علم (نقلي او تجربوي) چې دانسان  يوه نسبي-محدوده-کسبي  معنوي پانګه ده ،د الله تعالی(ج) دسترنعمت (انساني عقل) محصول او ثمره ده .

حيوان چې عقل نه لري ، علم هم نه لري .

علم د څو کتابونو په لوستلو او يا د مدرسې او مکتب د دروازو په خلاصولو او پورې کولو کې مه خولاصه، محدود او پاکټ کوئ. 

دا څه شورماشور جوړ دئ؟

عالم مطلق او کامل يو الله پاک دئ، چې په ټولو مخلوقاتو ، حرکاتو ،سکناتو ، ارادو اؤ نيتونو يې پوه دئ. 

د انسان علم ډېر کم او محدود دئ او هر څوک په يوه برخه کې ښايي په ځينو مسايلو آګاهي ولري ، خو په بله برخه کې مطلق ناپوه(جاهل) دئ. انساني علم د ترقۍ او انکشاف په حال کې دئ، پخوا به د خاصو اشخاصو او کړيو په دايره کې ايسار او انحصار و، خو اوس علم ددې حصار نه په خارجېدو او عام کېدو دئ.

انساني علم يو نسبي او محدود ظرفيت دئ په هر شخص کې او عالم هم د علم د لايتنهاني بحر نه د يوه واړه او ناچيزه غوړپ اخستونکی،هغه هم د علم په يوه مشخصه برخه کې . 

مدرسې، مکتبونه ، دارالعلومونه ، پوهنتونونه او نور اکادميک مرکزونه د علم د زده کړې ادرسونه او ځايونه دي چې څوک يوه دوره د علم د زده کولو په کې تکميلوي او شهادت نامې او اکادميک عنوانونه لکه ملا ، مولوي، شيخ الحديث ، شيخ التفسير ، ليسانس ، ماستر ، دوکتور ، مدرس او پروفيسور حاصلوي . لاکن ددې مانا نه لري چې دغې شخص علم پوره کړ ، بلکې دغه زده کړو او عنوانو ورته د نور تحقيق او علم د زده کولو هنر او چل ور وښود،څو په راتلونکو کې خپله علمي پانګه په خپله څه شان غني او زياته کړي او نوي کشفيات، اختراعات او ابتکارات بې د استاد او معلم د لارښوونې نه حاصل کړي . يعنی انسان ټول عمر زده کوونکی او طالب العلم دئ او د علم د زده کړه پوله او لېمېت نشته.

يوه بله خبره چې بايد ذکر او واضح شي ، هغه داده چې د علم لرونکی لکه مثمره ونه هر څومره چې بارداره‌ کيږي ښاخونه يې مځکې ته تقرب کوي  ، د عالم هم  څومره چې علمي پانګه زياتيږي ، تواضع ، خاکسري ، حليميت او صبر يې ډېريږي او د نفسي غوښتنو د زندان نه آزاديږي . کبر، غرور او په نورو باندې د خپل عالمتوب احسان اچول د علم د ماهيت سره په تضاد کې عمل دئ.  

يو بزکر د خپلې تجربې او تمرين له کبله په خپله بزګرۍ کې استاد او عالم دئ، خو د يوه معلم ، ملا، محاسب ، مدير ، ترکاڼ او يابل په حرفه او مسلک کې جاهل دئ. همدا شان معکوساا دا نور په بزګرۍ کې جاهل دي . 

علم دعقل تحرک ، بېدارۍ ، تفکر، ابتکار ، ابداع او انکشاف ته ويل کيږي او په تعليم ، تمرين ،تجربه، تحقيق او تلاش حاصليږي .

علم هم لکه دوا د ګټې تر څنګ جانبي ضرر هم لرلئ شي. 

علم يوه وسيله او وسله ده د يوه هدف د لاسته راوستلو د پاره . 

مهمه دا ده چې علم د رحماني ، ګټورو، ټولنيز عادلانه ژوند، رفاه او خيريه کارونو د پاره کارول کيږي او که د شيطاني ، شريرو، فاسدو ، ضد انساني او ضرري اعمالو د پاره.  

علم رڼا ده د تيارو د روښانولو ، د ذهنونو د خلاصولو ، د طبيعت د هغه رازونو ، قوانينو او متقابله تعاملاتو او تاثيراتو چې الله پاک ورکړي دي د معلومولو او سپړلو د پاره او عالم ددې رڼا ښودونکی ،واضح کوونکی او انتقالوونکی دئ. 

د انساني علم سره تقوا(ديني-سياسي-اقتصادي-اجتماعي)، اخلاق ،تواضع،تحمل،وفا او تعهد هم ډير ضروري او اهم فکتورونه دي ، چې که نه وي ، علم د ګټې په ځای د انسان او ټولنې د پاره ناورين او مصيبت راولي. 

 

#دابادۍاوخدمت ج هاد

د،ب،هيښ