ماشاءالله

‏نړیوال بانک په خپل میاشتني اقتصادي راپور کې ویلي، چې ‎#افغانستان روان کال په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي.

په دې راپور کې ویل شوي؛ په تېرو دوو میاشتو کې کلنی تورم منفي و او افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.

 دا انکشاف او برياليتوب دې افغان اولس او زموږ ديني-ملي-اولسي زعامت (د ااا) ته مبارک وي .

 اوس پوښتنه داده چې سره له دومره دسيسو او ستونزو( د افغانستان د ملي ذخايرو کنګل کول، ظالمانه تحريمونه ، د ااا په رسميت نه پېژندنه ، په تجارتي او بانکي خدماتو بنديزونه او ..‌) ددې لويې بريا عامل او علت څه کېدئ شي ؟

 په داسې حال کې چې د جهان ډېر پرمخ تللې هېوادونه د قوي اقتصادي بنسټيزو جوړښتونو په لرلو او د ورزيده اقتصادي کدرونو او متخصصينو په موجوديت کې د سختو اقتصادي مشکلاتو او د انفلاسيون د لوړې کچې سره مخامخ دي او د نرخونو د لوړوالي او پيسو د بې ارزښته کېدو د بحران په کابو کولو کې پاته راغلي دي .

 زما په نظر په افغانستان کې ددې موفقيت دوه ستر عاملونه دي : 

 اول - د سياسي واکمنۍ اسلامي ،مدبرانه ، صادقانه او د فساد نه خالي مديريت 

 دوهم - د خيراتي-مصرفي او درويزه اي سياست په ځای د توليدي او په خپلو امکاناتو متکي اقتصادي پاليسۍ ته رجوع او توجه. 

 

 د ااا چې د شر-فساد په ضد د مبارزې په شعار او شعور يې بنسټ ايښودل شوئ دئ ،د خپلې واکمنۍ د شروع نه ئې عملاا د هر نوع فساد(سياسي-اقتصادي-امنيتي- کلتوري )د رېښېو ايستلو پاليسي او اجراات خپل کاري دستور وګرزاوه او د جرمي او مافيايي اقتصاد ( غلا ،غصب ،قاچاق ،رشوت ، دبيت المال چور ، دمخدره موادو کاروبار ، د پرديو سره د وطن او ملي ارزښتونو په سر تجارت ، د دولتي عايداتو حيف او ميل، د شتمنو اشخاصو او يا د هغوی د کورنيو د غړيو تښتول او په مقابل کې د پيسو غوښتل او ....) د چينو او ويالو د وچولو د پاره ئې قاطعانه اقدامات په جديت او صداقت سره په کار واچول . 

 په ټولنه کې سياسي فساد د نورو ټولو فسادونو ډ زېږېدو ، پراختيا او سازماني کېدو اصلي منبع ده . د ټولنې ټولې ناخوالې(بېوزلې،ناروغيانې ، فزيکي ټکرونه ، مهاجرتونو او بې عدالتيانې ) د سياسي فساد نه پيدا کيږي او کومه ټولنه‌کې چې سياسي فساد وجود ولري ،هر رنګه بدبختيانې او ناورينونه به يې د ورځنیي ژوند برخه وي. 

 الحمدالله د ااا په قائمېدو سره سياسي فساد او فساديان ورک او د ملک واکمني د داسې شخصيتونو په لاس کې ولوېده ، چې د ديني-ملي ارزښتونو او ګټو د پاره صادق او تعهد لري او په هېڅ قیمت په دې ارزښتونو او ګټو معاملې او تسليمۍ ته حاضر نه دي.همدا وجهه ده چې مثمره او ګټوره نتيجه ئې په اقتصادي برخه کې حاصله شوه او په کمو امکاناتو او د دوښمنانو د پرېمانه خڼډونو جوړولو سره سره انفلاسيون منفي ،د ملي کرنسۍ(افغانۍ) ارزش لوړ ، بيې کنترول-مناسبې او اقتصاد د رشد په لوري سوق شو .

 

 دوهم فکتور چې د ټولنې په اقتصادي ژوند‌کې ډېر مهم رول لري ، هغه د مصرفي ،خيراتي ، جرمي، استثماري او مافيايي اقتصاد په ځای د توليدي ،ځاني ، ملي، ابتکاري، ضد استثماري او عادلانه اقتصادي پاليسيو پياده کول دي .د خيراتي ماهي د خوړلو په ځای د ماهي نيولو چل او فن زده کول دي او د طفيلي ژوند نه خلاقيتي-توليدي اقتصادي طرزالعملونو ته رجوع او کار اخستل دي .

 د سياسي واکمنۍ له لوري د داخلي ريسورسونو نه اعظمي استفاده کول او د ودې -تشويق او پراختيا د پاره ئې مناسب او معقول شرايط او امکانات (د مؤلدينو ، متشبيثينو ، پانګه اچوونکو ، تجارانو او کاروباريانو د ځان ، مال ، کاروبار او توليدي وسائلو او کمپنيو امنيت او خونديتوب ، د دولتي مالياتو تخفيف ، په دولتي ادارو کې د اجرااتو سرعت او اساني ..، د دولتي خدماتو او ضرورياتو د پاره د داخلي توليداتو نه د ګټې اخيستنې اولویت ...) برابرول دي چې د ااا په دې برخه کې خپله کورنۍ وظيفه په عالي توګه اجرا کړې ده او له همدې وجهې نه د داخلي توليداتو کچه پورته شوې او د وارداتو-صادراتو په بېلانس کې د پخوا په نسبت د صادراتو اندازه هم لوړه شوې ده او د انفلاسيون د کمښت او بازار کې د توکيو او اسعارو نرخ ثبات پيدا کړئ دئ. 

 که په افغانستان همدا اقتصادي پاليسي تعقيب او نوره هم تقويت شي ، په راتلونکو کې به د عظيمو برياليتوبونو او پرمختګ شاهدان اوسو او د رفاه-خودکفايۍ هدف ته د رسېدو د پاره لاره به په ډېر کم وخت کې طی کړو . 

 د ااا کامياب اقتصادي سیاست چې د اسلامي اقتصاد د قواعدو په بنسټ مخته وړل کيږي په جهاني مروجو اقتصادي سيستمونو( کاپيټاليستي ، سوسياليستي ) کې د اقتصادي بحرانونو او دهغی نه زېږېدونکو مصيبتونو نه دنجات د پاره يوه نويې تګلاره او عملي تجربه شوه او ثابته يې کړه چې که په ملي او بين المللی کچه دا دوه عمده فکتورونه ( عدم فساد او ملي توليداتو او منابعو ته توجه او اولویت ورکول) چې د اسلامي اقتصاد زيربناوي دي په کار واچول شي ، ملتونه او بشري ټولنه به د اقتصادي ناخوالو ، تشنجونو، بیعدالتيو او نورو مصيبتونو نه چې د کاپيټاليستي او سوسياليستي اقتصادي سيستمونو ثمره ده د همېش د پاره وژغورل شي او په سوله ،ثبات او رفاه کې به ژوند جريان پيدا کړي .

والسلام 

د،ب،هيښ

 

 والسلام 

  

 

 د،ب ،هيښ