شک نشته چې تېرو شلو کلونو کې د احصائیې مرکزی ادارې ته پاملرنه شوې وه، دنړیوالی ټولنې، په تېره د نفوسو د صندوق له خوا ورسره مرستې وشوې او یوه مجهزه تخصصي اداره وه. ولایاتو کې یې ریاستونه، لازم تشکیل او دفترونه لرل، هرکال یې یو شمېر سروېګانې کولې او له ټولو اداراتو یې ارقام راټولول، احصائیوي کالنۍ خپرېده، د (احصائیه) مجله هم فعاله وه، مامورینو لازم ټریننګ هم ترلاسه کړی و، خو د بشپړې وګړشمېرنې(سرشماری کامل/ کُلی) امکان ځکه نه و چې له ښارونو څخه بهر امنیت نه و او د دې امکان نه و چې د شمیر ګروپونه کلیو ته ولاړ شي. اوس چې جګړه ودرول شوه، د دې مهم ضرورت د پوره کولو وخت دی.
ترڅو دټول هیواد، هر جلاجلا کلي او ټولو سیموپه هکله لازم معلومات او ارقام ونلرو، هیڅ اقتصادی -اجتماعی برنامه او پروژه نشو تطبیق کولای. اوس په کار ده چی د نفوسو نړیوال صندوق ته پروپوزل واستول شي او د هغو کمک جلب شي. د دې پروژې په پیل سره به له یوې خوا د افغانستان د نفوسو ریښتیانی شمیر معلوم شي، له بلی خوا به د وګړو ټول کیفی او کمی نوي خصوصیات دهغو دسني او جنسیتی ترکیب، عوایدو، شغل، تعلیم، ښاری، کلیوالی او کوچی په تفکیک سره ترلاسه شي. د دې پروژې په پیل سره به ډیرو وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د احصائيې د مرکزی ادارې د پرسونلو ظرفیت به په کار ولویږي، یوه نوې تجربه به ترلاسه شي. په دې سره به د بهرنیو بشری مرستو بڼه له(بشری) څخه ( ODA/Official Development Aid) ته واوړي، ورسره به دا هیله هم پیدا شي چې افغانستان به د ثبات لرونکی پرمختیا اهدافو( SDGs)(چې اووه کاله وخت ورته لرو) ته ورسیږي/نږدې شي. په هیواد کې هره سراسري ملی پروژه او پروګرام ملی یووالی هم تامینوي. په دې توګه دا اقدام سیاسی، ټولنیزی، کلتوری او اقتصادی ګټې لري. دا چې اوسنی نظام د یو شمیر نویو ولسوالیو د جوړولو نیت لري، دهغو واقعی دلیل به روښانه شي، که یو شمیر ولسوالۍ بې له لازمو شرطونو په پام کی وي، له هغو به صرف نظر وشي. په دې توکه به دپراخه - فعاله، خدمتګزاره حکومتولی لپاره لار هواره شي.
خو له دې ټولو سره سره یو شمیر ستونزې هم شته:
 د نفوسو نړیوال صندوق ته قناعت ورکول او د هغوی د شرایطو پوره کول،
 د کافی مسلکی کارکوونکو ګومارل، دا ځکه چی متاسفانه یو شمیر تجربه لرونکی، ماهر مسلکی کارکوونکی له هیواده وتلي دي.
 د م. م. دنفوسو د نړیوال صندوق پاملرنه رااړول تر څو کافی فنډ چمتو کړي، تر څو د افغانستان ستونزمنو شرایطو کې د پروژې دټول لګښت کفایت وکړي،
 د نفوسو غیرعادي ګړندي حرکات( مهاجرتونه، مړینې او تولدات) شته، خصوصاً د مهاجرت سلسله دوام لري، د نفوسو دا ناغوښتی څپانده حرکت د شمیر عملیه ستونزمنه او آن شکمنه کوي،
 شاید په پښتون میشتو سیمو کې یو شمیر کورنۍ دهغو ځوانانو په پټولو او شمیر کې نه شاملولو اقدام وکړي چې یا یې پوهنتون او ښوونځی لوستی یا یې تیر رژیم کې رسمی ماموریت درلود.دا ځکه چې پښتون میشتو سیمو کې دا ډول ځوانان ګواښ سره مخامخ دي،
 هیله ده د احصائیې مرکزی اداره د خپلواکې او مسلکی ادارې په توګه تبارز وکړي، پرته له هغه هرډول سیاسی یا د ناوړې استفادې غرضونه دا پروسه بی اعتباره او د نه عملی کیدو خواته بیایی،
 د خلکو د لازم پوهاوی ستونزه د دې لامل ګرځي چې، کورنۍ پوښتنو ته سم ځواب ونه وایي. په تیره بیا د کورنۍ هغه مشران چی محافظه کار او بېسواده دي، د پوښتنلیک دنیمګړی او ناسم ځوابولو لامل کېدای شي،
 کافی وخت: باید څلور مخکنی ویل شوي ټول پړاوونه په دقت ترسره شي.
له نیکه مرغه د دغې برخې یو څو د ګوتو په شمارمتخصصین لله الحمد حیات دي، خدای دې اوږد ژوند ورپه برخه کړي، دوی کولای شي، له اړوند نړیوالو ادارو سره اړیکې ونیسي، د ستونزو په صورت کې استدلال او د اړتیا لپاره یې لازمه لابی وکړي او د پروژې او پروپوزل د جوړولو، منلو او د تطبیق په جریان کې بهترین مشاورین اوسي، د بیلګې په توګه د لومړنۍ بشپړې وګړشمیرنې د پروژې عمومی رییس ښاغلی ملکزی صاحب، د شممیرلو ساحوی مدیر ښاغلی محمد صدیق وفا( هالند)، عبدالله سلطانی د نشراتو پخوانی مدیر(سدنی)، ډاکتر صاحب نور احمد خالدی(برزین، آسترلیا)، استاد غلام محی الدین شهباز د مرکزی احصائیې پخوانی وزیر او ددیمو ګرافی د مضمون استاد اوس د آسترلیا په ملبورن کې اوسي، جناب آصفی چې د تبلیغاتو آمرو. له دې برعلاوه همدا اوس د دې ادارې ډیر تجربه لرونکی او پوه مسلکی کادرونه عملاً همدا اوس د احصائیې مرکزی اداره کې د خدمت په حال کې دي. له دې برعلاوه کیدای شي، د چمتووالي پړاو کې د اقتصاد د پوهنځیو هغه شمیر فارغان هم چمتو کړو چې وزګار دي او د دوه یا درې میاشتو په ترڅ کې د دیموګرافی او د نفوسو د تحلیل د لکچرونو او کورسونو په بهیر کې یې ظرفیت اوچت کړو. موږ باور لرو چې د احصائیې د مرکزی ادارې موجود همکاران په عالی وطني او تخصصی روحیه په هسکه غاړه دغه ملی دنده ترسره کولای شي.(ان شاالله).