ژوند د تغيراتو او تحولاتو ډکر دئ . هره ورځ ، هره میاشت او کال کې په دې خاورينه کوره کې يو نوی انکشاف راځي . دا تغيرات ځنې شکلي-بنيادي -ماهيتي ،ځنې آني-مؤقتي-دائمي ، ځنې فردي او يا ملي وي .خو ځيني تغيرات بيا جهاني ابعاد لري او ټول بشريت ترې متاءثره کيږي.

د ۲۰۲۱ م کال د اګست ۱۵ نيټه د افغانستان او جهان په تاريخ د يوه نوي سياسي-ټولنيز-اقتصادي-ثقافتي او امنيتي باب او فصل د زېږېدو او شروع کیدو نيټه ده . 

په دې ورځ نړۍ د يوه داسې تحول او انقلاب شاهده شوه ، چې تصور يې خيال او محال و او د نړۍ ټول صاحب نظران او د راتلونکي ژوند په هکله محققين او تحليل ګران ئې حيران کړل ، چې ددې عظيم تحول د وړاندوينې او يادون نه، نه يوازې عاجز پاته شوي وو،بلکې د دوی تيوري ګانې او فرضيې يې ناقصه او باطلې ثابتې کړې .

دې مبارکې ورځې او انقلاب د نړۍ د مآءيوسه ، استبداد ځپلي او مظلوم مستضعف بشريت په ناتوانه بدن کی د اميد ،ازادۍ او انساني کرامت د پياده کېدو روح ور داخل کړ او د ټولنيز عدالت د استوارېدو، ارامه ژوند او رفاه هيلې يې بيا را ژوندئ شوې . 

 

دا تحول او انقلاب د افغان په خپلواکۍ مين اولس د افسانوي مبارزې او پرېمانه -بېمثاله قربانيانو او فداکاريو په نتيجه کې د جهان په تاريخ کې ثبت شو او بشريت ته يې په سياسي-اقتصادي-اجتماعي-ثقافتي او امنيتي ژوند کې د مطمئنه او بې جنجاله ژوند د کولو لاره (خپلواکي ، توکل په الله «ج» ،په خپل ځان اتکا، ټولنيز عدالت پياده کول ، د ملي ريسورسونو «بشري او طبيعي» نه ګټه اخستل او خادمه سياسي واکمني قائمول ...‌) پرانيستله ، څو په هغې تګ ئې ملي او بين المللي انساني او د عدالت په بنا ولاړ ژوند تضمين او د فزيکي ټکرونو ، نفرت او مزاحمت په ځای په تفاهم ، سوله ، دوستۍ او نېکمرغۍ کې ژوند وکړي .

په دې تحول او انقلاب سره دا ثابته شوه چې حق کاميابه او باطل له منځه تلونکی دئ او د دهېوادونو برخليک يوازې د ملتونو له لوري ټاکل کیږي. هيڅ زور او قوت د ملتونو د زور په مقابل کې تاب نه لري.

 

هو د اوګوست په ۱۵ نيټه شل کلن وحشيانه اشغال او د هغوی نصب شوې اجنټه -فاسده اداره چې د ټولو مصيبتونو منبع وه ختم او د افغانستان پاکه خاوره د خپلواکۍ د نعمت نه برخورداره شوه . 

دې تحول او انقلاب په خپل دوه کلن مزل سره دومره لوی کارونه وکړل چې تصور يې نه کیدلو لکه:

 

اول - افغان اولس په انساني دونيا کې ترټولو قیمتي نعمت (خپلواکي) حاصله کړه .شل کلن وحشيانه اشغال او د هغې له لوري نصب شوې اجنټه -فاسده اداره چې د ټولو مصيبتونو منبع وه ختم او د افغانستان خاوره د اشغالګرو د ناولي وجود نه پاکه شوه .دشر-فساد(داخلي او خارجي)ټغر ټول شو.د افغان اولس د قتلعام جنايت بندشو . په ټول وطن د ازادۍ دلمر وړانګې خورې شوې . د هر افغان فزيکي-روحي-رواني-مادي او معنوي امنيت خوندي او د خپل وطن ،خپل اختيار شعار شعوري او عملي شو . په دې دوه‌ کلنه موده کې د خپلواکۍ دفاع او پوره امنيت نور هم قوي او پياوړي شول 

 

دوهم - د افغانستان په ټول تاريخ کې سياسي واک چې پخوا به د فرد ،کورنۍ، ډلې ، تنظيم او ګوند په قبضه کې يرغمل و ، د اول ځل د پاره خپل اصلي مالک ته چې اولس دئ تسليم شو او د اولس د اصيلو، صادقو ،تقواداره‌ او خدمتګاره زامنو له لوري يې مديريت او منجمنټ شروع شو ، چې په دا دوه کاله کې ددې واکمنۍ د پراختيا ،تقويت او بنسټيزه کېدلو د پاره عملي اقدامات و شول او په احسنه توګه ورسپارل شوئ ماموريت ( امنيت ، ابادي ، خدمات ) ئې د تمې او توقع نه پورته اجرا کړ.

 

دريم - په ټول تاريخ کې دولت او حکومت په نوی تعريف، مفهوم او هدف سره تشکيل او استوارشو . 

دولتي وظايف او مکليفتونه چې پخوا امتياز او د قدرت -ثروت -شهرت او شهوت د حاصلولو وسيله ،ادرس او منبع و ، د ااا په قائمېدو سره د خدمت ، فداکارۍ ،مسؤليت او حساب ورکولو په ملي تشکيل بدل شول . د آمر او مامور نوی سياسي دود برقرار او موقفونه يې تغير شول . پخوا دولت آمر وو او ملت رعيت او فرمانبردار، خو د ااا په راتګ سره ملت بادار ، آمر او واکدار شو او دولت د مامور، خدمتګار او کارګر حيثيت او مقام حاصل کړ.

 

۴- په ټولنيزه برخه کې د ملت د محرومترين او مستحق ترين قشر ( کوڼډې،يتيمان،معلولين،د شهيدانو ورثه او بې سرپرسته کورنيانې) سره د کمو مالي او اقتصادي منابعو د دولتي پوښښ لاندې راغلل او په ښارونو او بازارونو کې د سوالکرو ثبت او د دولتي خدماتو عرضه ورته شروع شوه .

همدا شان د ټولنې عاق شوئ ، رټل شوئ حتا د خپلو اقرباوو نه شړل شوئ او هېر شوئ ميليوني لښکر( په مخدره‌ موادو روږدي او معتادان ) چې داشغال او د‌هغوی د اجنټانو ستر مصيبتاره پاته شوئ ميراث و، راټولول ، تر روزنې ،پالنې او تداوي لاندې نيول او بیرته په ټولنه‌ کې ادغام کول د ااا بله لوی اسلامي او انساني اقدام او لاسته راوړنه ده ‌، چې يوازي مريضان او غرضيان به پرې سترګې پټوي ، نو ټول يې تاييد او تحسينوي.

 

۵- په خارجي سياست کې چې جهان د څو قطبي کېدو په رقابت کې دئ ، د افغانستان مثبته، خيرخواهانه او بې پرې عملي پاليسي ډېره مثمره او کاري وه . د افغانستان اسلامي امارت په خبرو او عمل کې د هېوادونو استقلال ته احترام ، په داخلي امورو کې عدم مداخله ، د ستونزو د حل دپاره ډيالوګ،مذاکرات او تفاهمات ، پارتنري اړيکي لرلو ته توجه کول، په علمي-تخنيکي-تکنالوژيکي-او تجارتي برخو کې داسې پاليسي مخته وړل چې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو په مساویانه ګټو بناوي .

دې معقول ،مدبرانه او متوازن سياست هغه بدګمانيانې او شکونه چې د دوښمنانو او مغرضو کړيو له لوري تبليغ کېدل ټول عبث ثابت کړل او د ااا په خپلو هوښيارانه او اخلاصمندانه خارجي پاليسيو د سيمي او جهان د هېوادونو نظر بدل او په روابطو کې افغانستان ته د يوه باوري او مطمئن سيال په توګه قاييل او معتقد شول. 

د ااا په خپله خارجي پاليسۍ عملاا جهان ته وښوده ، چې نه يوازې د خپلواکۍ د جنګ په ډګر کې درايت او لياقت لري ، بلکې په سياست کې هم د پوره وړتيا او ابتکار استعداد لري . 

 

۶- په اقتصادي ساحه کې د نوي اسلامي اقتصاد په اساس او اصولو بانکي-توليدي-تجارتي-صنعتي-زراعتي-خدماتي سکتورونه سمبالول او د داسې اقتصادي سيسم برحاله کول چې اقتصادي افراط او تفريط ( کاپيټاليستي او سوسياليستي) ظالمانه سيستم په کې مردود او د استثمار او استحمار په ځای به د توازن او عدالت په بنياد ولاړوي .

د بشر په معاصر تاريخ کې دا اول ځل دئ، چې د اقتصادي ودې او انکشاف د فعاليت هدف انسان او دهغه رفاه ټاکل کیږي ، نه د سرمايي تراکم. پانګه د انسان په خدمت کې اچول کيږي نه انسان د پانګې او پانګه والو د ثروت او شهوت د حاصلولو د پاره .

په همدې تفکر او عقيده د نويو بنسټيزو-حياتي پروژو د افتتاح اوعملي کولو لکه د قوشتيپې کانال ، د سلمابند ،ډ اوبو مديريت ، د لويو لارو د جوړولو-رغولو، د داخلي توليداتو زياتول او ورنه استفاده کول، د صادراتو ډېرول او د وارداتو کمول ، دغير ضروري-تجملي- بی کيفيته موادو د واردولو ممانعت او تر ټولو مهم د جرمي اقتصاد ( غلا ، غصب ، قاچاق ،د مخدره موادو توليد -ترانسپورت -تجارت ، د پرديو سره د جاسوسۍ -اجنټۍ له لارې پيسې لاسته راوستل او په دولتي ستګاه کې رشوت او فساد ) رېښې ايستل د ااا سترې کارنامی او د کاميابه اقتصادي پاليسۍ د مخته وړلو ثبوت دئ. 

د افغانستان په تاريخ ملي بوديجه د داخلي عوائدو په بنياد جوړه او تصويب شوه ، چې حتا د جهان پرمختللي هېوادونه يې په منځته راوستلو کې عاجز پاته دي او ډ قرضو په اخستلو بوديجې ترتيبولو.

 

۷- په ثقافتي او کلتوري برخه کې د غربي هرزه ، لغړ ،بېبندوباره ، بې حيا او انساني کرامت ته د سپکاوي کلتور د تقليد، ترويج او پراختيا سره جدي مبارزه او مخنيوی يې د ااا مهمه او ضروري ماموريت و، چې په دې دوو کالونو کې يې د کيفيت او کميت له لحاظه په ښه شان سرته ورساوه . د مېډيا په ډګر کې داسې نشرات، اطلاعات او معلومات ټولنې ته وړاندې شول چې په ديني-ملي ارزښتونو او فکرونو بنا وو. 

د ديني عقايدو ، په معروفاتو د امر او نواهيو نه د انکار علاوه د افغاني ثقافت قېمتي او انساني اړخونه بيان ، چاپ او په تصويري او ويډيوي بڼه د خلکو د اذهانو دروښانولو او د اخلاقي سقوط د خطر نه د اطفالو ، ځوانانو او بې خبرو وطنوالو دبچ کولو د پاره وړاندې شول .

 د تعصبي،نفرتي او نفاقي فتنه ګرانو د شر او شرارت بازار وتړل شو او په ځای يې د اسلامي ورورولي ، افغاني اتحاد او انساني مينې او محبت ډ زياتولو او بنسټيزه کولو د پاره فعاليت وشو . 

 

بناا که په همدې انګيزه، صداقت ،علاقه او سرعت کارونه دوام وکړي ، په نږدې وختونو کې به افغانستان د نړۍ يو نمونه او مثالي هېواد شي. فقر به له منځه ولاړشي، په ځان بسيا ، باثباته ، پرمختللی او مرفه افغانستان به د نړۍ په جغرافيه کې وځليږي او په مخ کې پراته خڼډونه او ستونزې به په مهارت او تدبير سره حل شي. 

 

د يوه ملک د ترقۍ او ښيرازه کولو د پاره امينه ،مستقله او خدمتګاره واکمني ، بشري قوا او طبيعي منابع مهم او اساسي فکتورونه دي ، چې الحمدالله دا درې واړه اوس په افغانستان کې موجود دي ، چې په کارولو سره به دروښانه راتلونکې او نېکمرغه افغانستان جوړول باوري او تضمينولئ شي. 

 

تل دې وي خپلواکي 

ژوندي او سرلوړي دې وي دين-اولس-وطن ته

مؤمن او متعهد واکمنان .

 

#داباډۍاوخدمت جهاد

د،ب،هيښ