د ماشومانو قاچاق Trafficking of children چې يو ډول نوې او ماډرنه په اصطلاح د غلامي ډول دی چې پکې ماشومان د کورني کارونو، وسلوالو ډلو د جوړولو او جرمي فعاليتونو او حتی د په زوی ولي د نيولو لپاره کارول کېږي تر اوسه پورې د شمېرو له مخې شاوخوا ۸ ميليونه ماشومان په ګرده نړۍ کې د قاچاق په ډول ساتل کېږي او له هغو څخه په شکل د اشکالو استفاده کېږي په ټوله کې د انسانانو د قاچاق ۳۵ سلنه قاچاق د ماشومانو قاچاق تشکيلوي. او دا کړۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو ان پرمختللو هېوادونو کې غځېدلې ده او ګڼ ورانکاري ګروپونه او ډلې په دې کې لاس لري چې په ځينو هېوادونو کې د حکومتونو د فاسدو چارواکو لاسونه هم پکې ښکېل دي . دا ماشومان چې په سخت حالت کې ساتل کېږي که په تېښته له دې ډلو اوګروپونو بريالي هم شي بيا هم له جسمي او عاطفي اړخه سخت ځپل شوي وي او هغه وېره او بده استفاده چې له دوی څخه شوې وروسته ټولنې ته د دوی په ورجذبېدلو کې کار خورا سختوي .
د انسان قاچاق يو جنايت او د بشري حقونو څخه ډېره جدي سرغړونه ده او هر کال په زرګونو نارينه او زنانه او ماشومان په داخل د هېوادونو او له هېوادونو د باندې په ګرده نړۍ کې قاچاق کېږي.
يوازې په يوه کال کې د اروپايي اتحاديې په هېوادونو کې څه باندې ۱۴ زره ماشومانو د قاچاق دوسيې ثبت شوې وې چې ۷۲ فيصده یې مېرمنې او جينکۍ وې او ماشومان ددې۲۲ فيصده نوره برخه وه او له نيمايي زيات یې د جنسي زور زياتي او جنسي کاروبار لپاره ساتل کېدل.
د ماشومانو د قاچاق مسئله يو ځل بيا د نړۍ په رسنيو کې هغه وخت ګرمه او توده شوه چې اوکراین په وار وار په مختلفو نړیوالو سازمانونو کې د روسیې له خوا له خپلو سیمو د ماشومانو د غیر قانوني ایستلو مسئله راپورته کړه. په عین حال کې، لویدیځ مطبوعات لیکي چې د اوکراین اړخ په لویدیځه اروپا کې د سلګونو او حتی زرګونو ماشومانو د اصلي ورکیدو په اړه چوپه خوله دي، چې هلته د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو څخه نیول شوي دي.
د پولنډ د بشري حقونو فعالې جوانا پاخویتسویچ چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي وايي: د ماشومانو يوه یتیم خانه چې ماریوپول ته څېرمه په یوه کلي کې وه او ۸۵ ماشومان پکې اوسېدل په اسپانيا کې د ماشومانو په قاچاقبرانو پلورل شوې ده.
همدارنګه د ځينو رسنيو د معلوماتو له مخې د اوکراین تر کنټرول لاندې د ډونباس سیمې څخه ۵۰۰ ماشومان د يوه ګروپ لخوا پولنډ او اسراییلو ته وړل شوي
دا قاچاقبران له کوم ځای څخه راغلي، څنګه د ماشومانو د پالنې مرکزونو ته لاره کوي او څنګه له هغه څخه ماشومان باسي او ورک کوي يې؟ دا هغه بې ځوابه پوښتنې دي چې لا تر اوسه يې ځوابونه نه دي موندل شوي ډیری دا ماشومان والدین لري. مګر دوی نشي کولی د خپلو ماشومانو او دې ګروپونو پل او نښې ومومي. ځینې موراو پلار خپل ماشومان "لویف" یا "د اروپا د رخصتۍ کمپ" ته لیږلي، خو وروسته یې ماشومان تري تم کېږي او هيڅ اړيکه نشي ورسره نيولی. په هالنډ کې ۱۷۰ اوکرایني تنکي ځوانان تر اوسه پورې ورک دي.
د یو بل اوکرایني یتیم خانې څخه د ۳۰ تر ۴۰ زده کونکي چې غوښتل چې د اسپانيا له مادرید څخه کانري ټاپو ته لاړ شي، په لاره کې ورک شول. پولیسو او هسپانوي چارواکو یو شمېر اوکرایني اتباع د شک په ډول ونيول چې ګويا کېدای شي هغه لاس پکې ولري خو وروسته هغه خوشي شوي دي.
۱۵۹ نور بې سرپرسته ماشومان د اوکراین له جنوب څخه ترکیې ته وړل شوي، او د بشري حقونو د سرچينو په حواله تر اوسه پورې د هغوی درک نه دی معلوم شوی. د ترکیې انادولو خبري اژانس لیکي چې دوی د انتالیا په یوه پټ هوټل کې ځای پر ځای شوي وو، د امنیتي دلایلو له امله د ماشومانو نور برخلیک لا تر اوسه معلوم شوی نه دی.
د اوکراین د ۴۳ ماشومانو یوه ډله په لیتوانیا کې ونیول شوه. دوی د ادعا له مخې نورو هیوادونو ته "د په زوی او لور نيولو لپاره کورنيو غوښتي وو" او د همدې لپاره ایستل شوي وو، مګر د دوی اسناد او معلومات چې وروسته د بشري حقونو د سيمه ييزو سازمانونو لخوا بررسي شول خورا شکمن وو.ان دا چې ماشومان ( د لیتوانیا کورنۍ او د ماشومانو د ملاتړ مرکز) تر پاملرنې لاندې لیږدول شوي وو. نو معلومه ده چې د دوی په برخلیک کې د دولت ځینې کړۍ او چارواکي هم لاس لري او دا قاچاق په لوړه کچه صورت نيسي.
دا ټولې پېښې په ځلونو ځلونو د غربي ورځپاڼو او خبري آژانسونو د سرټکي ګرځيدلي دي . خو د اوکراین دولت په دې اړه تر اوسه پورې بې تفاوته دی.
د ماشومانو د قاچاق قضیې ډېرې جدي او د نه پوهیدو وړ دي. ۱۷۰ ماشومان څنګه ورک شي؟ یتیم خانه څنګه او په چا پلورل کېږي؟ تر ټولو بد دا چې د اکثره ماشومانو څخه د وینې نمونې اخیستل کیږي، ځيګر او نور غړي یې معاینه کیږي. د سلګونو ماشومانو صحي اسناد په ماریوپول او خرسون کې د "خیريه" غربي موسسو په ودانيو کې وموندل شوي دي.
ان که ځينې بې سرپرسته ماشومان په اروپا کې د ځينو کورنيو لخوا په (زوی ولي) هم نيول شوي وي خو بيا وروسته وروسته د ماشوم سره سختي کېږي او هغه ځورول کېږي او يایې داسې عادي کورنۍ ته ورکړي چې هغوی یې سمه پالنه او تغذيه نشي کولای.
په هر حال د ماشومانو قاچاق مسئله يوازې د وروسته پاتې هېوادونو او غريبو هېوادونو نه ده، دا مسئله په پرمختللو هېوادونو اروپا او امريکا کې په ځنځيريي شکل په شدت سره روانه ده او وروسته له کرونا ناروغي تر بل هر وخت ډېره شوې ده ، د بشري حقونو سازمانونه هڅه کوي چې د چارواکو او پټو سرچينو په مرسته ددې ګروپونو او ډلو رېښو ته ځانونه ورسوي خو په ځينو مواردو کې د هېوادونو د چارواکو او د قضيو د مغلق کېدلو او يا هم د چارواکو لخوا د معلوماتو د نه شريک کولو له امله نشي کولای چې مطلوبې پايلې ترلاسه کړي او یا هم د قضيو اصلي جرړه پيدا کړي.