د احصائیې د مرکزی ادارې ویاند ویلي چې په پام کې ده ۳۱میاشتو کې د ۱۲۰-۱۵۰میلیون ډالرو په لګښت دافغانستان بشپړه وګړشمېرنه/سرشمیرنه (سرشماری کامل) اجرا کړی. دلته به په څوبرخو کې وګړشمیرنه او دهغی ضرورت، طرز او شرایط لنډو وګورو:
د نفوسو بشپړه شمیرنه ( census)د يوه هېواد يا يوې سيمې د ټولو وګړو په ديموګرافيکي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې په يوه ټاکلي وخت کې د ارقامو او اعدادو راټولول، تصنيف، ارزيابي، تجزيه او تحليل کول او بيا د هغو خپرول او د اړوندو مراجعو په واک کې ورکول دي . دا د د يموګرافيکي احصائيو او معلوماتو له څلورو منابعو څخه يوه منبع ده ( درې نور منابع د نفوس د احوالو ثبت يا population register ، د حياتي احصائيوي ثبت vital statistical register او ديموګرافيکي نمونوى سرويګانې (demographic sample surveys) دي. بشپړه سرشمیرنه چې دهغې د ټولو اصولو، څلورګونو مراحلو، دقت او مسلکیتوب له مخې وشي، نظر پورته درې نورو منابعو ته کاملاً ثقه او د اعتبار وړ وي. درې نور منابع ځکه کافی ندی چې:
 population register زموږ ادارات د نفوسود احوالو د ثبت منظم، پرله پسې او ثبت شوی سیستم نلری، او نه هم خلک مراجعه کوي، خصوصاً ښځینه نفوس زیاتره تذکره نه اخلی،
 vital statistical register په افغانستان کې هیڅ کورنۍ د نوی ماشوم یا د کورنۍ د وفات شویو غړو راپور نه ورکوي، حال دا چې نورو هیوادو کې د ماشوم په تولد سره مربوطه زېژنتون او په خپله والدین را پور ورکوی او تذکره هم ورته فوراً ثبت کیږی.
 demographic sample surveys تیرو دیرشو کلونو کې نمونوی سرویګانی ندی شوی، البته په ښارونو کې شوی، خو هغه په ټول نفوس د تطبیق وړ ندي.
دا ملی دنده او پروسه په الفاظو ډیره اسانه ښکاري:
A census is the procedure of systematically acquiring, recording and calculating population information about the members of a given Population.
خو عملاً دا یوه پیچلی پروسه ده. البته د دې ترڅنګ د نفوسو په اړه د ارقامو او معلوماتو یو شمیر نورې طریقې هم شته لکه: کرنیزه احصائیه(censuses of agriculture ) ، تجارتی احصائیه، د ترانسپورت او ترافیک احصائیه (traffic censuses)اونور ډولونه، خو دا یوه هم د ملی کُلی وګړشمیرنې مانا او ارزښت نه ښيي.
افغانستان کی له ۱۳۳۰ل. کال هڅې وشوې چې د نفوسو د شمیرنې سیستم جوړشي. حکومت(دکورنیوچارو وزارت) د تذکری ویش ښه وسیله بلله، خو ډیر ژر معلومه شوه چې په کلیو کې ښځې تذکره نه اخلي، آن دا چې کورنۍ د نجونو تعداد او نومونه مامورینو ته نه وایی. دوهم او درېیم امکان هم محدود و. په ۱۳۵۴ل. کال کې د لومړي ځل لپاره دې مهمې موضوع ته پام وشو او د احصائیې مرکزی اداره جوړه شوه. دغې ادارې ډیر ژر د یوې مسلکې ادارې په بڼه تبارز وکړاو د ملګرو ملتونو دنفوسو د صندوق(UNFPA) په مرسته پوره په پښو ودرېده. د (احصائیه) په نوم یوه مسلکی مجله یې لرله او هرکال د افغانستان احصائیوی کالنۍ ( Afghanistan Statistical Yearbook) په معیار برابره خپره شوه. افغانستان د دغه صندوق د جنوب او جنوب ختیزی آسیا په حوزه کې شامل او فعال غړی شو. همدا وخت د لومړنۍ بشپړې سرشمېرنې لپاره د(موږڅو تنه یو؟) تر شعار لاندې کار پیل شو، لازم تریننګونه ترلاسه شول، بهرنیو متخصصینو پرله پسې روزنیز او لوژستیکی کار او مرستې وکړې، تشکیلات پراخه شول، فورمی او پوښتنلیکونه د اساسی او اشتقاقی معلوماتو لپاره جوړ شول. په څلورم کال؛ یعنې په ۱۳۵۸ل. کال دافغانتستان لومړنۍ بشپړه سرشمېرنه وشوه، په هغی کې شهری ، دهاتی ، کوچې ، اناث، ذکور د سنی هرمونو( population pyramid) په ښودلو سره ترتیب او نشر شول. وروسته له هغه بیا تر نن ورځې پورې د نفوسو په اړه موثق ارقام نلرو، د کورنیو او بهرنیو منابعو ټول ارقام تخمینی دي.
دا هم باید ووایو چې هغه وخت د اقتصاد پوهنځی ته هدایت ورکړ شو چی یو مضمون په دې هکله درسی نصاب کی شاملی شی. سره له دی چی دنفوسو او د نفوسو د تحلیل مسایل پخوا هم پراګنده ځینو مضامینو کې تدریس کیدل، خو د (دیموګرافی او د نفوسو تحلیل او مطالعات/ Demography & Population Studies) چې په لنډیز سره دیموګرافی لیکل کېده او مهالویش او د محصلینو نتایجو کی هم د (دیموګرافی) عنوان لاند ی مضمون رسماً نصاب کې شامل شو. دا مضمون تر یووخت پورې استادغلام محی الدین شهباز تدریساو، راقم الحروف ورسره داسیستانت دنده لرله. نوموړی وروسته بیا د پلان جوړونې د دولتی کمیټې معین او بیا د مرکزی احصاېیی د وزارت وزیرهم شو. له هماغه پیل (۱۳۵۴ل.)څخه د احصاېیې د مرکزی اداری رییس د وزیرانو مجلس کی ګډون کاو، وروسته بیا دغه اداره وزارت ته اوچته او بیا بېرته د یو لوی ریاست تشکیل ورکړل شو.
د افغانستان لومړنۍ بشپړې سرشمېرنې کې د دغې اداری دقدر وړ خدمات او تجربه د نه هېرېدو ده.تراوسه هم تر ډیره پورې دهغې دورې ډیزاین شوي پوښتنلیکونه او فورمه جات معمول دي.
باید وویل شی چې بشپړه سرشمیرنه ټوله نړۍ او هر هیواد کې ډیره پیچلې او د لوړ لګښت لرونکي، خو ډیره ضروی ملی پروسه ده، چی متخصصو کارکوونکو، وسایلو، پلان، قرطاسیې او اعلانونو ته ضرورت لري. ځینی هیوادونه هرو پنځو کلونو کې او ځینی نور په هرو لسو کلونو کې وګړي شماري. هیوادونه کوښښ کوي، د وګړشمېرنې ارقام هغو کلونو کی نشر کړي چې په صفر پای مومي، لکه ۱۹۸۰،۱۹۹۰، ۲۰۰۰، ۲۰۱۰، ۲۰۲۰او نور. په تېروڅلورڅلوېښتو کلونوکې؛ یو ځل په ۱۳۷۸ل. کې پریکړه وشوه، چی افغانستان کې بشپړه وګړشمیرنه وشي، خو د نامالوم دلیل له مخې( ممکن د ناامنی) له امله ونشوه. په دغه کال د نفوسو نړیوال صندوق مرستو ته چمتو او د احصائیې مرکزی اداره هم ښه مجهزه او ضروری تکنالوژی او تریننګ شوی کسان یی لرل، خو د (سرشماری کامل) پرځای یی تخمینی ارقام نشر کړل او هرکال د افغانستان احصائیوی کالنۍ د نفوسو تخمینی ارقام نشروي.
له نیکه مرغه دادی اوس امنیت ټینګ او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق هم مرستو ته چمتودی، نو د وګړشمیرنی کلکه اړتیا ده. دا چی څه باید وشی، په دې باندی بحث په کار دی: (دوام لری).