نوښتګر ډېر هیوادونه؛ له هغې جملې افغانستان، د تاریخ په اوږدو کې له راز راز ستونزو، اقتصادي او کلتوری ځوړ، ټولنیزی بی ثباتی او سیاسی ناورین سره مخ شوي دي، خو بیا داسې ورځ هم راغلې چې بیرته پاڅیدلي او د سقوط په عوض یې د عروج په لوري قدم اوچت کړی دی. کله چې د هر تاړاک او ټولنیز کړکیچ او بحران څپې لږڅه په دمه شو ي دي، نو زموږ نیکونو په دغه وقفه کې دخپل مدنی ژوند، داقتصادی شیرازې د جوړولو، د اقتصاد، هنراو ادب ودې او
د ډیورنډ کرښې په اړه یو نړیوال کنفرانس
یوه ستره تاریخې تېروتنه: د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پښتانه د خودارادیت حق په اړه څه نظر لري.؟ افغانستان هېڅکله د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلي. موږ د روان کال د فبرورۍ په 17 مه نېټه د بلجیم په بروکسل ښار کې ر
یوه لنډه کیسه
د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ “تورپیکۍ... تور پیکۍ، څه کوی؟” تور پیکۍ چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور ته یی و نه کتل او په جګ آواز یی ووییل “ فوتبال کوم” سور ګل چی له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل “ له چا سره فوټبال کوې؟ ” تور پیکۍ چی په فوتبال مصروفه وه او یو خوا او بل خوا ته یی منډې وهلې ووییل “
ترهګر ولې پنجاب نه په نښه کوي؟
ترهګر ولې پنجاب نه په نښه کوي؟ پرون د پېښور د یوه جومات په پېښه کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱ تنه نور ژوبل شوی چې د ژوبل کسانو په منځ کې د نورو مړو خطر هم مخ په زیاتېدو دی. د دې پېښې مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) د خپل یوه وژل شوي مشر عمر خالد خراساني په غچ کې اخیستی او ویلي يي دي چې د خراساني د غچ اخیستو لړۍ به دوام ولري. اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان د طالبانو تحریک، د خپل یوه مشر وژنه د پاکستان د حکومت پر غاړه اچوي، خو په غچ کې يي د اسلام اباد او لاهور پرځای، په کوزه پښتونخ
روس او پاکستان دافغانستان دکړکېچ په هکله دوه دروغجن لامبوزن دی
روس او پاکستان دافغانستان دکړکېچ په هکله دوه دروغجن لامبوزن دی ولې موږ څه کوو؟ د منځنی آسیا نیمه اشغاله هېوادونه خو به بیا روس ته بلا و ګرځی! او بیا به ډیرې ستونزې رامنخ ته کړی ضمیر کا بلوف سره پخوانی او اوسنی اندېښنې دی ولې روس په زړه او نا زړه،پټه کانی کې له امریکا سره سیالی نشی کولی چې دا لوی سیاسی او دېپلو ماتیک بحث دی. پاکستان په دې باور دی چې که چېرې اسلامی امارت یو مقتدر حکومت شی نو هم داسلامی پلوه پاکستان لورونه نه لری اوهم دترانزیت له پلوه، ځکه منځنی اسیا هېوادون