په دې وروستیو کې د هیواد له بیلابیلو سیمو د نیول کیدو او وژنو خبرونه خپریږي، د کورنیو سرچینو برعلاوه؛ یوناما او نورو سرچینو هم په افغانستان کې د انسانی تلفاتو دشمېر په اړه بیلابیل راپورونه نشر کړل. دا ډول خبرونه د دې لامل کیږي چې ځوانان خپل کلي او کورونه پریږدي او په ډیرو سختو لارو بهر ته د مهاجرت ملاوتړي. د مرموزو قتلونو او کسات اخیستو ناوړه پېښې د پښتنو په سیمو کې ډېرې دي. د دې لامل د سیاسی انګیزو ترڅنګ؛ ناوړه عنعنه هم ده.
پښتانه یو عجیبه غوندې نا معقوله مقوله لری: "دښمن ته دی خدای بی تربوره، تربورته دی خدای بی وروره او ورور ته دې خدای بی زویه مه کړه !"
په پښتنو کې کسات او بدل یو میراثی فکر دی. دوی د پولې - پټې، بیسوادي، یو دبل پر مال او جایداد باندی تیری پر سر یوبل زیات قتل کړي دي. د دوی ژوند عمدتاً په کر- کیله چلیږي. زمکه یواځینی اقتصادی عامل دی چې ورته میسر دی. د نفوسو په زیاتیدو یې کرنیزي زمکې کمی شوی. د زمکو کمښت دوی دمجبوریت هغه حد ته رسولی چی آن د یو لویشت زمکی پر سر یوبل ووژنی. سیالی او یو بل سره دملکیت او د ناچیزه جایداد پر سر شخړو دوی ته د (تربورګلوی) افراطی مسئله مهمه او حیاتی ګرځولې ده. دا یو ډیر بد مجبوریت دی. آن دا چی تربورګلوي یې اوس ایمان او عقیدي سره تړلې او سیاست ته یې هم دننه کړې ده. "تربور" یعنی دښمن. اوس دا ناوړه میراث دی حد ته رسیدلی چی ډیر لږ فکری اختلاف یا حتا سو تفاهم هم تربورګلویت شمیرل کیږي او تربور (باید!) ډیر ژر له منځه یووړل شی. کوم کلی به وی چی تربرونو پکې یو بل د پاڼ او پولو له اړخه یو بل په ټوپکو ندی ویشتی، کوم کلی به وی چی پکی په لسهاوو کونډې او یتیمان ونه لري. اما د پښتنو په قتل عام کې استعمار هم رول درلود او لري یې.
د چنګیز، ګوډتیمور او صفویانو یرغلونو ډېر پښتانه قتل کړل. په اتلسمه پیړۍ کې د انګریزانو ډېر جنګونه له پښتنو سره او ورپسې دې نورو کلونو کې هم ډېر قتلونه دپښتنو سیمو کې وشول او لا دوام لري. پروفیسور ز. ستانکزی چې یو امریکایی پوهنتون کې تدریس کوي، د یو غربی څیړونکی د لیکنی یوه برخه داسې رااخیستی ده:
(....از عملیات نظامی که انگلیسها به نام پشتونهای سلحشور، شورویها به نام مجاهدین و اشرار، و امریکاییها به نام ترورست و طالبان پشتونها را هدف عمدهٔ حملات خود قرار دادند استنباط کرده می توانیم که پشتونها به جرم اکثریت نفوس کشور هدف بیشترین خسارات جانی و مالی قرار گرفتند. همین سیاست در جنگهای امروزئ افغانستان به شکل امپریالیزم نیابتئ ادامه دارد. پاکستان با مهارت اغواگرانه اکثریت پشتونها را در دم تیغ می گذارد و ایران امروزی مداخله خود را با نیرنگ دفاع منافع اقلیتها توجیه می کند...).
له پردیو دښمنانو برعلاوه، پښتنو خپله هم یوبل ډېر وژلي دي. د عقیدې، سیاست، زمکې او تربورګلوي عواملو ورځ تر بلې د دوی کلی په هدیرو بدل کړل اوژوندي یې له وطنه په تېښته دي.
دین له خالق سره د بنده قلبی راز او اړیکه، زمکه چې د خدای ملکیت یې ګڼو، یوه د بخورنمیر معیشت وسیله، بیوزلی چی نصیب یې بولو، سیاست چې قدرت طلبی، هوس او مکاری یی بولو، سیالی چې غیرت یی بولو... دا ټول سره یو شول او پښتانه یې تر دې بریده راورسول چې متاسفانه اوس دنیا دغه غیرتی او با همته قوم ته د بی اتفاقه، جاهل، افراطی، د تعلیم مخالف او متحجر نوم ورکړي، حال دا چې پښتانه منورین له دی وضعیت تر ټولو زیات ځوریږي.
له بلې خوا د زیاترو پښتنو میشتځای غرنۍ سیمې دي، له بده مرغه دتیرو حکومتونو د لارو او سرکونو غځولو، د ښوونځیو پرانیستو، رسنیو او تنویری کار ته د نه پاملرنې له امله، اوس هم د پښتنو سیمو کې یو ډول( قبیلوی ژوند) مسلط دی. د دوی سیمو کې لا له پخوا رسمیات، قانون، مدني ښکارندې او حکومتی موسسات ډیر حاکم او مضبوط نه وو، بلکې دوی تل ټوپک په اوږه ګرځولی دی. طبیعی خبره ده چې رسمی قانون، پوهه، سواد او ښه حكومتولی نه وي، د وګړو حق خوندي نه وي؛ نو دوي د خپل حق د ساتلو لپاره یو بل وژنې.
په تېرو شلو کلونو کې د پخواني ناوړه عنعنوی او قبیلیوی کلچر د مسلط والی بر علاوه، سیاسی قدرت غوښتنې او د ګاونډیوداستخباراتی سازمانو مداخلو د دوی سیمو کې امنیتی وضعیت نور هم پیچلی کړی و. کله چې اسلامی جمهوری نظام سقوط شو، د قتلونو نوې سلسله پیل شوه.
د نا حقه مرګونو د دغې سلسلې مسولیت كه له یوې خوا د جنګي وسله والو پر غاړه دى، له بلې خوا موجود حاکمیت هم مسئول دی چې باید خپل پخوانی جنګیالی له قتلونو څخه منع کړي. دا مرګونه زیاتره د (کسات اخیستو او بدل) په بڼه دي. پښتنی سیمو کې پخوانی وسله وال جنګیالی هر کور اود هر کور ځوان جلا جلا پیژني. نو هر هغه ځوان چی محصل و، عسکرو، مامور ویا یی کومه موسسه کې کار کاو، د دوی په فګر باید ووژل شی. آن دا چې په ښارونو کې د دې ډول ځوانانو کورونه ورته معلوم دي. د بیلګې په توګه حتا کابل کی له تیرو دوو کلونو راهیسی ارزان قیمت، خوشحال مینه، کمپنی او نورو سیمو کې ځوانان وتښتول شول او بیا یی ځوورځې وروسته جنازی کورته واستول شوې، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، لوګر، هلمند اوکندهار کی د دې ډول وژنو عاملین نا پېژانده وسله وال معرفی کیږي او د قتل انګیزه (شخصی دښمنی) اعلانیږي، حال دا چې دا دښمنی د جمهوریت دوره کې رسمی دنده یا تحصیل ده، بل څه نده.
په تیرو شلو کلونو کې د پښتنو سیمو کې کلي بمبار شول، دشپنیو چاپو پرمهال ډیر خلک شهیدان شول، په لویو بمونو بشپړ کلی له منځه یووړل شول، په ژوندیو یې زندانونه ډک شول، مهاجرتونو ته اړ شول، کلی او کورونه ورڅخه پاتې او بی سرنوشته شول. کله چې شل کاله لویه بدمرغی ورباندی تیره شوه، نوي راغلی جنګیالی چې اوس ځان فاتح لښکر بولي اود سیاسی لوبو څخه ډیر خبر ندي، اوس خپلو تربرونو او د تربرونو زامنو پسې ښارونو کې ګرځي او په هره بهانه بی محابا قتلونه کوي. دا ناورین چې له کلونو کلونو را روان دی، پښتنو ته یو سرطان ګرځیدلی دی. د افغانستان هغو سیمو کې چې (تربورګلویت) نشته، تیرو شلو کلونوکې یې معارف ښه وده وکړه او تمدني ارزښتونه یې خپل کړل، هلته همدا اوس ګرځندویان ورځي، کتابونه خپریږی، میلې کوي، عکسونه اخلی، نجونی تعلیم کوي، اقتصادی پروژې عملی کیږي، تجارت پکې روان دی او ویره پکې نشته. نه یواځې د هیواد دننه بلکې د تېښتې اوله هیواد څخه د وتلو په لاره کې هم د پښتنو مرګونه زیات دي، دا ځکه چې دوی د (تخلیې) پروسه کې ډیر ندی شامل. بهرنیانو ته ټول پښتانه (تروریست) معرفی شوي دي. اوس دوی د دوو تیږو ترمنځ اوړه دي.
پښتانه له پیړیو پیړیو راهیسی لکه هغسې چې د چنګیز - انګریز وختونو کې قتل او وځپل شول، تیرو شلو کې هم قتل او وځپل شول. اوس یې کلي له ځوانانو تش، میندی بورې، پیغلې بی سرنوشته او بیسواده، بوډاګان ناروغ او ماشومان بی ښوونځی او بی درمله دي. تربورګلویت لا ژوندی دی. وسله اوس هم سینګار دی. د مکتبی او محصل قتل لا هم جهاد ده. په فیسبوک او میډیا کې د ځوانانو ناهیلی له ورایه ښکاري. هر یوه سره همدا سوال دی چې په دې لویه نړۍ او په دې ټول افغانستان کې ولی موږ دومره بدمرغه یاستو؟
د دې ځواب او د حل لاره دا ده: تربورګلویت پریږدئ، تعلیم، تنویری کار، عقیدوی پوهاوی(د انسان قتل کبیره ګناه ښودل)، محلی لیدرشیپ ښه کول، د وسلې پر ځای د کار د وسیلو اخیستل، زغم، بیکاري ختمول، له کثیفوسیاسی پیچلو لوبو ځان خبرول، وطن او وطنوالو سره مینه لرل او په نهایت کې په ورورګلوی او اتفاق سره د ژوند کولو د انګیزی تلقین څخه پرته بل علاج نلرو. سیاسی ناولې لوبه ډیره پیچلی روانه ده، هره ورځ له تاسو قربانی اخلي.
متل دی: سې نه وایم، له غمه یې وایم!