مقالې


دایران او ترکیی په سرحدونو کی دافغانانو وژل کیدل او دافغانانو چوپتیا

   په تیرو ورځو کی خبرونه خپاره سول چی دایران او ترکیی په سرحد باندی یو شمیر مهاجران ددی دوو دولتو دسرحد ساتونکو قواوو په لاس ووژل سول. زما ارزو او توقع وه چی امارت، پخوانی تښتیدلی قانون پوهان اوسیاسیون به په همدی هکله لیکنی وکړی. خو متاسفانه دنړیوالو خبری شبکو لخوا دداسی یو مدافع دریخ کوم انعکاس می ملاحظه نکړ. په تیره بیا دبشری حقوقو مدافعین چی په هر دولت کی دامارت په ضد بیځایه او په ځای دوسیی لټوی هم دتاسف سره سره بیخی ګونګ پاتی دی.  دملل متحد او دهغه دبشری حقوقو سازمان هدای

03.07.2023 طاهر ثابت

اطلاعاتي خونديتوب Information security

اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې د InfoSec په لنډ نوم هم يادېږي په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي. يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی کوي او یا هم د همدغو مواردو

03.07.2023 حميدالله بسیا

حج او په میکده کې جانماز

د سه شنبې په ورځ د ۱۵۰هیوادونو څخه راغلي دوه ملیونه حاجیان د عرفات د غونډۍ په سر او لمن کې راټول شوي وو. ټکنده غرمه وه، خو په سپینو احرامونو کې ایماندارو ښځو، نارینه وو او حتی کمکیو ماشومانو یو وړوکې محشر جوړ کړې وو. یو سپیڅلی احساس او د خودۍ او بې خودۍ یوه ناشنا جذبه وه. هرچا خپل لاسونه د عرش واکمن ته لپه نیولي وو؛ د نصوحا توبې وې، په شونډو زارۍ وې او په اننګو د پښیمانو اوښکو امیلونه. د عرفات په همدغې غونډۍ، له نن څخه ۱۴۳۴ کاله وړاندې یعنې د هجرت په لسم کال، د خالق تعالی وروستي او رښتیني

02.07.2023 ولي الله ملکزی

د ابوالحسن میوندی پېژندنه

ابوالحسن القاسم احمد بن حسن میمندي چې هغه وخت په لنډیز سره په احمد میمندي او زیاتره په شمس الکُفاة هم مشهورو، د غزنوی سلطان محمود د دربار وزیرو. میمندی/میوندی په کندهار کې نړۍ ته سترګې پرانیستی وې، د محمود همزولی او همده سره یو ځای ستر شو ی او سلطان محمود هغه خپل رضاعی ورور باله. سره له دې چې د همدې سلطان محمود د پلار (سبکتګین) دپاچاهی پرمهال، د میوندی پلار بیګناه وژل شوی و، خو سلطان محمود وروسته بخښنه وغوښته او میوندی یې بېرته پخلا کړ. کله چې سلطان محمود سلطنت ته ورسېد، حسن میمندی ته یې د خپ

28.06.2023 دودیال

د (تصوف، روحانیت او کږلېچونه) کتاب ګټې او اړتیا

د (تصوف، روحانیت او کږلېچونه) کتاب ګټې او اړتیا پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي د افغانستان په پوهنتونونو کې تصوف او عرفان د یو مضمون په ډول ځکه لوستل کېږي چې زموږ ادبیات او پښتو او دري/ فارسي ژبې ښه صوفیان او عارفان لري چې ځینې یې ډېر لوی شاعران دي او آن نړیوال شهرت لري. تصوف یوه داسې نظریه ده چې د فرهنګونو، قومونو او انسانانو ترمنځ دیني، عقیدوي، انساني، عاطفي او د داسې نورو ټولنیزو خواوو په ګډو خواوو خبرې او نظریات لري. په ټولو تصوفي تګلارو کې په انسان دوستۍ ټینګار کېږي، د ښو

26.06.2023 پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

واگنر گروپ معنی څه او څوک دي؟

واگنر گروپ معنی څه او څوک دي؟ ليکنه: محب الله هوتک د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي آمر میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه واګنر ګروپ یو نظامي خصوصي شرکت دی یاد ګروپ په روسيه کي په ۲۰۱۴ کال د یوګني پروګوژين نومي شخص لخوا رامنځته سو، یوګني پروګوژين د روسيې د ولسمشر نږدې سړی بلل کېږي، البته د پوتين په اشپز باندي هم مشهوره دی. واګنر ګروپ عیني مثال لکه د بلاک واټر کمپنۍ چي جګره په پيسو اخلي ویلای سو. دوی لومړی عمليات په اوکرین کي د روسي د حکومت سره د یو قرارداد له

25.06.2023 محب الله هوتک

آیا علت اصلی تعصبات و تضادها چیست

رسانه ها؛ بالخصوص درین اواخر علت اوضاع پریشان کنونی را انحصار قومی قدرت تبلیغ مینمایند. یعنی جنگها، تضادها، کشمکش و پیچیده گی اوضاع را نادرست معرفی مینمایند، حتا درین راستا اصطلاحات بسیار افراطی مانند فاشییزم را استعمل مینمایند، درحالیکه مفهوم فاشیزم در وضعیت افغانستان دیده نشده و استعمال آن واقعیت ندارد، ولی اگر از منظر دیگر بنگریم، علت این وضع چنین خواهد بود : طور مثال؛ وقتی تنظیم ها خود را فاتح فکر کردند و هوای قدرت به سر شان زد، در عین حال هرکدام حریف را نیز در مقابل خود میدیدند. بخاط

23.06.2023 دودیال

شعر يا شعري ټولګې څنګه وارزوو؟

کله کله د يو شعر يا شعري ټولګې د ارزونې په وخت کې له يو داسې شعر يا بيت سره مخامخ کېږو، چې سر مو پرې نه خلاصېږي (په مطلوب مفهوم او مطلب يې نه پوهېږو) نو شعر راته نېمګړی او ناقص ښکاري. يا د شعر د ظاهري مفهوم له امله راته د مسلمان شاعر په ديني او اخلاقي اړخ باندې شک پيدا کېږي. څه وکړو، چې د شک او ګومان له ګناه څخه وژغورل شوو، د شاعر زړه راڅخه مات نشي او له شعر سره راځنې بې انصافي ونشي؟ په دې کې شک نشته، نه شاعر کامل دی او نه ارزونکی او کره کتونکی داسې جامع الکمالات دی، چې په شعر

22.06.2023 شهزاده شيرين زوی

د نجونو د زده کړو اهميت او د اوسنیو ستونزو حل لارې

الف. د اسلام له نظره د پوهې او زده کړې اهمیت: د قرآن کریم لومړنی آیت د اقراء په کلمه پیل شوی چې له ورایه ورڅخه د علم، لیک او لوست اهمیت څرګندیږي. دا پیغام ښځو او نرو ټولو ته دی. په فرشتو د آدم علیه السلام د لوړوالي دلیل د ټولو شیانو په اسماوو (نومونو) د هغه پوهه وه او ځکه ملائکو ته امر وشو چې هغه علیه السلام ته سجده وکړي. د پوهې ارزښت په اسلام کې په دومره روښانه او پیاوړو پیغامونو کې بیان شوی دی چې چا تر اوسه تر هغه ښه او غوره نه لیدلي او نه یې اوریدلي دي. په قرآن شریف کې تر ۸

22.06.2023 ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

معنی مفهوم وتاریخچه فلسفی قربانی

اذ قربا قربانا فتقبل من احدهما و لم تقبل من الاخر [مائده 27] مقدمه: از نظر معنای لغوی «قربانی» از لفظ «قربان» ماخوذ است. هر آن چیزیکه ذریعه و وسیله تقرب و نزدیکی به الله سبحانه و تعالی باشد آن را «قربانی» یا نثار می‌گویند؛ آن چیز خواه ذبح حیوان باشد یا دیگرصدقات متفرقه یک تعداد ازعلماء هرنیکی وعمل خیر وپسندیده را که باعث قرب ورحمت الهی باشد «قربانی» می نامند. البته در عرف عام به آن حیوان مخصوص «قربانی» گفته می‌شود که به خاطر رضای الله در روزهای معین عید الاضحی - عید قربان

21.06.2023 ع. شریف زاد

کوچنیې قطر او ستر شاهکارونه

د دوحې له ښار څخه: د قطر کوچنې هیواد چې ځمکنې مساحت او نفوس یې زموږ د ارزګان له ولایت څخه یو پوټې کم دی، په نړیوال اقتصادي او سیاسي سټیج کې د سترو شهکارونو ټاټوبې او د سیالانو سیال دی. د قطر د ټول مساحت (۱۱۵۰۰ کیلومتر مربع) یواځې ۷ سلنه خاوره د کرهڼې وړ او پاتې یې شګلنې غونډۍ او تیت پرک سمندري ټاپو ګان دي. خپل نفوس یې ۳ لکه او ۳۲ زره تنه دی؛ خو دلته د ۹۴ هیوادونو مسلکي او کارګره طبقه اوسیږي چې ۲ ملیونو او ۳ لکو ته رسي. د قطر بنسټګر، شيخ محمد بن ثاني نومیده په ۱۸۶۸م کې یې مختلفې قبیلې د خپ

17.06.2023 ولي الله ملکزی

له نړۍ څخه دباندي لاړم:

شپږ کاله مخکې چي ځوان وم، اوږده ويښتان مي درلودل، و مي غوښتل چي له نړۍ څخه دباندې لاړشم .کله چي روان شوم د نړۍ دروازي ته ورسېدم ؛دا داسي دروازه وه چي په پټو سترګو دلیدلکیدو وړ وه ،خوچي کله مي سترګي پټي کړي دروازه مي ولیده او د دروازي په پاسنۍ برخه لیکل شوي و، ننه وتل منعه دي. ما د دروازي له څارونکي و پښتل چي ولي دروازي مخي ته ولاړ یي خو دروازه قلف کړه لاړشه خپل کار وکړه هسي ننه وتل منعه دې د دروازي څارونکې ځواب راکړ ننه وتل دهغه چامنعه دي ،چي زموږ د پاچا غلامې نه کوي. ما ژر ځواب ورکړ زه ز

15.06.2023 عبدالمالک یخکړیوال

مه خپه کېږه!

یحسبون کل صیحته علیهم هم لعدو دوی هرزورورغږ دځان پر ضد ګڼی تیر له یاده وباسه ځکه تېر پسې زړه تړل بی عقلی او کمزووری ده تا ویلی ما ویلی پرېږده ! په راتلونکی پسې زړه مه تړه ځکه لا نه دی راغلی وخت لا شته له نقد او نیوکو مه وېرېږه ځکه نقد ستا ارزښت خوندی ساتی او دولس په خیر دی دملی ګټو پخلی وکړی ملت مه هېروه باور ولره ستا رب دپرا خه مغفرت خاوند دی اومغفرت مفهوم لری له یتیمو ،کونډو ، بیوزلو، تږو او وږو له لیدنی پند واخله ! دولس په هکله په اټکل پرېکړه مه کوه

12.06.2023 ع. شریف زاد

د مثبتې روغتیا هېنداره !

څو ورځې دمخه د هالنډ پلازمېنې امستردام کې د یوه کنفرانس او دوو ورکشاپونو برخه وال وم. د کنفرانس موضوع په مرکز یا پلازمینه کې دیمنشیا نومېده. هلته په یوه زړه پوری معلوماتي او علمي پريزینتیشن کې د دیمنشیا Dementia د ناروغۍ او ناروغانو په هکله ډیر ګټور معلومات وړاندې شول، په ورکشاپونو کې مو د دې ناروغۍ په هکله ځنې لنډ مستند فلونه هم ولیدل. کیدای شي تاسی ډیرو د دیمینشي د ناروغۍ نوم اورېدلی وي او یا مو له دا ډول نارغانو سره کتلي وي. په حقیقت کې دیمینشیا له پنځوسو څخه د زیاتو ناروغیو ټو

09.06.2023 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

هنر(art ) یعنې څه ؟

هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا

08.06.2023 دودیال

مشروعیت، مشروع او خدمتګاره اداره

په دې ورځو کې د یو دولت د رسمیت پېژندنې، مشروعیت او قانونیت په اړه ډېرې خبرې کیږي. ډیرو خلکو ته نه یواځې دا چې په دې هکله ډېرې پوښتنې پیدا دي، بلکې ځینی کسان دغه مفهوم په ډول ډول ماناګانو تعبیر او تاویل کوي. د هیوادوالو؛ په تېره د ځوانانو لپاره به دا اصطلاح د عامه ادارې او حکومتولۍ له نظره، له لغوی او اصطلاحي پلوه لنډه ولیکو: ۱.دمشروعیت لغوی تشریح د عربی ژبې مشروع یا مشروعیت، له ( legitimization) سره معادل ده. اداره او مدیریت کې ټولو هغو اجرااتو اوفعالیتونو ته ویل کیږي،چې د قانون مغای

04.06.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

سږکال به St. Petersburg International Economic Forum درويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو ، سوداګرو، سياسيونو او تيوريسانو په ګډون د جون له ١٤مې څخه تر ١٧مې نېټې پورې د روسيې په سن پيټرزبورګ کې روانه وي. دا اقتصادي نړيوال فورم او نړيواله ناسته هر کال د جون په مياشت کې په سن پیټرزبورګ کې جوړېږي. سږکال پکې د نړۍ دبېلابېلو هېوادونو سياسي مشران، ستر اقتصادي پانګوال، سوداګر، او نورې مشهورې څېرې ګډون کوي او د نړيوالو سوداګرو او سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو او د سوداګ

04.06.2023 حميدالله بسیا

اگر دارالورق بغداد نمی بود، ما و شما امروز ماشین چاپ ( پرینتر) نداشتیم

در گذشته ها به غلط برای مان تلقین نموده بودند که ماشین چاپ توسط یوهان گوتنبرگ آلمانی در سال 1440م اختراع گردیده است، در حالیکه واقعیت اینست که ماشین چاپ توسط مسلمانان اختراع گردیده و از میان مسلمانان سربر آورده است. در این مورد دو نوع اسناد​​ تاریخی وجود دارد، اسناد کتبی و اسناد فیزیکی که نخست از اسناد کتبی آغاز می کنم. 1-اسناد کتبی: أ- ابن الأبَّار القضاعي اندلسی، (وفات 658 هـ ق) در کتاب ( الحلة السيراء) می گوید: بدر، غلام آزاد کرده عبدالله، اسناد هارا در خانه خود

01.06.2023 عبدالخالق صارم

ستا د دروازې مخې ته« زه» ولاړیم

وجعل لی وزیرا من اهلی هرون اخی اشدد به ازری واشرکه فی امری کی نسبحک کثیرا ونذکرک کثیرا الله عزوجل د موسی علیه اسلام د غوښتنې په اړه پورتنی یادونه کړې ده. راځی په دقت دغه لنډ مطلب وڅېړو.په نیو یارک کې د« ملګرو ملتو» دلوړې او دنګې ودانۍ د یوې لویې دروازې پر سر یوه لوحه نصب کړې چې دې لوحه کې اصلا د نامتو سعدی شیرازی وینا ده چې وروری او اتحاد ته پکې بلنه شوې ده اوپه انګریزی ژبې کې دغه مطلب ژباړه شوې. له دې علاوه دالله جل جلاله ارشاد دی چې فرمایی: واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا. دغ

01.06.2023 ع. شریف زاد

د مسکو او اوکراین د جګړې سوله ییز حل

د روسي او اوکراین د جګړې دوه کال پوره کیدونکې دي په دغه جګړه کې دواړه خواوې د تاوان سره مخ دي ځکه چې جګړه ګټوونکی نلري . ګڼ شمیر خلک متضرر ویجاړۍ وشوې او بنسټ ییز تاسیسات له منځه ولاړ زرګونه انسانان ووژل شول او لا هم جګړه روانه ده . داجګړه که هر څومره اوږده شي بیا به هم خبرې کیږي او دواړه لوري به د تفاهم لاره غوره کوي نو اوس هم سري وخت دی پکاره چې مسکو او اوکراین د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي . سوله ییز حل د دواړو لوریو په خیر دی دوی باید له هوش او درایت نه کار واخلي . په

28.05.2023 حکمت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more