(په افغانستان کې دوګړشمیرنې د مقالو پنځمه برخه)


افغانستان د ملګرو ملتونو له لومړنیو غړو هیوادو څخه دی. د دغه سازمان ډیرو موسساتو لکه د نورو هیوادو په شان؛ افغانستان کی هم دفترونه لرل او خپلې دندې یې پر مخ وړي دي چې افغانان ورڅخه خوښ دي. د ملګرو ملتونو(م.م.) د سازمان په اوو ارکانو کې یو ډیر مهم یې اقتصادی او اجتماعی شورا ده چې وروسته تر لویې غونډې او د امنیت شورا څخه اوچت اهمیت لري. همدې شورا پورې اړوند، یو ډېر مهم صندوق دنفوسو نړیوال صندوق( UNFPA) دی. د دې صندوق کار له نفوسو او پرمخیتا سره دی. دغه صندوق په دې اړوند کنفرانسونه دایر کړي چې، یو ډېر مهم کنفرانس یې په ۱۹۹۴م. کې د مصر په قاهره کې و چې د نفوسو او پرمخیتا برخه کې یې یوه برنامه تصویب کړه ، دغه ډول برنامې اوس هم دوام لري. په دې کې یو هم د وګړشمېرنو د پروګرامونو سره مرسته ده. وګړ شمېرنه ( census) د یوه هېواد یوه لويه ملی پروسه وي. وګړشميرنه د همدې صندوق په مالی او تخنیکی مرسته ترسره کيږي .د افغانستان لومړنۍ بشپړه وګړشميرنه(۱۹۷۹=۱۳۵۸ل. کې) هم د همدې صندوق په مرسته و شوه.
دنفوسو نړیوال صندوق څرنګه جوړ شو؟
په ۱۹۶۵م .کال کې دنفوسو په اړه دنړيوال کنفرانس د جوړيدو په ترڅ کې د م.م.عمومي اسامبلې له اقتصادي او ټولنيزې شورا وغوښتل چې دملګروملتونو دفرعي ارګانونو په مرسته د نفوسو دپراختيا او په اقتصادي ودې پورې اړوند مسايل مطالعه او وڅيړي. په دې برخه کې لومړنی اقدام (دنفوسو د چارو د تنظيم په اړه د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق) جوړول و، چې په ۱۹۶۷م. کال کې د عمومی منشي له خوا جوړ شو. په ۱۹۶۹م .کال کې د عمومي منشي له خوا د دغه صندوق چارې د ملګرو ملتونو د بيارغاونې پروګرام مشر ته وسپارل شوې او (/The UN Population Activities Fundدنفوسو د فعاليتونو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق) په نوم ونومول شو، خو د ۱۹۷۲م . کال د ډسمبر په ۱۸ مه عمومي اسامبلې د صندوق چارې په خپله غاړه واخيستې او د (ملګرو ملتونو د بيارغونې دپروګرام شورا) يې د صندوق د اداره کوونکې رکن په توګه وټاکل شو. په پای کې عمومي اسامبلې په ۱۹۸۷م .کال کې نوموړی صندوق د (ملګرو ملتونو د نفوسو صندوقUNFPA) په نوم د خپل فرعي رکن په توګه ومانه. ۱۷۹ هیوادو، او له هغې جملې افغانستان د دغه صندوق غړیتوب ترلاسه کړ.
په کم وخت کې دغه صندوق د نړۍ څلورو سیمو کې دفترونه فعال او دغه حوزې ورته وټاکل شوې: عربی هیوادونه او اروپا، آسیا او آرام سمندر، لاتینه امریکااو د کارابین حوزه او افریقا.
اقتصادي او ټولنيزې شورا په ۱۹۷۳م .کال کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق دندې په لاندې توګه وټاکلې:
۱. دنفوسو او کورنۍ په برخه کې په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د اړتياوو پوره کولو په موخه د لازم ميکانيزم رامنځته کول.
۲. په ملي او نړيواله کچه د ټولنيزو او اقتصادي اړتياوو، د چاپيريال ساتنې او په نفوسو پورې اړونده مسايلو په اړه عامه پوهاوی.
۳. د مور او ماشوم روغتیا اوله هغو هيوادونو سره مرسته چې د نفوسو په برخه کې ستونزې لري.
۴. دملګرو ملتونو په سازمان کې د نفوسو په برخه کې د پروګرامونو د پلي کولو رهبري.
دغه صندوق تراوسه دنفوسو او پرمخیا سره سروکار درلود چې خلکو ته د لومړنیو خدماتو چمتو کولو، روغتیا(په تېره دموراوماشوم صحت)، ښوونه اوروزنه او پرمختیایی هیوادو سره یې د دوی د دیموګرافییکی مسایلو په اړه ګډ کار کړی دی.
اوس وروسته تر شلو کلونو خونړیو کورنیو جنګونو یو فرصت برابر شوی دی چی د هیواد ټول نفوس وشمیرل شي. دنفوسو په اړه د کره معلوماتو لرلو څخه پرته نه دولتی اداری لازم پلان او برنامه جوړولای شی او نه هم په آسانه نړیوال موسسات مرستو ته چمتو کیږی. موږڅو تنه یو؟ زموږ لپاره یوه مهمه پوښتنه ده چې په دې سره مو ډیر مسایل حل کیږي. البته دې برخه کې د جنګ د درېدو ترڅنګ د احصایئې د مرکزی ادارې موجود ظرفیت، د ولس علاقمندي او د تجربه لرونکو متخصصینو شتون لازم فرصتونه دي. په دې برخه کې له دغو ښاغلو او منلو متخصصینواو تجربه لرونکو علمی کادرونو څخه هیله کیږي چې دې برخه کې د احصائیې مرکزی ادارې او نورو ادارو سره یو ځای لاز م ګامونه اوچت کړي: محترم داکتر صاحب نور احمد خالدی(برزین ښار، آسترلیا) چې لومړنۍ وګړشمیرنه کې د تحلیل او ارزونې مدیرو،پوهنوال دوکتورمحمد طاهر عنایت(دکابل پوهنتون پخوانی رئیس) چې د دیموګرافی چاروکې دوه دوکتورا اود وګړشمیرنې د ساحو تجربه لري( المان- فعلاً جلال اباد کې)، ښاغلی ملکزی صاحب چې پخوا د احصائیې د ادارې د کمپیوتر مدیر و، د شمیرلو ساحوی مدیر ښاغلی محمد صدیق وفا( اوس هالند کې)، عبدالله سلطانی د نشراتو پخوانی مدیر(سدنی)، استاد غلام محی الدین شهباز د مرکزي احصائیې پخوانی وزیر او ددیمو ګرافی د مضمون استاد (اوس د آسترلیا په ملبورن کې) او جناب آصفی چې د تبلیغاتو آمرو. دوی کولای شي بیلابیلو برخو کې د مشاور او لارښود په توګه دغې ملی پروسې سره همکار شي. دافغانستان د مرکزی احصائیې مسلکی او ماهرکارکوونکی، په تیره ځوان روزل شوي دکمپیوتر او بایومتری او نورو تخنیکی برخو ځوان او انرژی لرونکی کار کوونکې او داقتصاد دپوهنځیو نوي فارغان دا هیله رابخښي چې د نفوسونړیوال صندوق اړ افغانستان سره مرسته وکړي او دغه مهمه ملی پروژه په بریالیتوب د دوه یا درې کلونو په بهیر کې سرته ورسوو.