د ااا دوه کلن سفر ته يو اجمالي نظر

    ژوند د تغيراتو او تحولاتو ډکر دئ . هره ورځ ، هره میاشت او کال کې په دې خاورينه کوره کې يو نوی انکشاف راځي . دا تغيرات ځنې شکلي-بنيادي -ماهيتي ،ځنې آني-مؤقتي-دائمي ، ځنې فردي او يا ملي وي .خو ځيني تغيرات بيا جهاني ابعاد لري او ټول بشريت ترې متاءثره کيږي. د ۲۰۲۱ م کال د اګست ۱۵ نيټه د افغانستان او جهان په تاريخ د يوه نوي سياسي-ټولنيز-اقتصادي-ثقافتي او امنيتي باب او فصل د زېږېدو او شروع کیدو نيټه ده .  په دې ورځ نړۍ د يوه داسې تحول او انقلاب شاهده شوه ، چې تصو

15.08.2023 هيښ ويښ

علم (پوهه)

  علم (نقلي او تجربوي) چې دانسان  يوه نسبي-محدوده-کسبي  معنوي پانګه ده ،د الله تعالی(ج) دسترنعمت (انساني عقل) محصول او ثمره ده . حيوان چې عقل نه لري ، علم هم نه لري . علم د څو کتابونو په لوستلو او يا د مدرسې او مکتب د دروازو په خلاصولو او پورې کولو کې مه خولاصه، محدود او پاکټ کوئ.  دا څه شورماشور جوړ دئ؟ عالم مطلق او کامل يو الله پاک دئ، چې په ټولو مخلوقاتو ، حرکاتو ،سکناتو ، ارادو اؤ نيتونو يې پوه دئ.  د انسان علم ډېر کم او محدود دئ او هر څوک پ

11.08.2023 هيښ ويښ

په افغانستان کې د توکو او اسعارو د نرخونو ثبات

  ماشاءالله ‏نړیوال بانک په خپل میاشتني اقتصادي راپور کې ویلي، چې ‎#افغانستان روان کال په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي. په دې راپور کې ویل شوي؛ په تېرو دوو میاشتو کې کلنی تورم منفي و او افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.  دا انکشاف او برياليتوب دې افغان اولس او زموږ ديني-ملي-اولسي زعامت (د ااا) ته مبارک وي .  اوس پوښتنه داده چې سره له دومره دسيسو او ستونزو( د افغانستان د ملي ذخايرو کنګل کول، ظالمانه تحريمونه ، د ااا په رسميت نه پېژندنه ، په

04.08.2023 هيښ ويښ

انتقاد

  ټولنيز ژوند کامل او بې عيبه نه دئ . حتمې اشتباه وې ، غلطيانې او تېروتنې په کې صورت نيسي.غلطي د انسان او انساني ژوند سره لکه سيوری ملګرې او مل وي. خو سيوری په هغه ځای کې لیدل کيدئ شي چې رڼا وجود ولري.  په تياره کې نه جسم او نه يې سيوری ليدل کيږي، بينا او نابينا يا خلاصې او پټې سترګې دواړه يو شان بې تاثيره وي .  په انساني او ټولنيز ژوند‌کې علم ،معرفت او پوهه رڼا ده ، چې په دې رڼا کې انسان د منزل مقصود( مادي ، معنوي او يا دواړه) په لور سفر کوي.کومه ټولنه چې د علم او معر

31.07.2023 هيښ ويښ

د مهاجرت ستونزه

د،ب،هيښ د مهاجرت ستونزه ! اروپا او امريکا ته د مهاجرت لړۍ د افريقا ، اسيا او لاتينې امريکا نه ورځ په ورځ په پراخېدو ده . په ميليونو نوي ځوانان او ځوانان د اقتصادي ستونزو ، بېکارۍ، دولتي فساد او بې بديلۍ له وجهې په هوا ، ځمکه او اوبو کې د مځکې د کرې د جنوب نه د شمال په لور روان دي ، يا د تګ تصميم لري. سره ددې چې دا سفر ډېر خطرناک او د مرګ سره پنجه نرم کول دي او په لس هاوو زره مسافرين د ليوانو ، مرغانو او کبانو خوراک شول ، مګر بيا هم خلک روان دي او د کور -کلي -وطن د نامناسبو او

25.07.2023 هيښ ويښ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more