د دعا عبادت دى له کتاب څخه
ليکوال الحاج سيدرقيب شاه هاشمى
حج د اسلام پنځم بنسټ دى, حج په لغت کښی په معنی د لوی قصد اوپه اصطلاح کښې عبارت دی له زیارت د مخصوص ځای څخه په مخصوص وخت کښی اوپه مخصوص افعالوسره . د حج د مناسکو پرځای کولو الهی امرتعمیلول او دهغه ذات (ج) د رضاء د حاصلولوپه غرض دا یو عادی سفرنه دی باید ورڅخه پوره پوره ګټه واخلو کله چی حاجی دوباره خپل وطن ته او خپل عیال ته راشی باید په ورځنی ژوند کی یی کاملا باید بدلون راشی ،حج د فرضیت شرطونه دا دی چی باید مسلمان ، بالغ ،عاقل،ازاد ،توانمند او شتمن شخص په ټول عمرکې يووارفرض دی د مکې په ښارکې د مسلمانا نو د کعبه یعنی بیت الله شریف طواف کول دی په حج کولو کی دری شیان فرض دی:
۱- د حج نیت او په احرام کی د تلبیه لوستل (لَبَّیْکَ اللَّهُمَّ لَبَّیْکَ، لَبَّیْکَ لاَ شَرِیکَ لَکَ لَبَّیْکَ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَهَ لَکَ وَالمُلْکَ، لاَ شَرِیکَ لَکَ )
۲ - عرفات کښې وقوف د ذی الحجی په نهمه البته له زوال څخه وروسته (ماسپښين)
۳- د عرفات له وقوف څخه وروسته د کعبه طواف دی .
حج کول فرض عمل دی ،
عمره : عمره کول سنت موکد دی ، که یو کس د حج په وخت کښى د حج ټول مناسک اجرا کړی طوافونه وکړى د مدينې منورې په حرم کي څلوېښت لمونځو اود پیغمبر ﷺ زيارت هم وکړی خو د عرفی په ورځ عرفات ته یا لاړنه شی او یا هم سهار لاړشی دا کس حاجی نه دی ، عمره کونکی خو بیخی حاجی نه دی ، بلکه زيارت کونکى د کعبه دى چى د حج فرض عملونه نه شته , دالله ج په لارکی هر ښه عمل ثواب لری که هغه عمره ده او که نور ښه اعمال البته درجی یی فرق کوی ,عمره کونکى څنګه چى اقتصادى بنسټيي ښه دى بايد فرضى حج هم وکړى.
راځم د القابو په برخه کښې: د پیغمبر ﷺ له وخته تر ننه پوری ،القاب کوم شرعی حکم نه دی خو القاب شته د نورو مسلمانانو د تشویق لپاره معمول او روا عمل دی که څوک ځانته حاجى کليمه ليکى يا ؽى په خوله واؽى مشکل نه شته خو د عمری کوونکو لپاره بيا دا القاب هم نه شته چی ځانته حاجی ولیکی او یا بل څوک ورته حاجی ووایی بلکه (عمره کوونکی زوار) دی
زوار = زیارت کوونکی
• عمره کوونکی حاجی نه دی بلکه ( عمره زوار ) دی ځکه عمره سنت عمل دى او حج فرض عمل دى.
• شیعه ګان د حضرت علی کرم الله وجهه زیارت کونکی ته ( زوارسخی ) وایی
• د کربلا سفر کوونکی ته ( کربلایی) وایی
• د امام رضاء زیارت کوونکو ته (زوارعلی) وایی
• ښځوحاجیانو ته ( حج ياڼی ) وایی
که هر څوک ښه معلومات او اضافی معلومات ولری ولیکی؟