ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري.

ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده، په قرآن، حدیث او اجماع باندي حرامه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او هم مقابل لوري ته رسيږي.

 

بدګماني څه شي ته وايي: 

امام ماوردي رحمه الله فرمايي: بدګماني دېته وايي چي ته په باوري کس باور نلرې.[ بدګماني څه  شي ته وايي؟ امام ماوردي رحمه الله فرمايي: بدګماني دېته وايي چي ته په باوري کس باور نلرې.أدب الدنيا والدين -  الماوردي 1/ 186]

ابن کثير رحمه الله فرمایي: بدګماني د خپلو خپلوانو، دوستانو او خلګو سره خيانت او پر هغوی بې ځايه تهمت دی.[تفسير ابن كثير 7/ 377]

ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي: بدګماني دېته وايي چي د چا زړه پر خلګو باندي د بدو ګمانونو څخه ډک سي تر څو يې تأثير په ژبه او اندامونو باندي ښکاره کيږي نو ځكه تل د هغه مسلمان غيبت کوي، بد ورباندي وايي، عيبونه پکښې پيدا کوي، لعنت ورباندي وايي، آزار او تاوان ورته رسوي.[الروح لابن القيم 1/ 238]

 

د بدګمانۍ په اړه د قرآن حکم:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ.[الحجرات:12]

ژباړه: ای مؤمنانو! ځانونه د ډېرو ګمانونو څخه وساتئ يقينا چي بعضي ګمان ګناه ده. 

ابن کثير رحمه الله فرمايلي دي: الله تعالی خپل بندګان د ډېر ګمان څخه منع کړيدي چي هغه پر خپلي کورنۍ، خپلوانو او عامو خلګو باندي تهمت دی او د هغوی سره خيانت دی؛ دا ځکه چي بعضي ګمانونه ګناه ده نو د احتياط لپاره دي د ډېرو ګمانونو څخه ځانونه وساتي.

که سړی پدې آيت کي فکر وکړي نو دا به ورته ثابته سي چي د بدګمان څخه ځان ساتل څومره مهم دي! سره ددې چي لږ ګمانونه ممکن ګناه وي خو د احتياط لپاره الله تعالی د ډېرو ګمانونو څخه د ځان ساتلو امر کړی دی.

امام سعدي رحمه الله فرمايلي دي: الله تعالی ځکه د ډېرو بدو ګمانونو څخه منع کړېده چي بعضي د هغو ګناه ده لکه هغه ګمان چي د حقيقت او مستندو قرائنو څخه خالي وي، لکه هغه ګمان چي په درلودلو يې انسان د ډېرو بدو خبرو او بدو کارونو مرتکب کيږي ځکه بد ګمان تنها د ګمان په حد کي نه پاتيږي بلکي خاوند يې داسي خبري او داسي کارونه کوي چي هيڅ مناسب نه وي چي په نتيجه کي پر مسلمان د بدګمانۍ ترڅنګ د هغه سره بغض او دښمني هم ده؛ هغه چي مسلمان يې په نه درلودلو باندي امر سوی دی.

 

د بدګمانۍ په اړه د حديث حکم:

عن أبي هريرة: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث.[موطأ امام محمد 895]

ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ځانونه د (بد) ګمان څخه وساتئ ځکه (بد) ګمان ډېري درواغجني خبري دي.

علامه عبدالحي رحمه الله د موطأ په شرح کي چي التعليق الممجد نوميږي ددې حديث په تشريح کي فرمايي: يعني ځانونه د بدو ګمانونو څخه وساتئ او هغه تهمت دی چي بېله کوم دليله زړه هغه ته ميلان کوي. يعني بېله کوم شرعي دليله انسان پر خپل مسلمان ورور بدګمانه کيږي او پر هغه باندي تهمتونه تړي.

همداسي فرمايي: بد ګمان ځکه غټ درواغ دی چي هغه د انسان په زړه کي د شيطان د وسوسې له کبله وي.[التعليق الممجد حديث 895]

 

د بدګمانۍ اسباب:

ددې لپاره چي موږ ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو بايد د بدګمانۍ اسباب وپيژنو چي په لاندي ډول يې يادولای سو:

1 - ناپوهي:

ناپوهي هغه شی دی چي په سبب يې يو شخص پر بل شخص باندي بدګمانه کيږي ځکه د ناپوهۍ له امله انسان ته حقيقت نه معلوميږي، د شريعت د احکامو په حکم او حکمت نه يې خبر او د بل انسان په وړاندي خپل مسئوليت نه پيژني نو ارومرو پر نورو انسانانو باندي بېله کوم دليله بدګمانه کيږي لکه ذوالخويصرة چي د ناپوهۍ له کبله يې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم د غنيمتونو په وېشلو کي نيوکه وکړه او هغه يې په بې عدالتۍ باندي متهم کړ.

2 - بد قصد:

ځيني خلګ په هرڅه پوهيږي خو د ناوړه قصد درلودلو له کبله پر يوه پاک انسان باندي بدګمانه کيږي ځکه دی غواړي هغه شخص بدنام کړي او ددې لاري څخه خپل ناوړه هدف ته ورسيږي، کڅه هم ممکن دا بدګماني شعوري وي او يو ډول تظاهر وي خو پدې خاطر چي دداسي هدف تعقيبول انسان په تعصب اخته کوي او د انسان عقل له مينځه وړي نو ځکه دغه انسان پداسي منفي ګرايي باندي روبدی وي چي هرڅه ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او پر ډېرو پاکو انسانانو يې ګمان بد وي لکه يهود چي د حقائقو پيژندني سره سره پر مسلمانانو باندي بدګمانه وه.

3 - د نفس متابعت:

ځيني وختونه د نفس متابعت ددې سبب جوړيږي چي انسان دي پر بل انسان بدګمانه سي ځکه نفس د انسان په بدن کي د شيطان جاسوس دی او ټولو شيطاني دسيسو ته لاره آواروي چي يو يې بدګماني ده.

امام عزالي رحمه الله فرمايي: ته بايد پر مسلمان باندي دده د مسلمانۍ په خاطر بدګماني ونکړې که دي پدې خاطر پر يوه مسلمان بدګماني کول چي يو ناوړه عمل دي د بل چا څخه ليدلی وو نو يقينا ته د جنايت او ګناه مرتکب سوې.

که تاريخ ته وګورو صحابه رضي الله عنهم چي کله د مسلمانانو ښارونو ته داخلېدل پر هيچا يې دا ګمان نه کوی چي دده مال به حرام وي سره ددې چي ددوی په وخت کي حرام مالونو هم شتون درلود او د هر چا په مال کي د حرام احتمال وو.

4 - د فاسقانو او بدو خلګو ملګرتيا:

ابو حاتم بستي رحمه الله فرمايي: د بدو خلګو ملګرتيا انسان ته پر ښو خلګو بدګماني پيدا کوي او چا چي د بدو خلګو سره ملګرتيا وکړه ارومرو يې په ټولۍ کي داخليږي، نو پر هوښيار سړي دا لازمه ده چي د شک لرونکو خلګو څخه ځان وساتي تر څو شکمن ورڅخه جوړ نسي

5 - د تهمت ځای ته ورتلل:

بل سبب د بدګمانۍ دا دی چي څوک د بدګمانۍ ځای ته ورځي، پدې صورت کي ارومرو خلګ پر ده باندي بدګمانه کيږي، حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: من أقام نفسه مقام التهم فلا يلومنَّ من أساء به الظنَّ.[الأربعين الطائية] ژباړ: څوک چي ځای ته د تهمت ولاړ سي نو هغه څوک دي نه ملامتوي چي پر ده باندي بدګمانه کيږي.

 

6 - حسد او کينه:

ځيني وختونه حسد او کينه د بدګمانۍ سبب جوړيږي ځکه د هر انسان سره چي د بل انسان په اړه حسد پيدا سي نو په وړاندي يې هيڅ مثبت فکر نه کوي بلکي تل يې په اړه منفي فکرونه کوي او تل ورباندي بدګمانه وي.

7 - په انساني غيرت کي اسراف:

ځيني خلګ داسي طبيعت لري چي په انساني غيرت کي ډېر اسراف ورڅخه کيږي؛ پدې معنی سره چي په غيرت کي تر حد اضافه تېری کوي د بېلګي په ډول د خپلي ښځي په اړه په حجاب کي ډېر توغل کوي او د هغې هر حرکت ته د بې حجابۍ په سترګه ګوري، يا په عموم کي د ښځي لپاره په بند او محدود ژوند باور لري نو ځکه دده د فکر خلاف هري کړني ته يې د شک په سترګه ګوري او يا هم د نورو انسانانو په ژوند کي دخالت کوي او په خپل فکر د ژوند محدوديت ورته ټاکي چي په مخالفت کولو سره يې دستي بدګماني ورته پيدا کيږي.[موسوعة الاخلاق]

 

د بد ګمانۍ ځيني تاوانونه:

بدګماني هم د نورو ګناهونو په څېر ډېر تاوانونه لري چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

1 – د بدګمانۍ له کبله په انسان کي بغض کول او حسد کول پيدا کيږي؛ مهلب رحمه الله فرمايي: د نورو انسانانو سره د بغض او حسد اصلي لامل بدګماني ده دا ځکه چي بغض کوونکی او حسد کوونکی د هغه چا کارونه چي دی ورسره حسد کوي غلط تأويلوي ځکه نو حسد ورڅخه پيدا کيږي.

2 – څوک چي بدګماني کوي هغه نور بد کارونه هم کوي؛ طبري رحمه الله فرمايي: مسلمان پر الله تعالی باندي نيک ګمان لري نو ځکه نيک کارونه هم کوي خو کافر او منافق بيا پر الله تعالی باندي بد ګمان لري نو ځکه بد کارونه هم کوي.

3 – د بدګمانۍ په سبب د انسانانو په مينځ کي حسد او دښمني پيدا کيږي؛ ځکه چي بدګماني د مسلمانانو په مينځ کي د نفاق تخم شيندي، د ورورګلوۍ تړون له مينځه وړي، محبت ختموي او بخالت او دښمني پيدا کوي.

ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي: بدګماني دېته وايي چي د چا زړه پر خلګو باندي د بدو ګمانونو څخه ډک سي تر څو يې تأثير په ژبه او اندامونو باندي ښکاره کيږي نو ځكه تل د هغه مسلمان غيبت کوي، بد ورباندي وايي، عيبونه پکښې پيدا کوي، لعنت ورباندي وايي، آزار او تاوان ورته رسوي.

4 – بدګمانه انسان تل د مسلمانانو په رازونو او خصوصي حريم پسې ګرځي او کوښښ کوي چي د مسلمان آبرو او عزت کم کړي؛ امام غزالي رحمه الله فرمايي: د بدګمان د تأثيراتو څخه يو تأثير تجسس دی ځکه چي بدګمانه انسان په ګمان باندي قناعت نه کوي بلکي د مسلمان پسې پلټنه او جاسوسي کوي.

5 – په بدګمانۍ باندي د مسلمانو کورنيو تر مينځ ستونزي او مشکلات پيدا کيږي ځکه چي د بدګمانۍ په سبب را پورته سوي مشکلات د افرادو ترمينځ د مناقشې وروسته کورنيو ته سرايت کوي او ددوی کورنۍ په خپل مينځ کي په ډېرو ستونزو باندي سره اخته کيږي آن تر دې چي ممکن د دښمنۍ او وژلو تر کچي پوري ورسيږي.

6 – بدګماني د مسلمانانو تر مينځ باور او اعتماد کمزوری کوي ځکه چي بد ګمان کوونکی انسان هغه بل مسلمان ته د دښمن په سترګه ګوري چي د رسوايۍ وروسته هغه هم ممکن متقابله پاليسي غوره کړي چي په نتيجه کي ددوی تر مينځ د دښمنۍ او پوره بې باورۍ فضاء حاکمه کيږي.

7 – د بدګمانۍ په سبب د مسلمان په زړه کي شيطان ته لاره پيدا کيږي چي په نتيجه کي ممکن په ډېرو لويو ګناهونو کي اخته سي؛ امام غزالي رحمه الله فرمايي: د شيطان د ډېرو لويو حيلو څخه يوه پر مسلمانانو باندي بدګماني ده.

8 – بدګماني د انسان د باطني چټلۍ لپاره يوه نښه ده او د زړه د ناروغيو سبب جوړيږي؛ امام غزالي رحمه الله فرمايي: کله چي دي يو څوک وليدی چي پر مسلمانانو يې بد ګمان كوی نو پوه سه چي هغه په باطن کي چټل دی او دا چټلي دده خپل څخه را پورته کيږي خو دی بل څوک د ځان غوندي ويني ځکه مسلمان د بل مسلمان لپاره عذرونه پيدا کوي خو منافق بيا عيبونه پيدا کوي او د مسلمان زړه د نورو مسلمانانو په نسبت پاک او سالم وي. [موسوعة الاخلاق]

 

پر خپل مسلمان ورور نيک ګمان کوه!

ژباړه: جعفر بن محمد وايي: کله چي ستا د ورور څخه تا ته داسي شی ورسيږي چي ستا نه خوښيږي نو ته د هغه لپاره د يوه څخه تر 70 پوري عذرونه پيدا کړه که رښتيا په ده کښې دغه عذر وو خو ښه دی که نه وو بيا ووايه شايد داسي عذر ولري چي زه به په خبر نه يم.

يعني د خپل مسلمان ورور په اړه ژر فيصله مکوه بلکي د هغه د هر کار لپاره عذر پيدا کړه او دی معذور وشميره آن تر دې پوري چي تر 70 پوري عذرونه ورته پيدا کړه او دده د هر کار لپاره صحيح محمل او سمه توجيه ولټوه.

قَالَ جَعْفَرُ بْنُ مُحَمَّدٍ: إِذَا بَلَغَكَ عَنْ أَخِيكَ الشَّيْءُ تُنْكِرُهُ فَالْتَمِسْ لَهُ عُذْرًا وَاحِدًا إِلَى سَبْعِينَ عُذْرًا، فَإِنْ أَصَبْتَهُ وَإِلَّا قُلْ: لَعَلَّ لَهُ عُذْرًا لَا أَعْرِفُهُ.[شعب الايمان7991 ]

 

مشر بايد پر خلګو بدګماني ونکړي:

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چي کله پر خلګو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.

توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چي کوم مشر په خلګو کي د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ سي نو هغوی فاسدوي چي په نتيجه کي د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چي ده يې ورباندي ګمان کوی. 

د حديث مقصد دا دی چي امام او مشر بايد د خلګو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نسي ځکه چي نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چي د عيب څخه دي خالي وي نو که چيري مشر ددوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه سي او ژوند به يې تنګ سي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، ددوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]

تنبيه: مشر کولای سي د خپلو خلګو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني ددغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.

عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود 4891]

 

خلاصه:

نو ددې لپاره چي د بدګمانۍ په ګناه هم اخته نسو او د خپل بل مسلمان ورور حق مو هم تر پښو نه وي لاندي کړی بايد ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو، که يو څوک موږ ته د کوم مسلمان په اړه کومه خبره کوي ددې پر ځای چي موږ ورباندي بدګمانه سو بايد تحقيق او پلټنه وکړو ممکن دغه سړي د درواغو موږ ته خبر را رسولی وي چي د قرآني اصولي له نظره يې موږ بايد د ګمان مخکي پلټنه وکړو.