د ژوند چاپیریال له کتاب څخه .
د چا پيريال د ککړتيا د عواملو څخه یوهم افت وژونکي (Pesticides)دي .چې دا هم د چاپیریال د ککړتيا سبب ګرځي . 
هر کال  ميليونونه ډالرلګښت راځي. تر څو د ناروغۍ و او حشراتو کنترول پري وشي خو که چېرې دا په صحيح ډول ونه کارول شې نو ددي بدي اغيزي او خطرونه هم د کنترول څخه وځی او د بيلا بيلو ناروغيو سبب ګرځي .همدا رنګه ددي د نه استعمال په وجه هم ډير تا وانونه منځ ته راځي په نباتي محصولاتو کې د%. 50- %35 سلنه کموالی راځي زمونږ په هيواد کې هم افت وژو نکي په خپل سر په غير فني ډول واردیږی اوپه خپل سرغیرفنی ډو ل استعماليږي (په دی برخه کی د کرنی د وزارت جدی توجه غواړم ) چې دا ډيرې بدي اغيزي لري ددي په وسيله اوبه ،هوا ، خاورې ، نباتاتو، حيواناتو او انسانانو ته وژونکې ډيربی ساری زيانونه رسيږي . د افت وژونکو له امله کوم مسمومیت چې منځ ته راځی لکه : د سردرد ، ګنګسیت ، د عضلاتو یو ډول کمزوری، نس ناسته (اسهال) ، د ټول بدن بی حسی ، د سترګو څخه اوښکی( اوبه) تلل ، د خولۍ بهیدل، د سترګو کسۍ لویدل، کانګی (اسفراق) ، ساه لنډی ، د زړه ضربان (تاکى کاردى)، او په پایله کی مرګ دی. 
۱ .هرزه ګياه وژونکى هربيسايدHerbicides  هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د هرزه ګياه Weeds د کنترول لپاره استعماليږي لکه: , MCPA) Dinosebاو 2.4D)او داسي نور... 
۲.حشره وژونکى Insecticides:- هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د نباتی حشراتو د مخنيوي او کنترول لپاره استعماليږي لکه : Delta.M, Cyper methrin, Methyle Parathio 
۳. قارچ وژونکى Fungicides: - د قارچ (Fungus) د مخنیو ی لپاره کيمياوي مرکبونه دي چې د نباتی قارچونو د مخنيوي لپاره په کار وړل کيږي لکه : تيرام، منکوزيب، سلفر او نور.. . 
۴.بکتريا وژونکى Bactericides : - هغه کيمياوي مرکبونه دي چې دنباتی بکتريا و د مخنيوي لپاره پکاريږي لکه : Antibiotics انتی بیوتیک  او داسي نور.… 
۵.ګرد چنجى وژونکى Nematocides : هغه کيمیاوې مرکبونه دي چې د نباتی ګرد تصویره چنجیو د مخنيوي له پاره استعماليږې لکه : Nimagen ,enzone باید ووایم چې د ځمکې ګردتصویره چنجی د نباتی شېری ، نباتی ریښې او مکروبونو تغذیده کوی که نباتاتو ته زیان هم اړوی بلکه یو څه مفدیت هم لري . 
۶.کنه وژونکى Acaricides :– هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د کنو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه: Oxide, cyhexa , Azinphos Methyl Fenbutatin 
7. موږک وژونکي Pesticide mice : ژوونکې یا Rodents تیې لرونکې حیواناتو لویه ډله ده چې 2000 نوع لري لکه غټ موږکان یا Rat چې تقریبا 500نوع لري ، کورنی موږکان Mouse تقریبا 130 نوعی لري Rodenticide ژوونکې وژونکې هم ورته وایې . 
کورنی موږکان د رنګ له مخی په لاندی نمونو یادیږی 
۱ کورنی مږکان Musmusculus 
۲تورموږکان Rattusrattus 
۳ قهوه رنګ مږګان Rattus norvegicus 
د اکولو ژی له نظره مږګان د غذائیې زنځیر اصلی حلقه ده ، مږګان کولی شې ویروسونه ، مختلفی بکتریا ګانی ، پروتوزوا protozoa ، چنجی انسان ته انتقال کړی همدارنګه یونوع مسمومیت په نوم د سالمونلایې چې د موږګانو د غایطه موادو او میتیازو( ادرار) پواسطه انتقالیږی . 
په ځینو ځایونو کې مږګان په انسان حمله کوی او یو نوع ګاز نیونه ( اسپریلspril ) منځ ته راوړی 
هغه کيمياوي مرکبونه چې دموږکانو دمخنيوي له پاره د طعمه (خوراک) sinlg feeding په تصویر استعماليږې لکه : زنګ فاسفیت zinc phosphates ، برودیفا کوم ( 4هیدروکسی کومارین C31H23Bro3 )چې یو سپین پودر دی چې نسبت نورو دواګانوته کم خطر لري . 
• Larvicide لاروا وژونکې 
• Pediculicide سپږی وژونکې 
• Avicide مرغان وژونکې 
• Molluscicide حلزون وژونکې 
• Piscicide ماهی وژونکې 
• Acaricide کنه وژونکې، 
• Algicide اوبړی وژونکې 
او نور یادولی شوو . 
دتاثير له مخې دافت وژونکو ډولونهToxic Effect : 
د اغیزو له مخې افت وژونکي په لاندي ډول طبقه بندي کیږي 
۱- (خولې دلارې oral): دخولې دلاري تيريدوسره متصویرات منځ ته راوړې چې دا بيا په څلور ډوله دي 
الف - شديد زهري: چې د وژونکو موادو مقدار یې %50 سلنه mg/kg 50-1 وي 
ب - زيات زهري: چې وژونکې موادو مقداریې %50سلنه یې mg/kg 200-50 وي 
ج - متوسط زهري : چې وژونکې موادو مقدار یې %50سلنه یې mg/kg 1000-300 وې 
د ـ ضعيف زهري: هغه دي چې % 50 وژونکي مقداريې mg/kg 1000  څخه زيات وي 
۲ -(دپوستکي سره دتماس دلاري Dermal): چې داهم په دری ډوله دي په ترتيب سره عبارت دي له: 
Highly toxic -a:هغه افت وژونکي دي چې % 50وژونکي مقداريې د mg/kg 300 څخه کم وي 
Medium toxic -bهغه افت وژونکي دي چې سلو برخوکی % 50 سلنه وژونکې مقدارېې mg/kg 1000- 300 وي 
Light toxic –c: هغه افت وژونکي دي چې% 50 وژونکې مقداريې mg/kg 1000  څخه زيات وي .