د شین جیانګ د بیارغونې لپاره د چین د حکومت هڅې او د نړیوالو رسنیو تبلیغات

 

 

لیکوال: ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی:اندېښمن ځاځی 

د شین جیانګ ویغوري کورواکه سیمه د چین یوه پراخه، تاریخي او قومي تنوع لرونکې سیمه ده چې د هېواد  په لوېدیځ کې پرته ده . دا سیمه د ستراتېژیک موقعیت، طبیعي زیرمو او قومونو ترمنځ د فرهنګي توپیرونو له امله تل د کورني او نړیوال پام مرکز پاتې شوې ده. په تېرو دوو لسیزو کې، چین د شین جیانګ د بیارغونې لپاره پراخې هڅې کړې دي، د چین حکومت لخوا د شین جیانګ په بیارغونه کې زیربنایي کارونه، لکه د سړکونو، رېل پټلۍ، صنعتي پارکونو او فابریکو جوړښت، د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دا ډول اقدامات کولی شي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د سیمې اقتصادي حالت ته وده ورکړي، خو د چین حکومت دا هڅې د ځینو نړیوالو رسنیو د تورونو او تبلیغاتو سره مخ شوې دي. دا تبصره هڅه کوي چې دواړه اړخونه — یعنې د شین جیانګ په سیمه کې د بیارغونې لپاره د چین حکومت عملي اقدامات او د نړیوالو رسنیو ادعاوې ، تورونه او بې ځایه تبلیغات  —  په رښتنې ډول تحلیل کړي.

 

 

د چین د حکومت هڅې

د شین جیانګ د بیا رغونې موضوع نه یوازې د چین لپاره، بلکې د نړیوالو لپاره هم یوه حساسه او مهمه موضوع ده. که څه هم د شین جیانګ سیمې په تړاو د نړېوالو رسینیو لخوا ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي، خو د چین حکومت د دغې سیمې د سیمه ایز پرمختګ د چټکوالي لپاره پراخې هڅې کړي دي او لا هم دا هڅې روانې دي.خو پوښتنه دا ده چې چین د شین جیانګ سیمې د بیارغونې لپاره کوم مهم کارونه شوي دي ؟ 

د دغې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې د چین حکومت په دغه سیمه کې د اقتصادي پراختیا، د بې وزلۍ د ختمولو، تعلیم ، روغتیا، کلتوري یووالي او ثبات لپاره د پام وړ کارونه کړي چې په جلا ډ‌ول یې تاسو ته تشریح کوو:

اقتصادي پرمختیا: د چین حکومت د شین جیانګ په سیمه کې د  کرنې، صنعت، انرژۍ، او ترانسپورت برخو کې پراخې او ګټورې پانګونې کړي دي. په دغه سیمه کې  د اورګاډو شبکې پراخول، د فابریکو جوړول، د صنعتي پارکونو تاسیس، او د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د خدماتو توازن ، ټول هغه کارونه دي چې د چین لخوا د شین جیانګ په سیمه کې د اقتصادي ودې لپاره شوي او له دې سترګې نشو پټولې چې د چین حکومت دغه اقدامات د یادې سیمې د اوسېدونکو پر ژوند په لنډ مهال او اوږد مهال کې مثبتې اغېزې درلودې او وبه یې لري.

 د بېوزلۍ له منځه وړل: شین جیانګ د چین له هغو سیمو څخه وه چې بېوزلي یې نسبتاً لوړه وه. د چین حکومت لخوا  په سیمه کې د بې وزلۍ د ختمولو لپاره د پام وړ ګټور کارونه تر سره شوي دي. د چین حکومت هڅه کړې،چې په دې سیمه کې فقر او بې وزلي د سیمې د اوسیدونکو په مرسته او زیار ختمه کړي،نو په همدې موخه یې د کورنیو د عاید لوړولو، د حرفوي زده‌کړو د مرکزونو جوړولو، او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هڅه کړې،چې د یادې سیمې خلک د فقر او بې وزلۍ سره مبارزې ته وهڅوي او په سیمه کې دا پدیده له منځه یوسي. 

تعلیم او روغتیا: د چین حکومت له پیله باور لري چې علم او پوهه د پرمختګ او هوساینې بنسټ جوړوي او روغتیا د انساني ژوند یوه مهمه برخه ده ،نو په همدې موخه یې د شین جیانګ په سیمه کې د ښوونځیو، روغتونونو، او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ته پراختیا ورکړې ده،څو د ځوان نسل لپاره د عصري زده‌کړو عصري مرکزونه برابر او روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

 

کلتوري یووالی او ثبات: کلتوري یووالی او ثبات چې د هرې سیمې یا هېواد لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده،د چین حکومت هم دې برخې ته جدي پاملرنه کړې ده. د چین حکومت وایې د شین جیانګ د سیمې له بیارغونې یې موخه دا وه چې په سیمه کې ټولو وګړیو ته مساوي خدمات وړاندې شي او تر څنګ یې په دغه سیمه کې د مېشتو بیلابیلو قومونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. د چین حکومت وایې د دغې همغږۍ له رامنځته کولو یې موخه دا ده، څو په سیمه کې ، د افراطي نظریاتو مخه ونیسي، یو باثباته او یو موټی چین رامنځته کړي.

د شین جیانګ په اړه د نړېوالو رسینیو تبلیغات 

ځینې لویدیځ هېوادونه،چې له چین سره په اقتصادي مسایلو اختلافات لري، د چین د بې ساري اقتصادي پرمختګ له امله اندیښمن شوي دي. دوی په بېلابېلو وختونو کې ددې لپاره چې د چین اقتصادي پرمختګ ټکنۍ کړي، د رسنیو له لارې تبلیغات په لاره اچوي.په دغو تبلیغاتو کې یوه موضوع هم د چین په شین جیانګ سیمه کې د چین لخوا د بیارغونې موضوع ده. ځینې لویدیځې رسنۍ وخت نا وخت ادعا کوي،چې د چین دا بیارغونه یوازې د ظاهري پرمختګ لپاره ده، خو تر شا یې  له انساني حقونو سرغړونې، کلتوري یوځایوالي او د اقلیتونو پر ضد د زور زیاتي مسایل پټ دي. یادو رسنیو هېڅ کله هم په دې باب کره شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي. ځینو رسنیو  د شین جیانګ په بیارغونه کې د محلي قومونو، په ځانګړي ډول د ویغور مسلمانانو، کلتور، ژبه او دین ته د نه درناوی جغلي خبرونه خپاره کړي، بلکې هغوی د چین د اصلي فرهنګ سره په زور یو ځای کوي،خو د چین حکومت په کراتو کراتو دا ادعاوې رد کړي دي. دوی همدا راز د بیاروزنې پر کمپونو هم بې ځایه نيوکې کوي.دا موضوع یوه  جنجالي موضوع ده . نړیوالې رسنۍ دا کمپونه د جبري توقیف، مذهبي محدودیتونو، او فکري فشار په توګه معرفي کوي،خو د چین حکومت بیا دا ادعاوې ردوي او وایې یاد کمپونه په سیمه کې د زده‌کړې، مسلکي روزنې د پراختیا او د افراطي فکرونو د مخنیوي لپاره ضروري دي. 

خو رښتیا څه دي ؟

که د دواړو اړخونو دلایل له تعصب پرته وکتل شي، دا څرګنده ده،چې چین واقعاً د شین جیانګ د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره سترې پانګونې کړې دي. د سړکونو، روغتونونو، ښوونځیو او صنعتي ودانیو جوړښتونه یو حقیقت دی چې ان مخالفې سرچینې یې هم ردولی نشي، د چین دا کار په سیمه کې د مېشتو ټولو قومونو د ژوند پر ښه کېدو مثبت اغېز لري، ټولنه له هوسا ژوند برخمنه کيږي، وګړي یې د ورځنیو اړتیاوو سره سم له عصري زده کړو برخمن کیږي، په چین کې د ګډ پرمختګ لپاره لاره هواریږي او د چین د نورو سیمو د وګړو په څېر د شین جیانګ وګړي هم له هوسا ژوند او امکاناتو برخمن کیږي او په دې توګه کولی شي په خپلو پښو ودریږي. په ټول  کې د چین دا هڅې د اقتصادي ودې لپاره یو ګټور ګام دی، چې د خپل هېواد او خپلو وګړو  د هوساینې لپاره یې پورته کړی دی. لويدیځې رسنې د چین دغه بشري خدمت ته  د سیاسي او جغرافیوي ګټو  له عینکو ګوري او ننګوي یې. 

پایله

د شین جیانګ بیارغونه یو پېچلی بهیر دی چې نه یوازې اقتصادي اړخ لري، بلکې ژور سیاسي، فرهنګي او نړیوال اړخونه هم لري. د چین حکومت دا بیارغونه په خپل هېواد  کې دننه د ګډ پرمختګ ( په چین کې د مساوي پرمختګ، هوساینې او ابادۍ نه د چین د ټولو خلکو یو شان ګټه اخیستنې)د ستراتیژۍ برخه بولي ، په داسې حالاتو کې  نړېوالې رسنې هم باید خپل راپورونه له واقعیت، کره معلوماتو او بې‌طرفۍ سره برابر کړي، نه دا چې د جغرافیوي سیالیو یا سیاسي ګټو پر اساس قضاوت وکړي. شین جیانګ نه یوازې پرمختګ، بلکې درناوی، تفاهم، او یو عادلانه نظر ته هم اړتیا لري.